تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
انټرنیټ او دعوت
  تعلیم الاسلام راډیو
  December 19, 2017
  0

لیکنه : استاذ عبدالسمیع "عبدالسلام" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

آیا دعوت کول ( خیر ته رابلل ) يوازي په مسجدونو او بلونکي او رابلونکي ( داعي او مدعو) په حضور پوري تړلی دی او که هلته نوري لاري هم سته، چي د دعوت له پاره کار ځني واخستل سي ؟

 

زه دا وایم، چي دعوت کول يوازي په مسجد، داعي او مدعو پوري نه دی تړلی؛ ولي چي د نوو وسایلو استعمال او د هغه څخه لازمه ګټه اخيستل ډېر ضروري دي، خصوصا اوس! ځکه چي وسایل ډېر زیات دي او مفسدین د خپل فساد د نشرولو دپاره پوره کار ځني اخلي او موږ وینو چي تر ډېره حده پوري کامیابه هم دي،

 

مسلمانان بايد دې اړخ ته خپله پاملرنه زياته کړي او د جديدو وسائلو څخه د اصلاح دپاره کار واخلي، ولي چي یوه احصائیه چي په (۲۰۱۰)م کښي تر سره سوې ښیي، چی په دنیا کي (۲۳,۶) فیصده انسانان انټرنیټ کاروي، چي تقریبا د دنیا درېیمي حصې ته رسیږي او یوه بله احصائیه، چی په (۲۰۱۴)م کي ترسره سوې ده، ښیي چي په افغانستان کښي تقریبا (۴۰۰۵۴۱۴)کسان انټرنټ استعمالوي (internet world status).

 

 له همدې امله هر مسلمان داعي ته په کار ده، چي دخپل علم او قدرت له سته وسائلو څخه د ټولني د اصلاح له پاره کار واخلي، ځکه چي هر مسلمان د خپل علم او قدرت مطابق په دعوت کولو باندي مکلف دی، او هم دا لار (دعوت کول ) د کامیابۍ او د الله  جل جلاله  د رضا د حاصلولو، همېشني او دوامداره ثواب او اجر سبب دی، الله عزوجل په قرآن کريم کي فرمايلي دي:

 

(كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ مِنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُون.) (آل عمران :۱۱۰) 
 ژباړه : (اى محمدي امته!) تاسي خير امت ياست، چي د خلکو د پاره ايستل سوي دي، چي حکم کوئ تاسو (هر چا ته) په معروف (نيکۍ) سره اومنع کوئ تاسو (هر څوک) له منکر (بدۍ) څخه او ايمان لرئ په الله باندي (په دوام او ثبات سره )؛ او که ايمان راوړى واى اهل کتابو ( په قرآن او محمد  صلي الله علیه وسلم  نو) خامخابه (دا ايمان) دوى لره خير وو ؛ ځيني له دوى څخه مؤمنان دي او زيات د دوى فاسقان دي.

 

 (وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ بِالمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ) [ آل عمران: 104]
په تاسو کښي باید څه خلک هرومرو داسي وي چي د نیکۍ لوري ته بلنه وکړي، په ښو امر وکړي او له بدو منع وکړي او همدا کسان بريالي دي.

 

 [لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا... ] (سورة البقرة: 286)
يعني: الله هیڅ نفس ته دهغه له وسي څخه پورته مسؤلیت نه متوجه کوي.

عن ابی هریرة  رضي الله عنه  ان رسول الله  صلي الله علیه وسلم  قال

(( من دعا الی هدی کان له من الاجر مثل اجور من تبعه لا ینقص ذلک من اجور هم شیئا ومن دعا الی ضلاله کان علیه من الاثم مثل آثام من تبعه لا ینقص ذلک من آثامهم شیئا)) رواه مسلم.

 

ابو هریره  رضي الله عنه  روایت کوي، چی رسول الله  صلي الله علیه وسلم  وفرمایل: څوک چي خلک یو ښه کار ته راوبولي ددغه دعوت کوونکي دپاره هغونه اجر او ثواب دی، لکه د کوونکی دپاره چي وي بېله دې چي د کوونکي ثواب او اجر کم سي او څو ک چي خلک ګمراهي (بدو کارو ته) ته را وبولي، نو دده هم هغونه ګناه سوه، لکه د هغه کوونکي چي څونه ګناه ده بېله دې چي د هغه کوونکي له ګناه څخه څه شی کم سي. 

 

د مثال په ډول: موږ کولای سو، چي د انټرنيټ د ځینو سايټونو څخه د اصلاح او دعوت دپاره کار واخلو، که موږ کله ځيني غلط عادتونه، رواجونه غیر اسلامي او غیر اخلاقي اعمال ووینو، نو کولای سو، چي هغه په ډېره اسانه اوښه طریقه سره اصلاح کړو، د هغه کار د نواقصو او خطراتو په واضح کولو او د اصلاحي لیکنو د ليکلو او خپرولو له لاري موږ کولای سو، چي خپل دیني مسؤولیت ادا کړو او ابدي خیر ترلاسه کړو.

 

د دې وسائلو یو ښه والی دادی، چي استعمال ئې ډېر اسانه او ژر زده کیږی، ددې وسائلو په شتون سره د هر مسلمان دیني او ایماني مسؤولیت هم زیاتیږي چي باید هرومرو لازمه استفاده ځني واخلي او مفسدینو ته د دې فرصت ور نه کول سي، چی د افساد دپاره کار ځني واخلي.

 

یادونه :
په دې کي هيڅ شک نسته، چي انټرنيټ زیاتي فايدې لري، خو د دې تر څنګ ډېر زیات تاوانونه او سلبیات هم لري، چي باید هر مسلمان ورور ورته متوجه سي او که ورته متوجه نه سي، نو الله عزوجل  مه کړه، چی دنیوي او اخروي تاوان او زیان سره به مخ سی.

 

 د انټرنيټ مهم تاوانونه:

 ۱- د وخت ضايع کول.
 ۲- د بدو او نا اهلو سره ملګرتیا جوړېدل.
 ۳- د ناپوهۍ او کم علمۍ په وجه پر غلطو معلوماتو پېښېدل، لکه: دعقايدو انحراف، کفر او بدعات.
۴- د فرضي عباداتو تأخیر او یا بیخي نه کول، لکه: لمونځ.
۵- د لټۍ او ټمبلۍ مهم سبب دی.
۶- په بې ګناه خلګو پسي ناحقه تبلیغات کول.
۷- درواغ نشرول.
۸- د نورو خلکو د نامه څخه سوء استفاده کول.
۹- غیر اخلاقي او بې فايدې شیان نشرول.
۱۰- په ځوانانو کي تعصب او قوم ( طائفه ) پرستي نشرول.
۱۱- بد او بې کاره عادات او رواجونه زده کول.
۱۲- د کفري او الحادي افکارو څخه متاثره کېدل.
۱۳- د ځیني ناروغیو سبب جوړېدل.
 ۱۴- انسان د ټولنیز ‌ژوند څخه ليري کوي.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰ ګڼه

سرته