تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: ابراهیم علیه السلام او کعبه (۴)
  تعلیم الاسلام راډیو
  December 21, 2017
  0

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


اوس نو کېدلاى سي چي دغه پاک تاريخ د محمّد مصطفْی  صلی الله علیه وسلم  د پيدايښت څخه را شروع کړو مګر ما دا ښه وبلل چي تر دغه پاک ميلاد د دمخه څخه را شروع سي، دپاره د دې چي دا را معلومه سي چي د دغه لار ښوونکي نور تر را تګ د مخه د عربو ژوند او تاريخ څنګه او څه ډول ؤ او  بيا د وحيو په راتګ سره څنګه سو؟ هغه تغير چي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د رسالت په واسطه يواځي په جزيرة العرب کي نه بلکه په ټول عالم کي راغلى دى لوى او مهم تغير دى، خو انسان ته دا فرق تر هغو نه سي معلومېدلاى ترڅو د دغه پاک سيرت معلومات ورته و نه سي.


حضرت ابراهیم علیه السلام او کعبه شریفه
او شروع هم ډيره سخته ده، نه پوهېږم چي د کوم ځاى څخه يې را شروع کړم ځکه تر اسلام د مخه د عربو تاريخ ډير اوږد او لوى تاريخ دى. خو ما دا ښه وبلل چي د هغه ځاى څخه شروع وکړم، کوم چي الله عزوجل  خپل معزز پيغمبر ابراهيم علیه السلام امر کړى چي خپله ښځه هاجَر رضی الله عنها  او د دې هغه کوچنئ د تي زوى اسماعيل علیه السلام  بوزه او په مکه مکرمه کي يې پريږده،

چي دغه مکه بېله اوبو او بېله زراعته د تورو او لويو غرو په منځ کي يوه خالي ډبرينه شېله ده او هغه وخت کعبه شريفه هم نه وه جوړه سوې، ځکه کعبه شريفه بيا په وروسته کي ابراهيم علیه السلام او د ده زوی اسماعیل علیه السلام جوړه کړل.


نو دغه شېله چي نوم يې مکه يا بکه دى يوه خالي شېله وه چي نه هلته انسانان وه او نه د انسانانو د ژوند کولو شرايط موجود وه، هلته نه اوبه وې نه زراعت، نه کلى ؤ نه کور، فقط غرونه او ډبري دي، نو د الله جل جلاله  په امر ابراهيم علیه السلام  د خپلي ښځي او کوچني زوى سره د فلسطين څخه و مکې مکرمې ته راغلى او  هلته يې د بيت الله الحرام د مځکي سره خپله زوجه هاجَر او خپل کوچنئ زوى اسماعيل علیه السلام  پر وچ دښت پرېښوول او دئ رهي سو،

 

هاجر رضی الله عنها  په تعجب کي سوه چي موږ څنګه دلته پريږدي؟ دلته خو نه اوبه سته نه خورک، نه انسانان سته نه زراعت، نه کلى سته نه کور او  زما سره دغه کوچنئ د تي هلک هم را سره دى، نو يې پسي ور ږغ کړل:


موږ څنګه دلته پريږدې؟ ابراهيم علیه السلام  هيڅ ږغ و نه کړى، دې بيا پوښتنه ځني وکړه او ده علیه السلام  ږغ نه کاوه، خو په  آخر کي دې پوښتنه ځني وکړه:

آيا الله جل جلاله  امرکړى يې چي موږ دلته پرېږده؟ ابراهيم علیه السلام  و ويل: هـو، دلته نو هاجر علیها السلام  د هغه واقعي مسلماني پر قِسم چي اعتماد او توکل يې يواځي پر الله جل جلاله  وي په پوره يقين سره و ويل: الله مو نه ضايع کوي، څرنګه چي دا د الله جل جلاله  امر دى او الله عزوجل  پر خپلو بندګانو رؤف او رحيم دى نو بېله تشويشه او شکايته کښېنستل او ابراهيم علیه السلام رهي سو.


د زمزم اوبه پیدا کول !
تاسي ته خو هغه مشهوره قصه در معلومه ده، کوم وخت چي د هاجر علیها السلام  سره هغه موجودي اوبه کومي چي ابراهيم علیه السلام  ور پرې ايښي وې خلاصي سوې نو دا د اوبو د پيدا کولو دپاره ولاړه سوه چي يا به دلته اوبه پيدا کړم يا به يو څوک و وينم او خپل زوى يې د دغه اوسني زَمزَم د څا د منطقې سره پرېښاوه چي البته هغه وخت نه څا ؤ نه اوبه، خو دا د صفا و غونډۍ ته وختل او بيا د مروا غونډۍ ته ولاړل، دغه د اوبو په طلب کي يې اووه واره د صفا او مروا په منځ کي تګ او را تګ وکړى.


دغه د دې تګ او را تګ زموږ په دين کي د حج کونکو او عمره کونکو دپاره ديني شعار وګرځېدى او دا د دغه مومني ښځي ياد دى، اسلام و مومني ښځي ته دغه اندازه شرف ورکړى دى چي د قيامت تر ورځي به نه هېريږي، بي بي هاجر علیها السلام  په دغه تګ او راتګ مشغوله وه چي هلته جبريل علیه السلام  د اسماعيل علیه السلام  د پښو سره د الله عزوجل  په امر دغه مځکه چي اوس هلته د زَمزَم څا دى په خپل وزر و وهل مځکه وچاودل او اوبه ځني را و وتې.


دا د زَمزَم د ښکاره کېدلو شروع او ابتداء ده او دلته په دغو غرو کي د اول وار دپاره اوبه پيداسوې، خو دغه واقعه هغه وخت پيښه سوه چي په دغه وخت کي هلته په يمن کي د اوبو يو ډير لوى بند چي (سدِّ مآرب) ورته ويل کيده نړېدلى ؤ.
تاسي ته معلومه ده چي انسانان هميشه په هغو ځايو کي اوسيږي کوم چي هلته اوبه وي او  دغه سدِمآرب،

 

يا د اوبو بند، په يمن کي ډير لوى او عظيم بند ؤ او د دغه بند پر شا وخوا ډير انسانان اوسېدل چي دغه انسانان هم ټول عرب وه، ځکه د عربو اصلي وطن او ځاى يواځي او يواځي يمن دى بيله هغه کوچي عربو څخه چي يوه او بل طرف ته به تلل نور نو ټول عرب يواځي په يمن کي وه بل ځاى نه اوسېدل، نو ځکه د اصلي عربو اصلي وطن يواځي يمن دى.
او بيا د هغه ځاى څخه د دغه بند د نړېدلو په سبب چي اوبه وركي او نېستي سوې عربو يوې او بلي خوا ته کوچ وکړى او سره و پاشل سوه.


نور بیا...
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته