تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسراء او معراج: په بیت المقدس کي د انبیاؤ اجتماع
  تعلیم الاسلام راډیو
  December 25, 2017
  0
لیکنه                            / تعلیم الاسلام ویب پاڼه  
 
 
د إسراء او معراج واقعه
 
د مخه تردې چي د واقعې په تفصيل شروع وسي اول به د إسراء او معراج ترجمه درته بيان سي: 
 
د علماوو په اصطلاح د مکې مکرمې څخه تر بيت المقدسه پوري دغه سفر او تللو ته إسراء ويل کيږي او بيا د هغه ځايه څخه تر سِدرةُ المُنتهْی پوري تګ او سياحت ته معراج ويل کيږي او ځيني وختونه که يو هم ياد سي، مثلاً يواځي إسراء يا يواځي معراج و ويل سي دغه دواړه سفرونه ځني مراد او مقصد دي.
 
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه مرحله کي دى چي دعوت يې د کاميابۍ او تکاليفو په منځ کي رهي دى او په ډيرو ليرو  آفاقو کي د اميد ضعيفه  ستوري ورته ځلېدل چي د إسراء او معراج واقعه پېښه سوه، الله جل جلاله  په دغه واقعه سره خپل رسول معزز او مکرم کړی او زړه يې نور هم ور آرام کړی. 
 
 
د معراج د وخت او تاريخ په تعينولو او معلومولو کي څو مختلف قولونه سته: 
 
۱ - څوک وايي: چي إسراء او معراج د نبوت په اول کال کي وه چي دغه قول امام طبري اختيار کړى دى. 
 
۲ - څوک وايي: چي دغه واقعه تر بعثت پنځه کاله وروسته وه چي امام نووي او امام قُرطبي و دغه قول ته ترجيح ورکوي. 
 
۳ - څوک وايي: چي إسراء او معراج د بعثت د لسم کال د رجب د مياشتي د اوه ويشتم په شپه وه چي دا قول علامه منصور پوري اختيار کړى دى. 
 
۴ - څوک وايي: چي د معراج واقعه شپاړس مياشتي تر هجرت د مخه وه، يعني: د بعثت د دوولسم کال د روژې په مياشت کي وه. 
 
۵ - څوک وايي: چي يو کال او دوې مياشتي تر هجرت د مخه وه، يعني د بعثت د ديارلسم کال د محرم په مياشت کي وه. 
 
۶ - څوک وايي: چي تر هجرت يو کال د مخه وه، يعني: د بعثت د ديارلسم کال د ربيع الاول په مياشت کي وه. 
 
اول درې قوله خو په دې سبب نه دي صحي چي خديجه رضی الله عنها  د بعثت د لسم کال د روژې په مياشت کي وفات سوه او د دې رضی الله عنها  وفات د مخه تر هغه ؤ چي پنځه لمنځونه فرض سي او په دې کي د علماوو هيڅ اختلاف نسته چي پنځه لمنځونه د معراج په شپه فرض سوه، نو معلومه خبره ده چي معراج د دې تر وفات او د بعثت تر لسم کال وروسته دى، پاته سوه درې آخر قولونه د هغو په باره کي داسي دليل نسته چي يو قول دي تر هغه نورو راجح او افضله کړي، خو فقط د آيات شريف سياق پر دې دلالت کوي چي إسراء او معراج ډير وروسته پېښ سوي دي. 
 
معراج د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ژوند کي ډېره لويه او مهمه واقعه ده.
 
 معراج زموږ په دين او اسلام کي لويه او عجيبه واقعه ده او دغه معراج د دې سبب دى چي موږ بيت المقدس مُقدس بولو او د بيت المقدس په باره کي د الله عزوجل  دا قول نازل سوى دى چي د سورة بني اسرائيل يا الإسراء په شروع کي فرمايي:
 
سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ (1)
يعني: پاکي ده هغه ذات لره چي خپل بنده محمّد صلی الله علیه وسلم  يې د شپې په يوه حصه کي د مسجد الحرام څخه تر مسجد الاقصا پوري بېولى ؤ، هغه مسجد الاقصا چي موږ د هغه شا وخوا برکتناکه کړې ده، د څه شي دپاره يې بېولى ؤ؟ چي موږ دغه محمّد صلی الله علیه وسلم  ته د خپل قدرت ځيني دلائل او علامې وښيو، يا ور ښکاره کړو، بېشکه چي دغه الله ښه اورېدونکى  او ښه ليدونکى دى، هر څه اوري او پټ اسرار هم ورته ښکاره دي.
 
