تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عیسائیت په افغانستان کي، د بایبل تحریف (۹)
  تعلیم الاسلام
  January 13, 2018
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د ګراهام سکورګي ( Dr. W Graham Scroggie) اعتراف:
(Dr. W Graham Scroggie of the Moody Bible Institute, Chicago, a prestigious Christian evangelical mission)
ډبلیو ګراهام سکورګي چي د امریکا د شیکاګو ایالت د موډی بایبل انسټیټیوټ یوه وتلې نړیواله څهره او مبشر دی وایي:
بلې! دا منو! چي دا (بایبل) د انسان په لاس لیکل شوی دی، د انسانانو له ماغزو څخه راوتلی دی، د انسانانو په ژبه سره لیکل شوی دی.


د بيت المقدس د انګليکن کليسا د لوی راهب کينيت کريګ اعتراف:
(Kenneth Cragg, the Anglican Bishop of Jerusalem)
نوې عهدنامه او ټوله بایبل د کلیسا له ماغزو څخه راوتلی دی، لیکوالان یې هم مبهم دي، دا منو چي بایبل د تجربو او تاریخي پیښو نمایندګي کوي. په پیل کي بایبل  خلکو پر ژبه باندي یاداوه دا منو چي بایبل د حضرت عیسی علیه السلام په ژوند کي نه دی لیکل شوی او د لیکلو پر مهال مقدس پولس داسی شیان پکښې ورګډ کړل چي د اصلي محور سره په تضاد کي دي.


د ډاکتر لوبيګاټ اعتراف:
د نوې عهدنامې ځیني عبارتونه د زغملو نه دي، درد ناکه دي، او په اصل کي د حواریینو د ویناوو سره په ټکر کي دي. او دا منو چي په اوسني بایبلو کي داسی څه شته چي د پخوانیو نسخو سره پوره توپیر لري، نو ځکه د بایبل اصلیت هم تر پوښتنو لاندي راځي.
(Our Bible and the Ancient Manuscripts/ Dr. Lobegott Friedrich Konstantin Von Tischendorf, one of the most adamant conservative Christian defenders of the Trinity)


د امريکا د سي اين اين(CNN)  تلويزون اعتراف:
په سي این این تلویزوني چاینل کي  په ۲۰۰۸ او۲۰۰۹ کي پر دې باندي بحث کېدئ چي ایا بایبل څومرې درست دئ؟ او و هغو پوښتنو ته د عیسایي نړۍ ځواب څه دئ؟ چي د بایبل په هکله کيږي.


دا بحث چي څو ورځې روان وو پایله یې دا راووتل چي بایبل شکمن دی دا ځکه چي پروتستان ۱۴ کتابونه پخپل بایبل کي نلري دا ولي؟ ولي عیسایي نړۍ د بایبل و ځینو کتابونو ته اپوکریفه (شکمن) کتابونه وایي ایا دا الهي کتابونه نه دي؟ د بحث په جریان کي پر دې  هم بحث وسو چي اوسني بایبلونه له اصلي نسخو سره پوره واټن او توپیر لري.


(July 24, 2008 -- Updated 1113 GMT (1913 HKT)/ By Ed Payne
July 6, 2009 -- Updated 1628 GMT (0028 HKT/By Richard Allen Greene CNN


نور بیا...

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته