تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مځکي ، اسمانونو او کهکشانو پیدایښت
  تعلیم الاسلام
  January 7, 2018
  0

لیکنه: مفتي احسان الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

زمکه ، اسمانونه تخلیق او پیدایښت يي ! 


د اسمانو او زمکو خالق فرمايي :
 ﴿ هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاءِ فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴾ [البقرة: ۲۹]


ځیني مفسرین د دې آیت نه په استدلال وايي : چې الله رب العزت تر اسمان له مخه زمکه پیدا کړه او د دې په تاید کې د سورت حم فصّلت دا آیت راوړي:


 ﴿ ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاءِ وَهِيَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ ائْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَا أَتَيْنَا طَائِعِينَ ﴾ [فصلت: ۱۱] 


په عربي ادب کي د (ثم) کلمه د وروسته والي لپاره کاریږي ، نو ګواکي د ثم د کلمې نه د اسمانو د پیدایښت وروسته والی ښکاري .


خو ځیني بیا وايي : چې اسمانونه تر زمکه وړاندي وجود ته راغلي ، د هغوی دلیل بیا دا آیت دی :
 ﴿ أَأَنْتُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمِ السَّمَاءُ بَنَاهَا، رَفَعَ سَمْكَهَا فَسَوَّاهَا، وَأَغْطَشَ لَيْلَهَا وَأَخْرَجَ ضُحَاهَا، وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذَلِكَ دَحَاهَا ﴾ [النازعات: ۲۷ - ۳۰].


له دې آیتو نه دا ښکاري چې ګواکي د اسمانو وجود د زمکي تر پیدایښت وړاندي دی .


دریم قول دا دی چې تر هر څه وړاندي الله رب العزت د زمکي ماده پیدا کړه ، بیا يي اسمان پیدا کړ ، له هغه وروسته يې د زمکي هغه ماده وغوړوله کومه چې لا له مخه موجوده وه ، او دا روایت له ابن عمر او ابن عباس رضي الله عنهم نه هم روایت سوی دی .


ځیني مشایخ داسي خبره کوي : چي زمکه او اسمان یو شی و ، سره پیوسته ول ، بیا الله رب العزت سره بیل کړل .
دوی له دې آیت نه دلیل نسي : 


﴿ أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ ﴾ [الأنبياء: ۳۰].
 

د جدید ساینس علما د تجربو ، مطالعو او انکشافات پر بنا دا خبره کوي : چې په ړومبي سر کي د ګازو په صورت کې یوه نرمه ، ګرمه او سره پیوسته غیر متحرکه او جامده ماده موجوده وه ، وروسته ستر انفجار رامنځته سو ، دا انفجار تقریبا کم تر کمه 18,000 ملیونه کاله وړاندي سوی دی .


له انفجاره وروسته دا ماده سره لویه دله او پراخېدله ، یوه خوا يې له بلي لېري کیدله، د دې په نتیجه کهکشانونه رامنځ ته سول ، اوس هم پوهان په دې عقيده دي ، چې د کَون دغه توسع لا جاري ده ، کهکشانونه یو د بله سره ليري کیږي .
د دې نظریې قائلین وايې : چې د دې هر څه اصل یو دود (دوګ) و ، او په قرآن کریم کې چې (الرتق) [الأنبياء:۳۰] لفظ راغلی ،


 رتق د دغه دوګ په نتیجه کي رامنځته سوی دی ، له هغه وروسته انفجار وسو ، له انفجار سره زمکه او اسمان سره جلا جلا او یو د بله سره بیل سول .


مشهور مفسر ابن کثیر رحمه الله وايي : چې هر څه سره پیوسته او ځیني له ځینو سره متلاصق ول ، په پیل کې بعض پر بعضو برسېره ول ، بیا ځیني له ځینو جلا سول ، اسمانونه هم اوه ، او زمکي هم اوه (طبقې) سول ، وروسته يې د زمکي او اسمان په منځ کې په هوا سره فاصله راوسته .


