تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قریشو غوښتني، وړاندیزونه او محرومي
  تعلیم الاسلام
  January 7, 2018
  0

لیکنه: مولوي عبدالهادي اغا / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

   ابن جرير د ابن عباس رضی الله عنه  څخه روايت کړی دی، چي يوه ورځ څو کسه مشرکين تر لمر لوېدو وروسته کعبې شريفي ته نژدې سره جمع سول او ويې ويل: محمد صلی الله علیه وسلم  ته يو څوک ورواستوئ، چي مجلس ته راسي څه  بحث ور سره کوو. کله چي رسول صلی الله علیه وسلم  ته خبر ورسېد، نو ډېرخوشحال سو، چي ممکن د دغو خلکو ايمان راوړلو ته زړونه مايل سوي دي. په ډېر تلوار د دوی مجلس ته حاضر سو. په مجلس کي دغه کسان سره جمع سوي وه: عتبه بن ربيعة، شيبه بن ربيعة، ابو سفيان بن حرب، د بنو عبدالدار قبيلې يو کس ابوالبختري، اسود بن عبدالمطلب، زمعة بن اسود، وليد بن المغيره، ابوجهل بن هشام، عبد بن امية، امية بن خلف، عاص بن وائل، نبه او منبه، ياد کسان ټول د قوم مشران او اشراف وه . 

 

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  د دوی پر هدايت ډېر حريص و. کله چي رسول صلی الله علیه وسلم  د دوی سره کښېنستی، دوی ورته وويل: اې محمده! موږ تاته ددې لپاره سړی درواستاوه، چي ستا په باره کي موږ معذور ونه ګڼل سو. قسم په الله جل جلاله  موږ په عربو کي داسي سړی نه پيژنو، چي هغه دي خپل قوم ته داسي شی راوړي وي، لکه تا چي راوړی دی. تازموږ پلرونو ته نسبت کړی دی او پر دين دي عيب لګولی دی، هوښياران خلک بې عقلان بولې او زموږ خدايانو ته د بدو نسبت کوې .که ستا مقصد مال وي، نو موږ به تاته دونه مال راجمع کړو، چي ته به تر ټولو مالدار سې او که سرداري غواړې، نو تا به سردار کړو او که پاچهي غواړې پاچا به دي کړو او که مريض ئي تعويذ او دم به در وکړو. 

 

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د دوی په  جواب کي داسي وفرمايل:

" ما أدري ما تقولون ما جئتكم بما جئتكم به لطلب أموالكم ولا الشرف فيكم ولا الملك عليكم ولكن الله بعثني إليكم رسولا وأنزل علي كتابا وأمرني أن أكون لكم بشيرا ونذيرا فبلغتكم رسالة ربي ونصحت لكم فان تقبلوا مني ما جئتكم به فهو حظكم من الدنيا والأخرة وان تردوا علي أصبر لأمر الله حتى يحكم الله بيني وبينكم." (سيرة بن اسحاق، جزء ۲ حديث النبي عليه السلام حيث خاصمه المشركون."

 

ژباړه: کوم شی، چي تاسي واياست، په هغه زه نه يم خبر او نه زه ستاسو څخه سرداري، مال او پاچهي غواړم؛ خو الله  جل جلاله  زه تاسو ته رسول رالېږلی يم، پر ما يې کتاب نازل کړی دی او زه يې امر کړی يم، چي ستاسو لپاره بشير او نذير سم، نو ماتاسي ته د الله رسالت ورساوه او ستاسي خير خواهي مي وکړه. که تاسو زما راوړی دين قبول کړ دا به ستاسو لپاره د دنيا او اخرت خير وي او که يې را رد کړئ، نو زه الله  جل جلاله ته صبر کوم، تر څو چي الله  جل جلاله  زما او ستاسو په منځ کي فيصله وکړي.

 

د کافرانو پر اوږو چي کوم شيطان ناست وو، د دوی خولو ته يې دا خبره ور واچوله: که ته دا خبري نه منې نو د خپل رب جل جلاله  څخه وغواړه، چي زموږ د وطن څخه دغه غرونه ليري کړي، د مکې دغه مځکه را پراخه کړي، د شام او عراق په شان ويالې پکښي وبهوي، زموږ پلرونه را ژوندي کړه، خاصتاً قصي بن کلاب را ژوندی کړه، چي موږ ستا په اړه  پوښتني ورڅخه وکړو هغوی ډېر رښتيني خلک وه. که هغو ستا تصديق وکړ، موږ به دي تصديق وکړو. 

 

رسول الله  صلی الله علیه وسلم  هغه مخکنی جواب ورکړ او ورته ويې ويل، چي زه ددې شيانو لپاره نه يم رالېږل سوی. مشرکانو خپله ناپوهي ښکاره کړه او ويې ويل: ته خو هم زموږ په څېر د معاش طلب کوې، ستا رب دي تاته باغونه، خزانې د سرو او سپينو زرو قصرونه در کړي. رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  بيا هم هغه مخکنی جواب ورکړ. 

 

وروسته کافرانو وويل: 
ته وايې، چي ستا رب د اسمان پر چپه کولو قادر دی، نو اسمان دي راچپه کړي. 

 

رسول  صلی الله علیه وسلم ددوی په جواب کي وويل (ذلك اليه ان شاء فعل ذلك ربكم) تر نور قيل وقال وروسته د الله د رسول صلی الله علیه وسلم  اميد په نا اميدۍ بدل سو، نو د پرېشانۍ او نهيلۍ په حالت کي ولاړ سو او خپل کورته ولاړ.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۷ ګڼه

 

سرته