تازه سرليکونه
د (علوم الحديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوي احادیثو حجیت
  تعلیم الاسلام راډیو
  January 2, 2018
  0

 

لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


مقدمه 


بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله رب العالمين والصلوة والسلام على سيد المرسلين محمد واله وصحبه ومن تبعهم باحسان الى يوم الدين اما بعد :
دا کتاب (معرفة الحديث  في مصطلح الحديث )  په پښتو ژبه ان شاء الله  تعالى د حديث پېژندني ډير مفيد او ګتور کتاب دى او پر يوه مقدمه  پنځو ابوابو او يوه خاتمه  باندي مشتمل دى . په مقدمه کي  د قراني اياتو او نبوي ارشاداتو په رڼا  کي د مصطلح الحديث پر اهميت او دروايانو  دروايت د قبوليت له پاره  پر لازمو صفاتو او د درواغجنانو له درواغو څخه د ځان ژغورني او د کذابانو په هکله  د رسول الله صلي الله علیه وسلم د خبرداري  او د حديثو پر تعريف، موضوع اوغايه باندي بحث وړاندي کيږي.   


 په اول باب کي د سند د تعداد  له کبله چي حديث پر کومو اقسامو وېشل کيږي. لکه: متواتر ، مشهور، عزيز او غريب د هغه پر تعريف  اونورو اړوندو مسائلو باندي بحث وړاندي کيږي.  
په دوهم باب کي د احادو، د مقبول احاديثو انواع.  لکه:  صحيح  او حسن، لذاته او لغيره او د هر نوع تعريف او په دې هکله به نور اهم  مسائل ذکر کيږي . 

 
 په درېيم باب کي د احادو د مردود خبر انواع. لکه: موضوع، منکر، متروک  او د راويانو هغه صفات چي له امله ئې روايات ردېږي او داسي نور اهم مطالب بيانيږي . 
په څلورم باب کي د احنافو په اند د مشهور، خبر واحد، مسند او مرسل تعريف او حکم او نور مربوطه مسائل ذکر کيږي . 
په پنځم باب کي اسناد او د اسناد له کبله چي حديث پرکومو انواعو وېشل کيږي. لکه: معلق، معضل، منقطع، مرسل  او د اسناد اړونده نور ضروري مسائل بيانيږي.  


په خاتمه کي په اجمالي ډول  د احاديثو مختلف بنيادي فنون او نور مهم  ابحاث وړاندي کيږي. وباالله التوفيق . 

 

د حدیثو حجیت
الله جل جلاله  قران کريم د خلکو دهدايت ا ولارښووني له پاره  پر حضرت محمد  صلی الله علیه وسلم  باندي  ددرويشتوکلونو په مده کي نازل کړى دى څوخلکو ته دهغوى دلارښووني له پاره  ورليږل سوى کتاب  معاني او مفاهيم  بيان کړي   الله جل جلاله فرمايي: 


وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ. (النحل،٤٤) 
 ژباړه  : موږ  قران پرتاباندي نازل کړى دى  څوخلکو ته دهغوى له پاره دورليږ ل سوي کتاب معاني اومفاهيم بيان کړې.   
نبوي احاديث  دقران کريم له پاره  په منزله  دشرحي دى ځکه چي خلکو ته دقران کريم دمقاصدو  اومعناو دتوضيح  او بيانولو وظيفه  اودنده يي  و رسول   صلی الله علیه وسلم  ته ورکول سوې ده  او له همدې کبله ئې قران کريم پر نازل کړى دى .   


 درسول الله صلي الله علیه وسلم اقوال افعال اوتقريرات دقران کريم له پاره په منزله دشرحي دي ځکه بېله  نبوي احاديثو څخه دډيرو اياتونو په مفهوم  اومراد څوک نه سي پوهيدلاى !
 مثلا دلمانځه او زکات په هکله  په متعددو اياتوکي داحکم سوى دى : 


 وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ. ( سورت البقره:ايت، ١١٠)  
ژباړه : تاسي لمونځونه په صحي ډول سره اداکوئ  او زکاتونه ورکوئ.


 دلمانځه  او زکات تفصيلي  بيان لکه دلمانځه درکعتونو تعداد  او دزکات دنصاب مقدار ټول هغه څه دي  چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په خپل فعل او قول باندي بيان کړي دي .  
 که درسول الله  صلی الله علیه وسلم  افعال اواقوال  دلمانځه او د زکات په موردکي نه واى  نو دلمانځه  او زکات  چي دايمان څخه وروسته  داسلام  د مهمو رکنونو څخه دي دحکم پر ځاى کول او په مراد ئې پوهيدل دابهام او اجمال له کبله ګران کار وو . 

 


د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  دهروينا اوقول تکيه اواستناد واسماني وحيوته دى ځکه چي رسول الله صلي الله علیه وسلم د دين په مورد کي هيڅ هم دخپل ځان څخه نه وايي قال تعالى  : 


وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى ، إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى . ( سورت النجم،٤)  
ژباړه :رسول الله   صلی الله علیه وسلم  دخپل ځان څخه بيان نه کوي  هر څه چي وايي هغه ټولي ده ته وحي کيږي .  


نولکه څرنګه چي قران کريم دعقيدي  احکامو او شرعي  ټولو مسائلو له پاره اصل او دليل دى دغه ډول  نبوي احاديث  يعني درسول الله  صلی الله علیه وسلم  قول ،  فعل او تقرير  هم ددين اصل او دليل دى .  
 دقران کريم اونبوي احاديثو  دواړو استناد اوتکيه  ووحيوته  ده البته  قران کريم ته وحي متلو وايي معجز کتاب دى  او په تواتر سره ثابت دى  او نبوي احاديثو ته وحي غير متلو وايي  . 


 ځني يي متواتر خو اکثره يي  احاد يعني ظنيات دي خو دواړه د دين اصل دى . 
 د امت اجماع او قياس که څه هم د دين د څلور ګونو اصولو څخه دي خو د حجيت  او منشاء په اعتبار د دواړو استناد وقران او حديث ته دى.   
 رسول الله  خاتم النبين دى له ده څخه وروسته بل نبي نه مبعوث کيږي  د ده دين اسلام ترقيامت پوري الله جل جلاله  ته  دمنلو  وړ او مرضي دين دى  په بل دين سره نه منسوخ کيږي .   


ماخذ: معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث

سرته