تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لمر ته یو ځغلنده نظر !
  تعلیم الاسلام
  January 10, 2018
  0

لیکنه: مفتي احسان الله  / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

یو له هغه علومو نه چې د الله د معرفت تر بل هر څه ښه دلیل کېدلای سي ، هغه هم علم فلک دی ، د علم فلک دایره ډیر پراخه او وسیع ده ، په دغه علم کې هر هغه څه شامل دي ، کوم چې د زمکي پورته په تشیال کې وجود ولري ، هغه که لمر وي او که سپږمۍ ، ستوري وي او که کهکشان ، د هر یو په حالاتو او خواصو چې انسان ځان پوه کړي ، پر دې ویلو به مجبور سي ، چي طواقعا د دې مرتب ، منظم او له حکمته ډک نظام لپاره یو داسي پیداکونکی او خالق ذات وجود لري ، چې تر هر څه بالا ، قادر ، حاکم او خود مختار دی .


که موږ یواځي د لمر څه مختصرو حالاتو باندي نظر واچوو ، نو دا به ومنو چې روښتیا د دې کائناتو پیداکونکی الله رب العزت واحد او مقدس ذات دی ، د داسي کائناتو پیدا کول د لوی رب نه ما سوا ، د بل چا کار ندی .

 


 

د لمر قطر 1,392,684 کیلومتره دی ، د زمکي تر قطر په 109 واره لوی دی ، د لمر مساحت 6.0877 ترلیون ملیونه مربع دی ( ترلیون یعني : ملیون ملیون متر مربع ) ، بالمقابل د زمکي مساحت بیا 510,072,000 متر مربع دی ( پنځه سوه لس ملیونه او 72 زره متره مربع ) د لمر مساحت د زمکي تر هغه په 11,990 زیات دی . 


زمکه د لمر پر خواوشا په یوه ثانیه کې 29,850 کم مسافه وهي ، لمر د خپل کهکشان پر شاوخوا په یوه ثانیه 200-250 کم دوراني حرکت لري او سپږمۍ په یوه ثانیه کي 18 کیلومتره مصافه وهي، زمکه بیا 15 کیلومتره او لمر 12 کیلومتره مزل کوي.


د سپږمۍ نه چي روښني را جدا سي، تر زمکي پوري په یوه ثانیه او یو ثلث کي رارسیږي. ځکه روښني تقریبا ۳ ملیونه کیلومتره مصافه مزل په یوه ثانیه کي کوي .


بالعکس د لمر روښني بیا په 8 دقیقو کي تر زمکي پوري رارسیږي ، یعني چې پر زمکه چې د لمر روښني لګیږي ، هغه 8 دقېقې وړاندي روښني ده . 

 

سرته