كهكشانونه او د هغوی پیدایش ! 
په پیل کې اسمانونه يو د بله سره پیوسته ول ، همداسي اوه زمکي هم یو د بله سره نښلیدلې وې ، کله چې د خالق لایزال په حکم ستر او لوی انفجار رامنځته سو ، له دې سره اوه اسمانونه یو د بله سره بیل او زمکه هم اوه طبقې سوه لکه وړاندي چې ثابته سوه .


له دې لوی انفجاره وروسته د حرارت درجه تر ملینو سنټيګرډه پوري لوړه سوه ، په نتیجه کې سمدستي ډیر لوی او غټ اټومي انفجار وسو ، له دې انفجار سره کهکشانوه رامنځ ته سول .

 


فلک پوهان وايې : چې تر اوسه چې د انسان په سترګو څومره کهکشانونه ښکاري ، د هغوی شمیره سل زر ملینو ته رسیږي ، البته د ځینو نورو فلکدانو په خیال بیا د کهکشانو شمیره شپږ زره ملیونه ده .


د ستور پوهانو په آند هر کهکشان په متوسط ډول د زر ملینو ستورو مجموعه وي ، لکه د ( قصیه ) په نامه کهکشان، د ( ممزقه ) ، ( مزدوجه ) ، ( بیضویه ) او ( حلزونیه ) په نامه کهکشانونه .


دا هم معلومه خبره ده چې د ځینو ستورو رڼا چې موږ ته را رسېږي نو تقریبا په ملینو کلونو مسافه وهي ، لکه د المراة المسلسلة په نامه کهکشان کې چې کوم ستوري دي د هغوی رڼا .


روښني په یو ثانیه کي چي 300,000 کیلومتره مصافه طی کوي.


زموږ کهکشان (مجرة درب التبانة : Milky Way)


دا کهکشان د(پیو لار) Milky Way په نامه سره یاديږي ، ځکه دا له شکله په صافو شپو کې د توی سوو پيو په څیر خپه سبینه لار ښکاري ، او دا ځکه چې په درب التبانة کې په بلینو ستوري په لیري – لیري فاصلې سره موجود دي ، خو د رڼا له امله سره پیوسته معلومیږي .


لمر ، زمکه ، سیارې او زموږ ټول لمریز غونډاری هم د دې کهکشان یو وړوکي برخه ده ،  دا کهکشان کم از کم د دوه سوه (۲۰۰) ملیاره ستورو مجموعه ده ، په دې کې ځیني د لمر غوندي ستر او لوی ستور دي ، او ځیني بیا تر لمر هم په لسهاو بلکي په سلهاو چنده لوی دي . ﴿ إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ ﴾ [القمر: ۴۹]

 


ځيني يي بیا تر لمر په حرارت ، روښنايي او سرعت کې هم په ملینو واره زیات دي ، لکه د ( VY  کوکب الکلب ) ( VY Canis Majoris ) په نامه سور عملاقي ستوری چې د لمر نه په ۱۸۰۰ بیا تر ۲۲۰۰ واره ستر دی .

 
لمر د درب التبانه کهکشان په یوه څنډه کې پورت دی ، د کهکشان پر مرکز یوه دوره په ۲۲۵ ملیونه کلو کې پوره کوي ، او د دې حرکت سرعت په یوه ثانیه کې ۲۵۰ کم ده ، پوهان وايې چې له پیدایشه بیا تر اوسه پوري يې یواځي شل (۲۰) دورې پوره کړي دي .


کله چي انسان یواځي د الله جل جلاله په دې نظام ( کوم چې په سترګو ښکاري ) کې فکر وکړي ، او په دا دومره لوی - لوی کهکشانو او د هغوی په رڼاګانو چې په ملیاردو واره له موږ نه لېري واټن لري غور وکړي ، نو په روښتیا چې له خولي به يي دا خبره وخیږي چيې : 


رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذَا بَاطِلًا 


له تفکره وروسته چې انسان خپلي سترګي یو ځل د اسمان لور ته اوچتي کړي ، په یقین سره به د دې آیت مصداق وګرزي چې :
﴿ ثُمَّ ارْجِعِ الْبَصَرَ كَرَّتَيْنِ يَنْقَلِبْ إِلَيْكَ الْبَصَرُ خَاسِئًا وَهُوَ حَسِيرٌ ﴾ [سورة الملك: ۴]

 

سرته