تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دوه نومیالي غازیان
  تعلیم الاسلام
  January 11, 2018
  0

ژباړه: خیر محمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

نورالدين محمود زنګي (۵۱۱-۵۶۹هـ.‌ق)

په دمشق کي د اموي جامع پر مخامخ د اسلامي تاريخ د جليل القدر قهرمان نور الدين محمود زنګي رحمه الله قبر دی.

 

سلطان نورالدين زنگي د اسلامي تاريخ هغه د ګوتو په شمار حکمرانانو څخه دی، چي په عدل او انصاف، رعيت دوستي، عزم، شجاعت او ښه انتظام سره ئې د خلفاء راشدينو د روښانه دورې ياد تازه کړ. دغه دعزم او همت خاوند مجاهد، چي د شام د اتابکانو له کورنۍ څخه وو، خپل ژوند ئې له صليبيانو سره په جګړو کي تېر کړ. ده په خپلو فداکاريو او زړورتياوو باندي د المانيانو، فرانسويانو، اروپايانو او نورو لويو قدرتونو  د سترګو څخه خوب تښتولی و، دا دقيقاً هغه وخت و، چي د سلجوقيانو حکومت د زوال لور ته نژدې سوی و. عباسي خلافت په ډول- ډول فتنو کي راګير وو،  صليبي قدرتونو غوښتل، چي د دې نامنظمي اوضاع څخه ګټه پورته کړي او اسلامي نړۍ ترخپلي تتۍ لاندي کړي. په دغو حساسو شېبو کي لومړی د ده پلار عمادالدين زنګي او وروسته ده خپله په اسلامي امت کي نوې بیداري پيدا کړه او د اروپايانو شوم پلانونه ئې خنثی کړل. 

 

د نورالدين زنګي د ټولو فتوحاتو او ځلانده کارنامو د تفصيل لپاره ځانګړی کتاب پکار دی، لوی محدّث او مشهور مؤرخ علامه ابن اثير جزري، چي د نورالدين زنګي همعصره وو. په تاريخ کامل کي، چي د نورالدين زنګي د وخت پر حکومت باندي کومه تبصره کړې ده، له رانقلولو څخه يې نه تېرېږو، علامه جزري ليکي:


 ما د اسلامي حکمرانانو تاريخ د اسلامي دور د شروع څخه تر ننه پوري ټوله مطالعه کړی دی، د خلفاء راشدينو او عمر بن عبدالعزيز رحمه الله څخه پرته مي تر نورالدين زنګي ښه حکمران نه دی موندلی. ده جهاد، د عدل او انصاف غوړول، د ظلم او استبداد د جرړو ايستل، عبادت او رياضت، احسان او کرم د خپل ژوند مهم اهداف ګرځولي ول. په هر ملت کي د داسي پلار او زوی په څېر د دوو حکمرانانو شتون دهغه ملت د سرلوړي او افتخار لپاره کافي دی.

 

نور الدين په تر لاس لاندي ممالکو کي د ناجايزه مالياتو اخيستل ودرول. د مظلومانو شکايات ئې خپله اورېدل او په عدل او انصاف ئې هغوی ته رسيدګي کول. يوځل يو شخص د ځمکني ملکيت په اړه په محکمه کي پر نورالدين زنګي دعوه وکړه. څه وخت چي د محکمې مأمور نورالدين زنګي ته راغی، نو په دغه وخت کي دی د چوګان  په لوبه بوخت و، سلطان سمدستي د ده سره يو ځای، د قاضي په وړاندي حاضر سو، تر پلټني وروسته ثابته سوه، چي جايداد د مدعي نه بلکي د نورالدين زنګي دی ، قاضي هم د ده په حق کي  پرېکړه وکړه، تر پرېکړي وروسته نورالدين زنګي همدغه ځمکه له خپل طرفه ومدعي ته هبه کړل. (كامل ابن‌اثير، د تاريخ اسلام معين‌الدين ندوي نه په نقل: ۴/۲۵۲-۲۵۳).

