تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د علم فلک اغاز او ارتقا !
  تعلیم الاسلام
  December 31, 2017
  0

مفتي احسان الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

کله چې انسان پرزمکه میشت سو ، تر هر څه وړاندي له یو منظم او مرتب فلکي نظام سره مخ سو ، د لمر سپږمۍ سیارو او ستورو له حرکاتو او ګردش سره اشنا سو ، همیشه به لمر سهار مالي د شرق له خوا راخوت ، له دې سره به ورځ هم پیلېده ، او ماښام به د غرب پر اوفق لوېدی ، ورسره به شپه پیل سوه ، دا لمر و ، چې د شپي او ورځي تر منځ يي بیلوالی راووست ، په شپه کي به انسان ډیری ستوري او سیارې لېدلې ، سپږمۍ به په مختلفو شکلونو : کله نرمه کله تربیع او که هم پوره ورته ښکارېدله ، بالآخر انسان فکر ته اړ سو ، چې دا منظم نظام د څه لپاره ، او په کوم شکل روان دوان او چا پیدا کړی دی ؟


د دې فکر نتیجه وه ، چې د انسان په ژوندانه کي یو انقلاب راغلی ، شپه او ورځ ، د سفر او حضر حالات ،  د موسم یخوالی- ګرموالی او د زراعت هغه فصلونه يي وپېږندل ، چې د انسان په ژوندانه کي ورته تر هر څه ړومبۍ اړتیا وه .
 


 

تر هر چا اول مصریانو دا خبره ثابته کړه ، چې په یو کال له ۳۶۵ ورځو جوړ دی ، ځینو تاریخ پوهانو ویلي ، چې ۲۵۰۰ کاله وړاندي تر میلاد ، مصریانو دا خبره کړې وه .


د قدیمي زماني اروپایانو بیا د ستورو د حرکاتو د معلومولو لپاره ډیر څه وکړل ، ورسره يي د ریاضي او هندسې نظریه هم وړاندي کړه ، له ډیرو درنو او لویو - لویو ډبرو یې ، لويي لويي رصدګاوي جوړي کړي .


بابلیانو او په ټوله کي د شرق اوسط اوسېدونکو د لمر او سپږمۍ حرکات په ډیر دقت سره وڅارل ، د هر یوه يې ورځنی د غروب او طلوع ځای تعین کړ ، له دې سره يې د خسوف په باره کې هم نظریه وړاندي کړه ، ورځ او شپه يې پر څلیرویښت ساعتو تقسیم کړه .


له دېنه وروسته ارسطو ( ۳۸۴-۳۲۲ ق.م ) د افلاطون مشهور شاکر لا نور زیات کار وکړ ، نړۍ ته يې یو داسي نظریه او فکر وړاندي کړ ، چې ستوري او لېري لېري سیارې په خپله مکمله دائره کي حرکت کوي ، که څه هم دا نظریه د بابلیانو او مصریانو له هغه نظريي سره برابره نه وه ، کومه چې اغریق له تاریخي ارشیفونه نقل کړي وه ، د اغریق نظریه دا وه چې زمکه د کون مرکز دی .


له دې سره ارسطو دا وړاندیز هم وکړ چې په دې نظریه کي باید لا زیات پراخوالی راسي ، په دې فکر کې د وسعت توان هلته پیدا سو ، چې بطلیموس په دوهمه میلادي پیړۍ کې ، نړۍ ته خپل مشهور کتاب "المجسطي" وړاندي کړ .
خو له دې سره بیا هم، په تور دور کي ، د مسیحي ثقافت پیروان په هغه څه ډیر نه پوهېدل ، کوم چې اغریق وړاندي کړي و ، نو ځکه دا ویل بې ځایه نه دي، چې په منځني دور ( قرون وسطی ) کې د اروپایانو فکر بېخي محدود و .


توما الاکویني (Tommaso d'Aquino) (1225 -1274) بیا د ارسطو له فکره څخه  نور مزید کار واخیست ، او د هغه نظریه يې لا فراخي ورکړه ، كه څه هم دا نظریه د بطلیموس د نظريې خلاف وه ، خو بیا هم تر شپاړسمي او اولسمي پیړۍ پوري پر غربي فکر حاوي وه .


