تازه سرليکونه
د (علوم الحديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حدیثو د اسناد ارزښت
  تعلیم الاسلام راډیو
  January 9, 2018
  0


لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د اسلام  د دين ساتنه الله  جل جلاله  پر خپل ځان باندي لازمه کړې ده؛  ځکه چي قران کريم  د دين اصل دى  او د قران کريم په هکله الله  جل جلاله  فرمايي : 


إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ . (سورت الحجر ٩ )
 ژباړه: يقين موږ قران کريم نازل کړى دئ  او هم موږ يي ساتونکي يو . 

 
 د قران کريم  اعجاز که د يوې خوا د قران کريم حقيقت اورښتينتوب  ثابت وي خوله بلي خوا په قران کريم کي له هري نوع تحريف او لاس وهني  څخه  د قران عظيم حفاظت تضمين کوي، ځکه  چي اهل باطل  او د دين دښمنان خپلو خرافاتو او درواغوته  نه قراني رنګ اوبڼه ورکولاى سي  او نه ئې هم د قراني اياتونو په منځ کي  درج او ځايولاى سي  ځکه چي دقران کريم په سپينو صحيفو کي  د باطل تور ټکي نه سي  پټېدلاى  او نه انسانان او پيران بلکي ټول مخلوقات قران ته ورته فصيح او بليغ  بامعنى کلام ترکيب او جوړولاى سي .  
 الله  جل جلاله  فرمايي : 


وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُواْ شُهَدَاءكُم مِّن دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ،  فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ وَلَن تَفْعَلُواْ فَاتَّقُواْ النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ . ( سورة البقره ٢٣) 
ژباړه:  اوکه تاسي شک کوى په هغه کتاب  کي چي موږ  پر خپل  بنده  يعني محمد  صلی الله علیه وسلم    باندي نازل کړى دى  نو  د هغه کتاب  د يو سورة په شان  يوسورة راوړى  بېله الله  جل جلاله  څخه مو نور ټول خدايان  اوکومکيان ( په دې هکله دکومک له پاره )  در وبولى که چيري تاسي رښتيني ياست  ( چي محمد  صلی الله علیه وسلم  دځان څخه جوړکړى دى  ) اوکه چيري دانه سى کولاى او هيڅ کله ئې هم نسى کولاى  نو بياد هغه اور څخه ځانونه وژغورى چي په انسانانو او ډبرو بلېږي او د کافرانو له پاره تيارسوى دى .   


د قران کريم بله معجزه داده  چي کوچني ماشومان يي يادوي  اوقرن په قرن يعني زمانه پر زمانه  په تواتر سره  د مصاحفو په صحيفوکي  او  د حافظانو په سينو کي رانقل کيږي  او داهم  د قران کريم دساتني او تحفظ له پاره الهي تدبيرګڼل کيږي.   


نبوي احادیث د قران شرح ده
 نبوي احاديث د قران کريم شرح ده  او داسلام د دين يو اصل او اساس دى دنبوي احاديثو  په ضايع کيدلو سره ددين  ډير احکام ضايع کيږي اوهمداراز  ډير قراني اياتونه مجمل اوبلا بيان پاته کيږي . 

 
 نولکه څرنکه چي دا  ايت کريمه  (
إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ )(سورت الحجر ٩ ) 
 د قران کريم د ساتني ضمانت ورکوي دغه  ډول دنبوي احاديثو د ساتني پر ضمانت هم ښکاره دلالت کوي  . 

 
نبوي احاديث که څه هم د الهي وحيو  څخه منشاء اخلي  خو د بشر کلام بلل کيږي  او هغه اعجاز  چي په قران پاک کي دى هغه پکښي نه ليدل کيږي  نو ځکه د اهل باطل او د اسلام  د دښمنانو  درواغ پکښي درج کېدلاى سي او هم اهل باطل  د خپلو رنګول سوو ويناو نسبت و رسول الله  صلی الله علیه وسلم ته کولاى سي  چي هرڅوک بيا د هغه تميز  او فرق هم نسي کولاى . 


اسناد د حدیثو حفاظت کوي 
 لهذا د نبوي احاديثو  دساتني  له پاره الهي  بيل تدبير ليدل کيږي چي هغه د حديث اسناد بلل کيږي  دحديث اسناد دنبوي احاديثو دساتني  او تحفظ له پاره په منزله دسپر کارورکوي او د اهل باطل  درواغ داسناد په سپر بيرته  دهغوى په خوا رد  او تمبول کيږي .  


 د حديث  دراويانو ونومولو ته  اسناد وايي مثلا که څوک ووايي چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم داسي ويلي دي  يا يي داسي کړي دي او ياهم د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په حضور کي دا ډول کار سو‌ى دى  هغه ئې رد او يا ئې تائېد کړى دى  نو دهغه شخص څخه پوښتل کيږي  بالاخره سند وصحابي ته او بيا دهغه  څخه و رسول الله  صلی الله علیه وسلم   ته رسيږي  دسند د بيانولو وروسته دصحابي پرته او ماسېوا دنورو راويانو حالات څيړل کيږي که دحديث  په اسناد کي واقع ټول راويان د عدالت  او د ضبط  خاوندان وه او سند ئې متصل وو په منځ کي ئې راوي نه و حذف سوى حديث شاذ او معلول نه و نو حديث قبليږي .