 وروڼو! بيت المقدس مبارکه مځکه ده، مځکه څنګه مبارکه او مشرفه کيږي؟
 
شرف او برکت د الله عزوجل  د طرفه وي، الله جل جلاله  يې مبارک کوي او په دغه آيات شريف کي الله جل جلاله  بيت المقدس مبارک بللى دى ځکه فرمايي: 
 
﴿ اَلذِي بْرَکنَا حَولَهُ﴾  يعني: هغه چي موږ د هغه شا وخوا مبارکه کړې ده. 
 
د مکې څخه د سفر پیل
 
او دغه رنګه الله جل جلاله  مکه مکرمه او مدينه منوره مبارک کړي دي، نو دغه د معراج په شپه جبريل علیه السلام  و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راغلى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د کعبې شريفي د حطيم سره بيده ؤ، که څه هم ځيني علماء وايي: إ
 
سراء او معراج د اُم هاني  د کور څخه وه مګر دا حديث په بخاري شريف کي صحي حديث دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دکعبې شريفي د حطيم سره بيده ؤ او جبريل علیه السلام  ورته راغلى را ويښ يې کړی چي هغه لوى سفر، د إسراء او معراج سفر شروع کړي او د جبريل علیه السلام سره يو حيوان ور سره ؤ،
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: دغه حيوان تر خره لوى او تر غاطري يا قچري کوچنئ ؤ، دا خو د دغه حيوان د جسم يا بدن اندازه وه، مګر تعجب يې په تېزوالي کي ؤ، يو غورځېدل يې د سترګو د لیدني پر اندازه وه، سرعت او چابکي يې تر تصور زيات وه. 
 
کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم را ويښ سو جبريل علیه السلام  ورته و ويل: پر دغه بُراق سپور سه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  سپور سو او بُراق د بيت المقدس و طرف ته حرکت وکړی، په لږ وخت کي بيت المقدس ته ورسېدى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و مسجد اقصا ته ور داخل سو هلته يې يوه عجيبه اجتماع وليدل، الله  جل جلاله  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دپاره ټول انبياء او رسُولان را جمعه کړي او يو ځاى کړي وه.
 
د ټولو انبیاؤ علیهم السلام اجتماع
 
 علماء کرام د انبياء او رسُولانو په عدد او شمېر کي مختلف قولونه لري څوک د ټولو انبياء او رسُولانو  علیهم السلام  شمېر يو لک څلير ويشت زره زيات او کم پکښې بولي، څوک وايي:
 
د رسُولانو عدد درې سوه دى او د انبياوو عدد څليرويشت زره دى، نور قولونه هم سته، مقصد دا چه په دغه مبارکه شپه الله جل جلاله  ټول انبياء او رسُلان علیهم السلام  په دغه لويه او مبارکه ټولنه او اجتماع کي را جمعه کړي وه، ابراهيم، نوح، موسْى، عيسْى علیهم السلام ، ټول انبياء او رسولان په مسجد الاقصا کي سره يو ځاى سوي وه. 
 
د مځکي پر مخ کوم ځاى دى چي د ټولو انبياء علیهم السلام  په اجتماع دي مشرف سوى وي؟ بېله بيت المَقدِس او بېله مکې مکرمې څخه بل ځاى نسته، کعبې شريفي ته ټول انبياء د حج دپاره راغلي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: 
«اَلأنبِياءُ قَد حَجُوا بَيتَ اللهِ الحرام» يعني:
ټولو انبياء علیهم السلام  د بيت الله الحرام حج کړى دى او بيت المَقدِس هم هغه ځاى دى چي ټول انبياء په دغه شپه دلته سره جمعه سوي دي چي دغه اجتماع بيا هيڅ وخت او په ټول تاريخ کي نه ده تکرار سوې او د بل وار دپاره په هيڅ ځاى کي ټول انبياء نه دي سره جمعه سوي،
بېله مسجد اقصا څخه او دغه ټول انبياء او رسُولان علیهم السلام  د سيد البشر، سرور کائنات، فخر موجودات، جنابِ رسولُ الله، محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم  و استقبال او ښه راغلي ته راغلي وه، انسان د دغه مبارک منظر او مشهد خيال او تصور هم نه سي کولاى، ټول انبياء او رسُولان و سرور  کائنات،
سردار کونين صلی الله علیه وسلم  ته راغلي دي، صف صف، قطار قطار، ولاړ دي او ښه راغلئ ورته وايي، دا څومره مبارکه او د نوره ډکه اجتماع ده.
 
