تازه سرليکونه
د (اقتصاد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلامي اقتصاد اهمیت
  تعلیم الاسلام
  January 30, 2022
  0

د اسلامي اقتصاد اهمیت

لیکنه: نعمت الله شاکر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

په اوسني وخت کي د اسلامي اقتصادي نظام پوهي ته د نورو علومو په نسبت د عصر سخت ضرورت دی؛ ځکه اقتصادي بې نظمۍ يا فقر د نورو بې نظميو مبدأ او پیلامه بلل کيږي، د اقتصادي بې نظمیو مخنيوی او د اسلامي اقتصادي نظام له پاره کار او زيار د وسع مطابق د هر مسلمان دنده او ديني مسئوليت دی. د زکات ادا کول، د اړو، بېوزلو، يتيمانو، کونډيانو، بې سرپرستو خلکو سره نيکي او تکافل کول، د چم او دوکې څخه ځان ساتنه او نور ور څخه منع کول، د نورو خلکو مالونه په باطله طريقه نه خوړل او داسي نوري چاري د اسلامي اقتصادي نظام د بقاء او حمايت اسباب دي. 

 

 په اوسني وخت کي د استعمار د سترو دامونو څخه يو هم اقتصادي دام دی، چي په نړۍ کي د مسلمانانو د اقتصادي ضعف څخه په خپله ګټه استفاده کوي او د عقيدوي او فکري انحراف له پاره له دغه منفذ څخه کار اخلي، خپل ناروا اقتصادي نظام ته په رشد ورکولو سره مسلمانان د خپلو شومو پلانونو تر اثر لاندي کوي، چي که ئې مخنيوي ونه سي، نو يو وخت به مسلمانان پر اسلامي اقتصادي نظام باور له لاسه ورکړي او په تدريجي ډول به د اسلام له نورو احکامو څخه هم د اعراض يا اعتراض پولي ته ورسیږي.

 

د اسلام په اقتصادي نظام کي يوازي هدف اقتصاد نه دی، لکه د کمونيزم او کپيټاليزم په اقتصادي سيسټمونو کي، چي فقط دنيوي ژوند مقصود دی او د دنيوي ژوند د ښه والي له پاره اساس اقتصاد بولي، بلکي په اسلام کي د هر عمل بنياد او اساس عقيده ده، نو داسي ژوند باید وکړل سي، چي هم دنيا ښايسته کړي او هم آخرت جوړ کړل سي.

 

اسلام که سياسي لارښووني لري، که اخلاقي نظام وي، که د دعوت او تبليغ نظام وي، که د عبادت نظام وي او که اقتصادي نظام وي، که د ساينس او ټکنالوژي څخه استفاده وي، که اجتماعي نظام وي، که کورنی نظام وي، که دفاعي نظام وي، که تعرضي نظام وي؛ د ټولو څخه ئې اصلي مقاصد پر عقيده بنا دي، ضمني او فرعي مقاصد ئې په دنيا کي خپل او د نورو مسلمانانو ښه ژوند جوړول دي.

 

د اقتصاد علم د ټولني او د هغې د هر فرد له پاره اړين دی، چي څو بيلګي به ئې ذکر کړو:

 

د عامو انسانانو له پاره:
که هر فرد اقتصادي پوهه ولري او خپل عائدات د مصارفو سره متناسب جوړ کړي، نو د ښه ابرومندانه ژوند څخه به برخمن وي او له بلي خوا به د نظام په اقتصادي پاليسيو او چارو پوهيږي، چي کوم کارونه اوليت او کوم کارونه اولويت لرونکي دي، چي نظام خپلي بوديجې په مصرفوي. که ئې پر مصارفو اعتراض ولري، نو د دلائلو سره به هغوی ته خپل پيشنهادونه او دلائل وړاندي کولا ی سي.

 

د تجارانوله پاره:
که تجاران يا کاروباري کسان اقتصادي پوهه ولري، نو خپل سوداګريز کارونه به د دغه علم د مقتضا مطابق عياروي، تر ډېره حده به له تاوانه خلاص وي او هم به ئې ټولني ته زياته ګټه رسيږي؛ ځکه د عرضې او تقاضا تر مينځ مناسبت هغه څوک په پام کي نيولای سي، چي د اقتصاد په علم پوهيږي.


