تازه سرليکونه
د (حقوق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بنده ګانو حقوق او اخلاقیات (۵)
  تعلیم الاسلام
  January 13, 2018
  0

شهید مولوي عبدالغفار حسیني / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

۹۷: د دوو اشخاصو په منځ کي صلح او روغه کول صدقه ده. د يو چا سره دا ډول مرسته کول، چي پر خپله سپرلۍ ئې سپور کړې، يا بار ورسره بار کړې دا هم صدقه ده. ښه او خوږه وينا کول هم صدقه ده. د لمانځه يا بل نېک کار لپاره هر قدم پورته کول صدقه ده اود لاري څخه تکليف رسوونکي شی ليري کول هم صدقه ده. 

 

۹۸: په قسم خوړولو سره په پېر او پلور کي زياتوالی راځي؛ خو نفع او ګټه ئې کميږي.

 

۹۹: الله تعالی پر هغه کس رحم کوي، چي په خرڅولو، رانيولو، قيمت ورکولو او  ادا کولو کي له نرمۍ څخه کار اخلي او نرمي اختياروي.

 

۱۰۰: څوک چي بې ځايه خپل مال مصرفوي هغه د لوی رب جل جلاله  له دربار څخه شړل سوی دی.

 

۱۰۱: د هيڅ مسلمان لپاره دا جائز نه ده، چي پر يو چا باندي دا ډول عيب لرونکی شی خرڅ کړي، چي خرڅوونکی په هغه عيب خبر وي او بل چاته نقصان وي، البته که ئې په عيب او نقص خبر کړي بيا څه پروا نه کوي.

 

۱۰۲: د درختو ميوه مه خرڅوئ؛ خو که د پوخوالي صلاحيت پکښي ظاهر سي بيا څه پروا نه لري.

 

۱۰۳: دوه خويونه په يو ايماندار شخص کي نه سي جمع کېدلاي، يو بخل او  بل بداخلاقي. 

 

۱۰۴: اې بني آدمه! ستاسو هيڅ مال نسته، پرته له دغو چي کوم تاسو وخوړل، يا واغوستل او زاړه مو کړل او يا مو د الله تعالی په لاره کي صدقه او خيرات کړل ( صدقه جاريه).

 

۱۰۵: د پردو او نابلدو لپاره صدقه نسته ترڅو چي خپل نژدې قريب ئې محتاج او ضرورت مند وي.

 

۱۰۶: بهترينه صدقه هغه ده، چي د خپل لاس وس او توان موافقه وي.

 

۱۰۷: که يو څوک دا سي رويه او طريقه اختيار کړي، چي د يو چا پر غضب او غوسه صبر وکړي او پر تکليف رسولو سربېره ئې معاف کړي، نو الله تعالی به دی محفوظ کړي او مخالف به ئې عاجزه او ناکامه کړي.

 

۱۰۸: د ګنهکاره زړه د ګناه سره عادي جوړيږي او احساس ئې کميږي، نو بيا بې سوچه او بې فکره بد او ناوړه اعما ل کوي.

 

۱۰۹: زوی ته د پلار تر ښه تعليم، تربيت او روزني ورکولو څخه کومه زياته عطيه نسته.

 

۱۱۰: که په تاسو کي څوک امام جوړ سي، نو لمونځ دي مختصر او ژر کوي؛ ځکه د جماعت په لمانځه کي ضعيف، ناروغه او د کارونو خاوندان سته. څه وخت چي ئې يوازي لمونځ کاوه بيا چي ئې څنګه زړه غواړي هغونه اوږد لمونځ دي وکړي.

 

۱۱۱: هغه انسان، چي د نورو انسانانو سره ناسته، ولاړه او  اوسېدل کوي، د هغه په نتيجه کي تکليف او اذيت ورته ورسيږي او دی پر هغه صبر او زغم کوي، تر هغه انسان غوره او بهتر دي، چي نه له خلکو سره ناسته او ولاړه کوي او د تکليف پر نه رسېدو  صبر کوي.

 

۱۱۲: بهترينه او غوره صدقه هغه ده، چي د خپل وس مطابق ئې ورکړي او د خپل عيال څخه ئې پيل او شروع کړي.

