تازه سرليکونه
د (نوي مسلمانان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غیر مکې د خلګو ایمان قبلول
  تعلیم الاسلام
  December 20, 2017
  0

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

هغه کسان چي د اهلِ مکې څخه نه وه او مسلمانان سوي دي

 

لکه څرنګه چي د مخه مو درته و ويل: چي رسول الله ﷺ پر قبيلو او پر ډلو اسلام عرضاوه، دغه رنګه يې افراد او اشخاص هم و اسلام ته دعوتول او د ځينو اشخاصو څخه يې ښه او معقول رَد يا مثبت جواب حاصل کړى دى چي ايمان يې راوړى او اسلام يې قبول کړى دى.

 

 د دغه حج تر موسم لږ  وروسته څو نفرو په انفرادي ډول سره ايمان را وړى دى چي اوس به د هغو څو نفرو قصې او د اسلام را وړلو حالات درته بيان سي.

 

۱- سُوَيد بن صامت چي شاعر، پوه او هوښيار سړئ ؤ د عربو د مشرانو، د یثرِب اوسېدونکى او د أوس د قبيلې څخه ؤ، د ده قوم و ده ته دکامل په نامه سره ويل، ځکه عاقل، په بدن قوي، شاعر، د شرف او نسب خاوند ؤ، دغه سوید مکې مکرمې ته د حج يا عمرې دپاره راغلى ؤ،  رسول الله ﷺ ور سره کښېنستى او ويل: يا سُوَيد! زما سره يو څه ښې او ښايسته خبري سته وايې وره، سويد و ويل: نه غواړم چي وايې ورم ځکه زما سره تر هغو خبرو چي ستا سره دي ښې خبري سته، قانون خو دا ؤ چي رسول الله ﷺ ورته ويلي واى: چي يو وار يې واوره بيا حکم وکړه، مګر يا! رسول الله ﷺ د ښو اخلاقو خاوند ؤ ويل: ښه هغه ستا خبري را باندي واوروه، څرنګه چي ستا سره زما ترخبرو ښې خبري سته را باندي وايې وره، سويد هم شروع سو د لقمانِ حکيم حکمتونه او نصيحتونه ورته وايي.


 
اوس نو لقمانِ حکيم څوک وايي: نبي دى څوک وايي: نه دى، خو په دې کي شک نسته چي لقمان حکيم د مسلمانانو د اديبانو، حکيمانو او علماوو څخه دى او الله جل جلاله  په قرآن مجيد کي ذکر کړى دى حتّْی يو پوره سورة يې د لقمان په نامه سره مسمّْى کړى او بللی دى، کوم نصيحتونه چي لقمان حکيم خپل زوى ته کړي دي، الله جل جلاله هغه د ده نصيحتونه داسي طريقه ګرځولې ده چي خلك بايد د هغو متابعت وکړي. 

 

دغه سُويد بن صامت د لقمان حکیم يو کتاب پيدا کړى ؤ، چي په هغه کي د لقمان د طرفه و خپل زوى ته نصيحتونه وه او هغه کتاب يې په ياد کړى ؤ.

 

 وروڼو! د لقمان حكيم نصيحتونه و خپل زوى ته پر دوه قسمه دي چي يو قسم يې يواځي په توحيد او د الله جل جلاله په وحدانيت کي دي چي مثال يې دغه آيات شريف دى کوم چي الله عزوجل فرمايي:

 

وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ يَا بُنَيَّ لَا تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ (۱۳) 

يعني: يا محمّد! ﷺ هغه وخت در په ياد کړه چي لقمان خپل زوى ته په داسي حال کي و ويل چي نصيحت يې ورته کاوه: اې زما زويه! الله لره هيڅوک مه شريکوه، بېشکه چي شرک ډير لوى ظلم دى او داسي نور هم د توحید په باره کي ډير نصيحتونه لري چي موږ يې دغه يو د مثال پر قسم ذکر کړى. 

 

او بل قسم نصيحتونه يې په ادب او اخلاقو کي دي چي مثال يې دغه آيات شريف دى کوم چي الله جل جلاله فرمايي: 

 

وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ (۱۸)

دا هم د لقمان حکیم نصیحت دی چي خپل زوی ته وايي: او خلكو ته په کبر او غرور سره مه ګوره او په مځکه کي په ناز او نخرو سره تګ مه کوه، بېشکه چي الله هر کبرجن او فخر کونکى نه خوښوي. 

 

داسي نور هم ډير مثالونه سته، مقصد دا چي د لقمان نصيحتونه هم په توحيد کي وه او هم په اخلاقو کي، مګر خلكو هغه نصيحتونه په يادول او استعمالول کوم چي په ادب او اخلاقو کي وه، د توحيد او عقيدې نصيحتونه يې پرې ايښي وه، د سُويد سره هم د لقمان حكيم هغه نصيحتونه موجود وه چي يواځي د اخلاقو او ادب په باره کي وه، اوس نو بيا دغه نصيحتونه بشري او انساني خبري وې د انسانانو په لهجه او اصطلاح سره وې د الْهي کلام اعجاز نه ؤ پکښي موجود، مګر الله جل جلاله که په قرآن مجيد کي د يوه انسان خبري را نقلوي او بيانوي بيا يې هم لفظ او لهجه د الْهي کلام وي اعجاز پکښي موجود وي، مثلاً الله عزوجل په قرآن مجيد کي هغه خبري را ته بيانوي چي ميږي کړي دي، خو لفظ او لهجه يې هغه د ميږي د خبرو نه ده بلکه الْهي لهجه ده، معجز کلام او اعجاز پکښي موجود دی، د سويد سره هم د لقمان حکيم كلام او نصيحتونه موجود وه مګر د بشر په لهجه او اصطلاح سره وه، هغه اعجاز چي په کلام الله کي موجود دى د هغه څخه خالي وه. 

 

کوم وخت چي سُويد د خپلو خبرو څخه فارغه سو رسول الله ﷺ ورته و ويل:

دا ښې خبري وې مګر زما سره تر دغه ښې او بهتره خبري سته، عيناً هغه خبره يې ورته وکړه چي په اول کي سويد و ده ﷺ ته کړې وه، سُويد په تعجب کي سو د اول وار دپاره يو څوک ورته وايي چي زما سره تر دغه بهتري خبري سته، په پخوا کي عادت داسي ؤ چي يو چا به د لقمان خبري واورېدې دا يې نه سواى ويلاى چي زما سره تر دغه ښې خبري سته، بيا نو رسول الله ﷺ کلام الله ورته و وايه، د قرآن مجيد آياتونه يې ورته تلاوت کړه، کوم وخت چي رسول الله ﷺ د آياتو د ويلو څخه فارغه سو سُويد و ويل: دا ښې خبري وې او دا جمله يې نه کړه پر  زياته چي زما سره تر دغه ښې خبري سته، مګر پر دغه سر بېره يې هم په دغه وخت کي ايمان را نه وړى، خو بيا په وروسته کي چي اسلام مدينې منورې ته داخل سو سويد هم مسلمان سو او د رسول الله ﷺ تر هجرت د مخه وفات سو، څوک وايي چي د بُعاث په جنګ کي د خزرج د قبيلې د  طرفه و وژل سو او قوم به يې ويل: سُويد مسلمان و وژل سو.

 

ماخذ: د سرور کائنات  ژوند

 

سرته