 
د چارواکو له پاره:
که د اقتصاد مربوط ارګانونه د اقتصاد په علم پوه وي، نو هغوی به د خپلو عائداتو او مصارفو تر مينځ انډول په پام کي نيولی وي او هم به داسي پلانونه جوړوي، چي د اولس ګټه پکښي ډېره وي؛ د وارداتو او صادراتو په اړه به دقيق وي، صادراتي سکتورونه به حمايه کوي، چي اولس زيات صادرات اوکم واردات ولري.

 

داخلي توليداتو ته به د ودي ورکولو او پر هغو باندي د نظارت، تشويق او د تخلف په صورت کي د تهديداتو پروسې جوړولای او د تطبيق له پاره به ئې اقدام کولای سي. اقتصادي فعاليتونه به د څو نفرو له انحصاره خلاص وي او هر څوک به د خپل وسع او مسلک مطابق په اقتصادي پرمختګ کي برخه اخيستلای سي.

 

په اوسنۍ نړۍ کي سوداګري او صنعت یا توليد په زياته پيمانه پراخه سوي دي، د تجارت او صنعت د پرمختګ له پاره مختلفي لاري او روشونه په کار اچول سوي دي، چي په نتیجه کي نوي مسائل او نوي معاملې ايجاد سوي دي، نړۍ ئې دې ته متوجه کړې ده، چي بايد تجارت او اقتصادي تعامل علمي بڼه غوره کړي، چي له نېکه مرغه اسلام څوارلس سوه کاله پخوا په دې اړه دقيقي لارښووني لري.

 

الحمدلله د څه وخت را په دې خوا په اسلامي نړۍ کي هم دغسي احساس پیدا سوی دی، چي د غرب او شرق د هغو استعماري اقتصادي نظامونو څخه خپل هيوادونه خلاص کړي، چي پر اسلامي نړۍ ئې خپل وحشي سيوري غوړولي دي.

 

باید څه وسي؟

اسلامي علماء بايد د اسلامي اقتصاد تعليمات سره راټول او يو ځای کړي او خپلو مؤمنو اولسونو ته ئې د عمل او تطبيق له پاره وړاندي کړي، تر څو هم د علماوو او پوهانو ديني او دنيوي مسئوليت رفع سوی وي او هم د غرب د سودي نظامونو او کپيټاليستي سيسټمونو د رشد مخنيوی سوی وي او هم مسلمانان د خپل مبين دين په رڼا کي خپل اقتصادي تعاملات پر مخ بېولي وي، چي د الله جل جلاله په فضل دغه فکر اوس ښه د غوړېدلو او پراخېدلو په حال کي دی او هر څوک چي په اسلامي اقتصاد کي معلومات لري هغه اسلامي ټولني ته وړاندي کوي. 

 

هغه مسلمان تاجر يا صنعت پيشه، چي د خپل مقدس دين سره علاقه لري غوښتنه ئې داده، چي خپلي مالي او اقتصادي چاري د امکان تر حده د اسلام د مبارک دين د هداياتو په رڼا کي پر مخ يوسي تر څو هم ئې روا ګټه کړي وي او هم ئې خپل اولس د نورو نظامونو او سودي معاملاتو څخه ساتلی وي.


 
د اسلامي هيوادونو با احساسه حاکمانو هم دغه غوښتنه ده، چي د نورو چارو تر څنګ ئې اقتصادي چاري هم د اسلامي شريعت په چوکاټ کي عياري سي، تر څو له دغه مهم اړخه د چا تر اثر او انحصار لاندي نه وي.

 

د دغه ستر هدف د لاس ته راوړلو له پاره د هغو ديني علماوو لارښوونو ته سخته اړتياده، چي په قرآن عزيز، مبارکو سنتو او اسلامي فقهه کي د کامل اسلامي بصيرت څخه برخمن وي او د اسلام دين د دنيا او آخرت د بريا او نجات دين بولي. که څه هم لويديځ استعمار د ديني علماوو او معاصرو علومو زده کوونکو تر مينځ داسي ډبرين ديوالونه وهلي دي، چي يو طرف هم د هغه بل طرف سره لکه څنګه چي ښايي هغسي رابطه او د افادې او استفادې ترتيب نه لري؛ خو مايوسي نه ده په کار، دغه ديوالونه او موانع د اسلام او مسلمانانو سره د محبت په مقاومت او مبارزې سره خورا ژر له مينځه ځي. 

