تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د علومو په ترویج کي د مسلمانانو ونډه ( ۳ )
  تعلیم الاسلام
  January 1, 2018
  0

لیکنه: نصیراحمد حامد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

طبي علوم:


اسلام د طب علم دصحت دساتلو له پاره د الله  يوه تحفه بللې ده. رسول الله  دعلاج او معالجې له پاره ډېر طبي اصول او طبي نسخې صحابه کرامو  ته ويلي او ښودلي دي. دنبوي طب اړوند د احاديثو مهمه ذخيره موجوده ده. په خاص ډول دعسلو، سياه دانې او مسواکو د طبي فوائدو پوري اړوند احاديث په مهمو کتابونو کي شتون لري. مسلمانانو دطب پر علم باندي په زړه پوري کار وکړ. درسول الله  په مبارکه زمانه کي صحابه کرامو  علاج کاوه او کله نا کله به ئې دعلاج کولو په برخه کي له غير مسلمانانو څخه هم کومک غوښتی، دحضرت سعد بن معاذ دعلاج له پاره ئې دحارث بن کلده څخه چي غير مسلمان وو، کومک اخيستي وو. 

 

 په وروسته کي داسلامي طب ډيري برخي جوړي سوې، هره برخه به ئې دماهرو او پوهو طبيبانو له خوا پر مخ وړل کېدل. مسلمانانو د طبي علومو دکتابونو په ليکلو نړۍ بډايه کړه. ابن سينا دطب په برخه کي د (القانون) په څېر د معلوماتو مجموعه جوړه کړه، چي په هغه کي داقباط، سرياني، يوناني، عربي طبي اصول او علوم جمع سوي ول، له دې وروسته ابن سينا خپلي تجربې هم وليکلې، د (۷۶۰) درملو تشخيص ئې وکړ، (القانون) د جيرارډ کريمونا (Gerard Cremona) دخوا لاتيني ژبي ته نقل سو. دعلي ابن عباس ( ۹۹۴ م. مړ) مشهور کتاب (الملکي في الطب)په اروپا کي شپږ پيړۍ دوام وکړ. (تاريخ العرب العام، ج: ۲، ص:۷۷ ).

 

 

 په همدې ډول دخلف بن قاسم زهراوي (۱۰۱۳ م. مړ) کتاب (التصريف لمن عجز عن التاليف) په اروپا کي ډېر خوښ سو، په دې کتاب کي زهراوي د جراحي عملياتو اړوند تشريح ورکړې ده. په مثانه کي ئې دډبرو ماتولو طريقه په ګوته کړې ده او د شريانو د نښلولو طريقه ئې هم بيان کړې ده. په اروپا کي دغه کتاب ديوه مرجع او مأ خذ په حيث ساتل کيږي. 

 

حنين بن اسحاق دسترګو د امراضو په برخه کي د ( العشر المقالات في العين) په نامه کتاب وليکه، ياد کتاب دسترګو دعلاج په برخه کي اولين ليکل سوی کتاب دی. دنارينه وو تر څنګ دطبي علومو په بخش کي مسلمانو ښځو هم بې شمېره خدمتونه ترسره کړي دي. په نبوي دور کي دجنګي زخميانو دملهم او پټۍ له پاره د حضرت رفيده الانصافيه  له پاره کمپ جوړېدی. ام عطيه الانصاريه  او نسيبه بنت کعب  داحد دغزا د ټپيانو علاج په خېمو کي کاوه. دلويديځ محققينو دامنلې ده، چي عربو د ټولو څخه لومړی د درملو علم مينځ ته راوړی دی، چي بيا داعلم اروپاغوره کړ. پرهماغه اصولو باندي ئې د نوي طب او ساينس بنياد او بنسټ جوړکړ، تر اوسه پوري د زياتو درملو نومونه داروپا په طبي قاموسونو کي په عربي ژبه پيداکيږي، عربانو درملتونونو ته ترقي او پر مختګ ورکړ او ترلوړو پوړيو پوري ئې ورسول. درملتونونو ته ئې په لوړو زده کړو کي ځای ورکړ. دټولو څخه مخکي (سابور بن سهل) د درمل جوړوني کتاب وليکه او د درملو د نومونو راجسټر ئې جوړ کړ. دمسلمانو عربو څو زيات مشهور لیکل سوي کتابونه په دې ډول دي: د رازي کتاب (حاوي)، دانطأ کتاب (تذکرة دواء)، دابن بيطار کتاب (الجامع المفردات الادويه الاغذيه ) او د البيروني کتاب (کتاب الصيدله، کتاب العقاقير).