بَلَغَ العُلْى بِکَمَالِهِ
حَسُنَت جَميِعُ خِصَالِهِ
کَشَفَ الدّجْى بِجَمَالِهِ
صَلّوا عَلَيه وَآلِهِ
 
 
چي غم ديوار  امت را که دارد  چون تو  پشتيبان
چه باک از موج بحر آن را که باشد نوح کشتيبان
 
 
بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه ټولو انبياوو امامت کوي، و دغو ټولو انبياء علیهم السلام  ته سيد د اولين او آخرين، سيد البشر محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم  لمونځ ورکوي، دا هغه لوى، عظيم او لوړ شرف دى، تر دې به بل شرف چيري وي چي د اُمتو د امامانو امام دي سي.
 
امام رُسل پيشوائی سبيل
أمين خدا مهبط جبريل
 
او همدارنګه د قيامت په ورځ چي د هر امت څخه شاهد را وستل سي يعني: د هر امت نبي به پرخپل امت شاهد وي او محمّد صلی الله علیه وسلم  به بيا پر هغه انبياوو شاهد وي، دا هم د خيرالبشر محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم  عزت او کرامت دى، دا اجتماع او ټولنه هغه لويه او معظمه اجتماع او ټولنه وه. 
 
په دې اجتماع کي و انبياء علیهم السلام   ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  لمونځ او امامت ؤ چي دا کار بيا د اسلام په تاريخ کي نه دى مکرر سوى، کوم  وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لمانځه څخه فارغه سو جبريل علیه السلام  دوه لوښي يا دوه ګيلاسه ورته را وړل چي په يوه کي شيدې او په بل کي شراب وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه د شيدو لوښى واخستى، جبريل علیه السلام  ورته و ويل:
 
و سمي لاري ته لار ښوونه او هدايت درته سوى دى، يعني: دا چه شراب  دي نه واخستل، الله جل جلاله   سمه لار درښوولې ده او امت دي هم و سمي لاري ته را بللى دى، په دغه خبره کي د جبريل علیه السلام  د طرفه و دې ته اوله اشاره ده چي شراب بد او خبيث شئ دي، که څه هم تر دغه وخته په اسلام کي شراب نه وه منعه سوي خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  هيڅکله نه شراب څښلي وه او نه يې څښلي دي، نه د مخه تر بعثت او نه وروسته تر بعثت.  
 
معراج ته سفر
 
تر لمانځه او د انبياء علیهم السلام  تر ملاقات وروسته معراج را وړل سو، د معراج وصف او تعريف و موږ ته نه دى سوى، هلته په کتابو کي هم صحي تعريف او صحي دليل نسته چي معراج څه شي دى؟ بېله دې څخه چي عرب د معراج لفظ د ځِنې دپاره استعمالوي يعني: عرب و ځِنې ته معراج وايي،  نو معراج يو قسم ځِنه ده،
 
خو که دلته معراج د ځِنې په معنْی سره سي نو داسي ځِنه ده چي بشر يې نه پيژني، يوه خاصه ځِنه ده چي د هغه په حقيقت بشر نه پوهيږي او نه پوهېدلاى سي، نو دغه معراج چي د هغه حقيقت موږ ته نه را معلوميږي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته کښېښوول سو. 
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه عجيبه او غريبه ځِنه کي وَخَتَى چي په څو لحظو کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و اول آسمان ته ورسېدى، دغه مسافې چي تر قياس لوړي او تر حساب تيري دي په څو لحظو کي طئ سوې. 
 
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

سرته