 

هر مفتي او عالم بايد په ټولنه کي د داعي او اصلاح راوستونکي په عنوان ژوند وکړي يوازي د حلالو او حرامو په بيانولو ئې وظيفه نه انجاميږي بلکي بايد شرعي او د نجات طريقې هم ورته وښيي؛ ځکه دده وظيفه يوازي فتوا ورکول نه دي، بلکي دعوت کول ئې هم وظيفه ده. 

 

په قرآن عظيم الشان کي د حضرت يوسف علیه السلام په واقعه کي راځي، چي کله هغه ته ( په زندان کي) د پاچا پيغام ابلاغ سو او له هغه څخه د خوب تعبير وپوښتل سو، نو حضرت يوسف علیه السلام د خوب تر تعبير(۱) مخکي د نجات لاره بيان کړه:

 

{قَالَ تَزْرَعُونَ سَبْعَ سِنِينَ دَأَبًا فَمَا حَصَدتُّمْ فَذَرُوهُ فِي سُنبُلِهِ إِلَّا قَلِيلًا مِّمَّا تَأْكُلُونَ) (يوسف: ۴۷).
ژباړه: (حضرت يوسف علیه السلام) وويل: اووه کاله پرله پسې بايد( په ډېره هڅه او زیار غنم او اوربشي) وکرئ او هغه چي ريبیئ، نو د هغه لږ څخه ماسېوا، چي تاسو ئې خورئ نور ټول په خپلو وږو کي پريږدئ ( ويې ساتئ).

 

د پورته آيت له مفهوم څخه دا واضحه سوه، چي حق ته د دعوت کوونکي ذمه فقط د حرام عمل يا ممنوعي طريقې په معرفي کولو يا هم د دنیوي يا اخروي مصيبت په خبرورکولو نه فارغيږي، بلکي د امکان تر حده به د هغه مصيبت څخه د خلاصون لاره هم ورته ښيي. د نجات او خلاصون لاره هغه وخت ورته ښوولای سي، چي د موضوع په ماهيت او حقيقت پوه وي او په دې اړه ئې مطالعې او تحقيقونه کړي وي.

 

د سلفو صالحینو تګ لاره

د حضرت امام محمد بن الحسن شيباني رحمه الله د ژوند په حالاتو کي دا واضح دي، چي هغه د خپلو فقهي کتابونو د تدوين پر وخت بازار ته تلئ، د تجارانو سره ئې ناستي ولاړي کولې، د هغو راکړي ورکړي ئې له نژدې څارلې، تر څو د معاملاتو او تجارت مروج روشونه او طريقې وويني، چي خلک په کوم ډول خپل سوداګريز کارونه پر مخ وړي؟

 

د هغه بازار ته تګ يا د تجارانو سره ناستي ولاړي په دې معنی نه وې، چي هغوی تجارت يا کاروبار ته وهڅوي بلکي سوداګريز روشونه او طريقې ئې ځان ته معلومولې او د مباحو او ممنوعو طريقو تر مينځ ئې تفکيک خلکو ته ښووی.

 

روایت دی، چي محمد بن الحسن الشیباني رحمه الله ته يو چا وويل: د زهد او تقوا په اړه دي کتاب نه دی لیکلی؟

امام محمد بن الحسن الشيباني رحمه الله ورته وويل: په بيوعو (اقتصادي چارو) کي مي کتاب ليکلی دی؛ ځکه اصلي او حقیقي زاهد او تقوادار هغه څوک دی، چي په خپلو سوداګريزو او صنعتي چارو کي د حرامو، مکروهو او شبهاتو څخه ځان وساتي.

 

لکه د قرآن او سنتو د باريکيو په پوهېدلو، چي عالم مکلف دی همداسي د عرف اورواج په اړه مکلفيت لري، چي ځان په پوه کړي او پر شريعت تر عرضولو وروسته ئې اولس ته مباح طريقې هم وښيي او ممنوع طريقې هم ورته وښيي.

 

که ديني علماء او پوهان دغه ستر کار پريږدي، نو دغه چاري به يا پاته سي او ځای به ئې شرقي يا غربي سود ته دعوت کوونکي قوانين ونيسي، يا به جاهلان څيړني پکښي وکړي او د ګټي پرځای به هم اسلامي ټولني ته ضررونه متوجه کړي او هم به نعوذ بالله د اسلام مبارک دين ته صدمه ورسوي.

 (۱): د خوب پېش بيني سوې نتيجه، چي اووه راتلونکي کلونه به په مصر کي قحطي وي.

(تعلیم الاسلام مجله: ۲۲ ګڼه)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته