تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د علم فلک (فلکیات) ضرورت او اهمیت
  تعلیم الاسلام
  December 24, 2017
  0


لیکنه: مفتي احسان الله/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


انساني فطرت و ، چې د پخوا زماني نه يې د هغو کایناتو د راز د پلټنو هڅي کولي، کوم چې تر اوسه يې نه پیږندل ، انسان چې د کایناتو په اړه څومره معلومات هم تر لاسه کړي پر هغو يې بسنه نده کړې ، بلکې نور لا هم هڅانده او لالهاند دی ، تر څو ځان د کایناتو د راز تل ته ورسوي ، له کوم وخته چې انسان هوش سنبال کړی بیا تر نن ( د ټکنالوژي تر عصره ) پوري مسلسل د جدیدو اجاداتو او معلوماتو په لټه کي بې تاب دی ، تر څو چي انسان کوشش کوي، نوي نوي اجادات او معلومات تر لاسه کوي ، نور لا دې نتیجې ته نیږدېکيږي چي د دې ټولو کایناتو تر شا د یو داسي هستۍ راز مضمر دی ، چي تر هرڅه بالا تر دی.


علم فلک ( Astronomy ) یو له هغو علمونو نه دی ، چې په مختلفو پړاوو کې له ډیر پخوا انسان ورسره اشنا او کار يي تیرې اخیستی ، له کله چي پر اسمان د انسان سترګي لګيدلې ، له هغه وخته انسان د علم فلک اړتیا حس کړې .


بیا چې کله د مسلمانانو دور راغلی ، هلته دوخت خلفاو نور هم دې علم ته توجه زیاته کړه ، ځکه چي اسلامي شعائر : لکه لمونځ ، روژه ، حج ، زکاة او نور ډیر عبادتونه د علم فلک سره په یو نه بله نوعه اړه لري، له دېنه علاوه نور عوامل هم موجود دي ، چي انسان په یو نه بل ډول علم فلک ته اړ باسي .


نو ځکه مسلمان فلک پوهانو علم فلک ته ډیر اهمیت ورکړ ، کتابونه يي پري ولیکل ، د نورو ژبونه نه يي عربي ته ډیری مواد وژباړل ، او ښه اختراعات يي په کې وکړل ، نوي قوانین ، اصول او ضوابط يي وضع کړل ، ډیری ستوري او د هغوی خواص يي کشف کړل .


په ۱۳۲ هـ = ۷۵۰م کې چې کله د عباسیانو دور وو ، خلیفه هارون رشید د خپل خلافت په وخت کي د بیت الحکمة په نامه په بغداد کي یو لوی کتابتون جوړ کړ ، په دې کتابتون کي يي د علم تنجیم ، علم فلک ، علم طب ، هندسه ، الآهیات او علم ادب ته ډیره توجه وکړه .


مامون بیا په خپل وخت کي پر هغه بیت الحکمة چې د ده پلار رشید جوړ کړی وو ، دوه سوه زره دیناره پانګونه وکړه ، تر دې پوري چي دا یو علمي مجمع ، مرجع او یو لوی فلکي رصدګاه وګرزيدله .


ابن خلدون لیکي چي اسلامي نړۍ د دې علمي معهد پوره وړې ده . 

 


علم فلک که له یو خوا یو اسلامي اثاثه او زموږ د اسلافو میراث دی ، له بله اړخه په دیني او عصري درسګاهو کې ورته ضرورت یو حقیقت دی ، خو زموږ په ديني مدارسو او عصري مراکزو کې بیا همدومره صرف نظر سوی هم دی ، چې اوس راته د پردیو علم ښکاري ، د اسلافو د پیروي پر بنا مو باید دې علم ته ډیره توجه کړې وای ، نوره ترقي مو ور په برخه کړي وای ، ډیر کار مو پرې کړی وای ، بلا کتابونه مو ورباندي لیکلي وای، خو وینو چې خبره بالعکس ده .


بیا هم په اوسني وخت کي لیدل کیږي چې د ګوتو په شمیر علماو او پوهانو دې علم ته توجه کړې ، په علمي درسګاهو کې کله نا کله لنډمهاله دورې ورباندي کیږي ، له دې سره د تالیف او تصنیف په باب کي هم څه نا څه کتابونه او رسالې ورباندي لیکلې سوې ، خو پښتو ژبه لکه په هره برخه او هر علم کې چې ډیره مسکینه ژبه ده ، همداسي د علم فلک په باب هم له فقره سره مخ ده .


د علم فلک ګټي


علم فلک که په انساني ژوند کي ډیري فایدي لري لكه په کون کي د ډیری هغه کایناتو انکشاف او فهمیدل ، کوم چې انسان ورته اړتیا لري ، او په فضا کې د ټولو هغو تغیرات ځان ته معلومول چی پر انساني ژوندانه اغیز لري .


خو په ایماني او عقیدوي لحاظ هم ډیر اړین او مفید علم دی ، الله رب العزت فرمايي:
 ﴿ أَوَلَمْ يَنْظُرُوا فِي مَلَكُوتِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ﴾ [الأعراف: ۱۸۵] 

له [ملکوت السماوات] نه لمر، سپږمۍ، ستوري، ورېځي او کهکشانونه مراد دي، له [الأرض] نه بیا په زمکه کې د الله د قدرت نښې لکه دریابونه، غرونه، حیوانات ، وني او داسي نور هغه مختلف شیان چې په زمکه کې موجود دي ترینه مراد دي.

 

په روښتیا هم چي کله یو ځل د انسان اښنايي له علم فلک سره راسي ، هلته به يي د الله پر وحدانیت ، قدرت او حکمت عقیده نوره هم مضبوطه او پخه سي . که د علم فلک غرض یوازي د عقیدي مضبوطول او د خالق کاینات پیژندل وبولو ، هم  بې ځایه به نه وي ، بل لا دا چې علم فلک یو ډیر جالب او خوږ علم دی ، که یو ځل څوک ورسره ملګری سي ، بیا به تري نه جلا نسي .


د شام مشهور فلکدان محمد البتاني رحمه الله (زوکړه: ۸۵۸ م . مړینه : ۹۲۹ م ) د علم فلک په باره کې داسي وايې : علم فلک د ډیرو ښو علومو د جملي نه یو علم دی ، او ډیر ښایسته علم دی ، زړه ته زیات نیږدي دی ، نفس ته ډیر خوږ دی ، د فکر د تازګي لپاره تر ټولو غوره علم دی ، د فهم د صفايي او د عقل د تمرین لپاره بیا یوه ښه اله ده .

 

سرته