 

دکيميا علم او مسلمان ساينس پوهان:


دکيميا په علم کي هم د مسلمانو ساينس پوهانو نومونه دفهرست په سر کي راځي، جابر بن حيان ته دکېميا دعلم پلار ويل کيږي، ابن خلدون دکېميا علم دجابر بن حيان وطرف ته منسوبوي. (مقدمة ابن خلدون: ۴). ابن حيان دخپلو علمي تجربو او نظرونو پر بنياد خپل کېمياوي تحقيق شروع کړ، هغه د ټولو څخه مخکي خپلي کېمياوي تجربې، لکه: تبخير، تقطير، کشيد، تکليس او د ويلي کېدو عمليې ذکر کړې، په شاګردانو کي ئې تر ټولو لوی کېمياپوه ابوبکر رازي (۹۹۴م. مړ) بلل کېدی. دهغه دکتاب (سر الاسرار) ترجمه (جي روسکا) کړې ده او پر هغه ئې شرح هم ليکلې ده.
دوهم لوی کېميا پوه "علي جلدکي" (۱۳۶۲. هـ . مړ ) دی، هغه دلومړي ځل له پاره اټوم کشف کړ او په معدنياتو او کېمياوي عناصرو کي ئې داټوم راز څرګند کړ.

 

علم الطبيعة:


پر علم الطبيعت باندي د مخکنيو مسلمانانو علماوو تجربو ته د ډېر قدر په سترګه کتل کيږي، ددې علم مشهور ماهرين حسن ابن هيشم( ۱۰۲۹م. مړ) او ابوريحان البيروني(۱۰۴۸م. مړ) دي، ابن الهيشم د رياضياتو مشهور مسلم ساينسپوه وو، نوموړي، د رڼا انعکاس واضح کړ او په ساينسي طريقه ئې د نور د انعکاس مطالعه وکړله، دده تر ټولو زيات مشهور کتاب (المناظر) نوميږي، چي په انګريزي ژبه د (فريډريک ريزنر) لخوا ژباړل سوی دی او د (کنزالبصريات)په نوم له سويسزرلنډ څخه خپور سوی دی، د اروپا ساينسدانان، لکه: وائټلو، روجر بيکون، او ليونارډو مينسي، کلير او نور له دې کتاب څخه زيات متأثره سوي دي او دې کتاب ته ئې د معلوماتو خزانه ويلې ده.

ابوريحان البيروني د علم الطبيعيت او علم الرياضي مشهور مسلمان ساينسپوه دی، مستشرق ايډورډ سخاو ئې په اړه ويلي دي، چي د نړۍ د تاريخ تر ټولو زيات عقلمند شخص البيروني دی، د مځکي د جاذبې په سلسله کي نيوټن د البيروني او ابن سینا د افکارو او نظرياتو په مرسته د جاذبې قانون رامينځته کړ. (اثرالعرب فی الحضارة العربیة، ص:۱۴۰).

 

خو له کومه راهيسي چي د مسلمانانو علمي او فکري زوال راغی، نو دا ټوله علمي سرمايه يا خو اروپا ته نقل سول، چي اروپا ورباندي خپل د علم او صنعت بنياد کښېښود او بې مثاله پرمختګ ئې ورباندي وکړ او يا هم ددې اکثره حصه څه د تاتاريانو د يرغل او څه د نورو مختلفو اسبابو او عواملو په نتيجه کي ضايع او برباد سول، مسلمانان يا د مرګ په خوب بيده سول او يا په طاووس او رباب مشغول سول او د انحطاط او زوال پر لور روان سول، چي نتيجه ئې اوس موږ د مسلمانانو د محکوميت او مظلوميت په شکل وينو.

 

علامه اقبال ئې په اړه په دردمند انداز کي وايي:

 

مگر وہ علم کے موتی کتابیں اپنے آباء کی
جو دیکھیں ان کو یورپ میں تو دل ہوتا ہے سی پارہ

 

(تعلیم الاسلام مجله: ۲۲ ګڼه)

سرته