 

د قدرت پر ګدۍ باندي زرګونه افراد کښېنستلي او تللي دي؛ خو ډېر کم خلک داسي پېښ سوي دي، چي هغوی دي له چوکۍ څخه د آخرت لپاره ګټه پورته کړې وي او په خپلو کارنامو سره دي ئې تلپاتی ژوند تر لاسه کړی وي. الله تعالي دي پر نورالدين زنګي رحمه الله  باندي خپل بېحده رحمتونه نازل کړي.

 

سلطان صلاح الدين ايوبي (۵۳۲ - ۵۸۹هـ)  
په دمشق کي اموي مسجد جامع ته نژدې دوهمه مقبره د سلطان صلاح الدين ايوبي ده، د سلطان صلاح الدين ايوبي په اړه به زیات مسلمانان معلومات لري، دی د نورالدين زنګي له نوموتو قومندانانو څخه بلل کېدی، نورالدين زنګي صلاح الدين ايوبي د خپل اکا شير کوه سره د مصر پرېکنده جنګ ته ولېږی. سلطان صلاح الدين ايوبي په دې جنګ کي ټولو ته خپله وړتيا وښووله، د کفارو زياتي حملې ئې پر شا وتمبولې، بالاخره د نورالدين زنګي له طرفه د مصر حکمران سو، د ده د هڅو په پايله کي د مصر څخه د فاطمي حکومت کمبله ټوله سوه. د نورالدين زنګي رحمه الله ( چي د حکومت پايتخت يې مصر وو) تر وفات وروسته د شام خلګو د شام د حکومت د سنبالولو لپاره دعوت ورکړ، چي په دې ترتيب سره په يوه وخت کي دشام او مصر دواړو حکمران سو. 

 

سلطان صلاح الدين ايوبي له يوې خوا د خپل حکومت په دوران کي بې شمېره تعميراتي خدمتونه سرته ورسول، له بلې خوا دا هغه دور وو، چي عيسايانو د مسلمانانو په خلاف پرله پسې صليبي جنګونه شروع کړي وه. سلطان صلاح الدين ايوبي رحمه الله  په دغو ټولو جنګونو کي اروپايي قدرتونو ته سختي ضربې ورکړلې. دغه وخت بيت المقدس د مسيحيانو تر ولکې لاندي و. سلطان صلاح الدين ايوبي رحمه الله  په (۵۸۳. هـ) کال کي د دوی له تسلط څخه د مسلمانانو لومړۍ قبله آزاده کړه او د اسلام بيرغ ئې پر ورپاوه، په شام کي ئې د صليبيانو تر ولکې لاندي ټول ښارونه آزاد کړل.

 

خپل ټول ژوند ئې د جهاد په ميدان کي تېر کړ، په عدل، انصاف، صلاحيت او تقوی کي د نور الدين زنګي رحمه الله  رښتينی ځايناستی و، پر مصر ئې (۲۴) کاله او پر شام يې (۱۹) کاله حکومت وکړ؛ خو کله چي په (۵۸۹.هـ) سنه کي وفات سو، نو تر شا ئې هيڅ جايداد،  نقدي پيسې يا زر پاته نه سوه. ( الاعلام للزرکلي [ج: ۹، ص: ۲۹۲] او وفيات الاعيان [ج: ۲، ص: ۳۷۶] )

 

د سلطان صلاح الدين ايوبي له مړيني څخه تر ۸۰۰ زيات کلونه تېر سوي؛ خواوس بيا له مسلمانانو څخه هغه اولنۍ قبله اخيستل سوې ده او دامت سترګي بل صلاح الدين ته انتظار دي، ټول د حال په ژبه فرياد کوي:

 

ای سوارِ اشهب دوران بیا
 ای فروغِ ديده امـكان بيا

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۷ ګڼه

سرته