د بطلیموس نظریه هم تر یو حده تامه او پوره وه ، نو ځکه د یو واحد نظام پر ځای په نړۍ کې اغریقي او بطلیموسي نظریه خوره وه .


د بطلیموس نظریه دا وه چي زمکه د عالم (کون) مرکز دی، لمر، سپږمۍ. ستوري او سیارې د زمکي شاوخوا حرکت کوي ، او زمکه د خپل ځان پر مرکز یا محور راڅرخي ، زمکه دا دوره په ورځ کي یو ځل پوره کوي ، په نتیجه کي يي ورځ او شپه وجود مومي .


اسلامي فلک پوهان
بطلیموس د یونان یو مشهور فلک پوه عالم و ، د میلاد په دوهمه پيړۍ کې يې زندګي کوله ، د علم فلک پر موضوع يې ، تر ټولو اول د ( المجسطي ) په نامه کتاب ولیکی ، د عباسي خلافت په ړومبۍ پېړۍ کې ، د هجرت نه ۱۰۰ کاله وروسته ، دا کتاب عربي ژبي ته وژباړل سو .


متقدمینو فلک پوهانو د بطلیموس د نظريي پیروي کوله ، تر دې پوري ، چې د اندلس مشهور عالم امام ابو اسحاق ابراهیم بن یحيي الزرقالي ( المتوفی: ۴۷۹هـ = ۱۰۸۹م ) د دې نظريې مخالفت وکړ ، او ویل يې ، چې لمر د کون (عالم یا Cosmos) مرکز دی او زمکه د لمر شاوخوا حرکت کوي ، سپږمۍ بیا پر زمکه را ګرزي ، خو په خلکو کې د بطلیموس نظریه ډیره مشهوره او راسخه وه ، نو ځکه د زرقالي نظریې زیات شهرت ونه موند .

 

 

له دې وروسته وتلي عالم ابو الحسن علاء الدین الانصاري چې په ابن شاطر ( ۷۷۷هـ = ۱۳۷۵م ) سره مشهور و ، هم د زرقالي د نظريې تاید وکړ ، قوي او مضبوط دلایل يې ورباندي وړاندي کړل ، خو بیا هم کله چي د خلکو په اذهانو کې د بطلیموس نظريه ډیره راسخ وه ، نو د زرقالي نظریه دومره مشهوره نه سوه ، د بطلیموس نظریه تقریبا تر څورلسمي میلادي پیړۍ پوري هم د کار وړ پاتي او معمول بها وه .


ابن شاطر د دمشق اوسېدونکی و ، د لمنځو د وختو د تعین لپاره يې ، تر کوبرنیکوس دوه پيړۍ وړاندي د شمسي نظام ساعت اجاد کړ ، او په (الوسیط) نامه سره يې ونوماوی .


کله چي کوبرنیکوس ( Nicolaus Copernicus) ( 949هـ = 1543م ) د زرقالي د نظريې تاید وکړ ، له دې سره دا نظریه ډیره مشهوره سوه ، او په جدیده نظریه سره وپیږندله سوه ، دا نظریه په (کوبرنیکي انقلاب) سره هم یادیږي ، هغه په خپل کتاب کې په دې اعتراف کړی ، چې ده د زرقالي د نظریې پیرويې کړې ، د زرقالي نظریه دا وه چي ویل به يي: لمر د ټولي لمریز غونډاري مرکز دی ، موږ او زموږ زمکه ، د ټولو سیارو سره د لمر شاوخوا حرکت کوي .


د اټالیا د مشهور فکلدان غالیلیو ( Galileo Galilei) ( 1051هـ =  1642م ) د راتګ سره دا نظریه لا نوره مشهوره او مضبوطه سوه ، غالیلیو هغه څوک دی چې په ۱۶۱۰م کې يې په ړومبي ځل په ډیر عالي کیفت سره دوربین (Telescope) اجاد کړ ، ( که څه هم په ۱۶۰۸م کال کې د اول ځل لپاره هانز لیبرشی (Hans Lippershey ) دوربین اجاد کړی و ) خو د غالیلیو هغه د ښه کیفت په وجه مشهور و .


دا نظریه د نني عصر د علماو د مشاهداتو او افکارو بنیاد دی ، تر اوسه هیچا هم څه شک او شبهه نه په کي کړې ، د ترجربو او په علمي مراکزو کې د همدې نظرې مطابق نظام رائج دی .

سرته