او که د حديث راوي د عدل او ضبط څښتن نه و يا يي د سند څخه يوراوي حذف سوى و او يا علت او شذوذ په کښي و نو بيا رديږي  ځکه چي د هيرجن او بد حافظي پر وينا باور نسي کېدلاى د غلطي احتمال  ئې زيات دى  او د کاذب  او  فاسق و خبرته اعتبار نه ورکول کيږي ،  ځکه چي کاذب درواغ وايي  او د فاسق د خبرو  سپيناوى پکار دى  لکه څرنګه چي الله جل جلاله فرمايلي دي : 


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ . ( سورة الحجرات،٦) 
ژباړه:  اې مومنانو تاسي ته چي فاسق خبر راوړي  نو د هغه سپيناوى او څيړنه کوى داسي نه سي چي يو چاته په ناپوهي کي ( د فاسق د خبرو پر بنست)  تاوان ورسيږي او بيا ( د حقيقت د څرګندولو وروسته ) پر خپلو کړونو باندي پښيمانه سى.   

 


 د راويانو هغه صفات چي د هغه پر بنياد او بنسټ د هغوى خبر قبليږي او يا رديږي هغه په تفصيل سره وروسته راځي  خو دلته دوني  وايو چي د حديث اسناد يعني سند بيانول او بيائې د راويانو حالات  څېړل په اسلام کي يو ډېر لوړ مقام لري . 


 عبدالله بن مبارک رحمة الله علیه وايي : الْإِسْنَادُ مِنْ الدِّينِ وَلَوْلَا الْإِسْنَادُ لَقَالَ مَنْ شَاءَ مَا شَاءَ. ( مسلم ) 

ژباړه : اسناد د دين يوه برخه ده که چيري اسناد نه واى نو د هر چا چي څه زړه واى  هغه به ئې ويلاى يعني که چيري د حديث سند نه پوښتل کېدلاى  او بېله  سند څخه د چا خبره منل کېدلاى  نو بيا چي د چا زړه واى هغسي خبره به ئې د ځان څخه جوړولاى  او بيا به ئې ويلاى چي دا د رسول الله  صلی الله علیه وسلم حديث دى نو په دې ډول به ئې د يهودو او عيسويانو په شان د دين احکام د خپلو نفساني خواهشاتو او تمايلاتو  سره سم تحريفولاى او خپل خواهشات به ئې د دين په نامه سره خپرولاى .

 

لهذا اسناد د دين يوه برخه ده ځکه چي د سند په بيانولو د رسول الله  صلی الله علیه وسلم احاديث د درواغجنانو د درواغو څخه رابېلېږي  او د هيرجنو د خطاو څخه محفوظ او ساتل کيږي  ځکه که په سند کي درواغجن ، فاسق او هيرجن راوي وجود ولري نو هغه روايت ردېږي  يوازي د ثقه او بااعتماده راويانو پر خبرباورکول کيږي .

 

د روایاتو سند ددې امت ځانګړتیا ده

اسناد  د دې امت يوه خصيصه او ځانګرتياده د نورو نبيانو اورسولانو علیهم السلام اقوال او افعال  په سند نه دي منقول او محفوظ سوي. د دې وجه  ښائي دا وي چي د مخکنيو نبيانو او رسولانو وروسته نور نبيان او رسولان راتلل د هر نبي او رسول په دين او ويناو کي چي به  اهل باطل تحريف او لاس وهني کولې وروستنيو  نبيانو او رسولانو علیهم السلام به هغه اصلاح کولې د نبيانو حق ويناوي به ئې د درواغجنانو د درواغو څخه بېلولې .  

 

حضرت محمد  صلی الله علیه وسلم خاتم النبين دى دده وروسته بل نبي نه مبعوث کيږي او خاص د ده دين اسلام تر قيامت پوري منل کيږي نو ځکه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د هر قول ، فعل او تقرير د ساتني او حفاظت  له پاره الله جل جلاله  دده د امت څخه دا ډول حساس، ويښ او زمريالي اشخاص  پيدا کړل چي د خپل رسول الله  صلی الله علیه وسلم هر قول ، فعل او تقرير ئې په سند باندي محفوظ  کړی او تر قيامت پوري ئې د باطل د ياجوج او ماجوج د يرغل په مخ کي د ذي القرنين د سد (ديوال) په شان بلکي تر هغه  لا هم مظبوط د اسناد سد قائم کړی، فجزاهم الله عنا خير الجزاء .

 

 لهذا هر څوک چي و رسول الله  صلی الله علیه وسلم ته د حديث نسبت کوي نو د هغه څخه اسناد پوښتل کيږي او بيا د سند و رجالو يعني روايانو ته کتل کيږي که چيري روايانو هغه صفات درلودل  چي د هغه پر بنست يي خبره منل کيده  نو حديث يي قبليږي او که روايان ئې د عدالت او ضبط  څښتنان  نه وه نو بيا ئې خبر ته اعتبار نه ورکول کيږي بلکي رديږي . 


ماخذ: معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث

سرته