 

۱۱۳: يوه ورځ جناب نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  د صدقې په ورکولو حکم وکړ، نو يو کس وويل: اې د الله رسوله! زما سره يو دينار سته، نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل چي هغه پر خپل ځان مصرف کړه، بيا هغه کس وويل چي يو بل دينار هم سته، نبي اکرم صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمايل  چي پر خپل اولاد ئې نفقه کړه، بيا هغه کس عرض وکړ چي يو بل دينار هم سته، امام الانبياء صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمايل: پر خپلي بي بي ( مېرمن) باندي ئې خرڅ کړه (ورته صدقه ئې کړه)، بيا هغه کس وويل چي يو بل دينار هم سته ، نبي علیه السلام ورته وفرمايل: پر خپل خادم ئې خرڅ کړه، بيا هغه کس وويل يو بل دينار هم سته، نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمايل چي چيري پې مناسب بولې هلته يې مصرف کړه.

 

۱۱۴: بېله عمله علم وبال دی، او بېله علمه عمل ګمراهي ده.

 

۱۱۵: د نېکۍ ښوونکی او دلالت کوونکی د نېکي کوونکي په څېر دی.

 

۱۱۶: الله تعالی غيور او غيرتمند ذات دی؛ ځکه د غيرت پر بنا ئې بدي او ناوړه خبري حرامي کړي دي.

 

۱۱۷: مسکين او غريب ته صدقه ورکول يوه صدقه ده، خپلوانو او قريبانو ته صدقه ورکول دوه چنده صدقه ده، يو صدقه او بل قرابت پالنه (يو ثواب ئې د صدقې او بل يې د قرابت پالني دی).

 

۱۱۸: که چاته داسي حکم کېدلاي، چي فلانی دي فلاني ته سجده وکړي، نو ما به حکم کړی وای، چي مېرمن دي خپل خاوند ته سجده وکړي.

 

۱۱۹: که يوه مېرمن په داسي حال کي مړه سي، چي خاوند ورڅخه راضي او خوشحاله وي نو هغه به جنت ته داخليږي.

 

۱۲۰: ايمان لرونکي کس دي د خپلي مېرمني څخه نه ناراض کيږي؛ ځکه که په هغې کي يو ناخوښه عادت او فعل وي، نو په هغې کي يو ښه صفت او خوښ فعل هم سته.

 

۱۲۱: د بې عقل په نسبت کم عقل نجات او خلاصون ته ډېر نژدې دی (ځکه بې عقل؛ خو هيڅ عقل نه لري، نو نجات هم نه سي تر لاسه کولای کم عقل؛ خو یو څه عقل لري).

 

۱۲۲: تر نس زيات بل کوم بد لوښي نسته.

 

۱۲۳: څوک چي په يو بد کار کي حاضر وي او بيا پر هغه بد باندي خوشحاله وي نو لکه هغه، چي دغه بد کار وکړ.

 

۱۲۴: د هر چا د مرتبې او درجې برابر او موافق خيال وساتئ.

 

۱۲۵: د مؤمن  تندی ورين وي او زړه ئې غمجن وي.

 

۱۲۶: د بد ګمانۍ څخه پرهيز کوئ؛ ځکه بد ګماني تر ټولو زياته درواغجنه خبره ده او عيب پلټنه مه کوئ. د مسلمان  او نورو کسانو خبرو ته په پټه غوږ مه نيسئ، فخر مه کوئ، حسد او کينه مه کوئ، دخلکو څخه خپل مخ مه ګرځوئ، اې د الله تعالی بندګانو! په خپل منځ کي وروڼه وروڼه سره جوړ سئ.

 

۱۲۷: که يو بنده په مشرق کي مړ سي، بل کس په مغرب کي په دغه قتل او وژنه خوشحاله سي نو لکه دغه (د مغرب) کس، چي په هغه قتل کي شريک او ګډ وي.

 

۱۲۸: که تاسو دا واوری، چي غر له خپله ځايه څخه بې ځايه سوی دی، نو تاسو ئې تصديق وکړئ او که مو دا واورېدل، چي يو کس خپل عادت پرې ايښی دی، نو د هغه تصديق مه کوئ، ژر به ئې ووينی، چي هغه خپل عادت تکرار کړي. 

 

۱۲۹: د يو مسلمان پر بل مسلمان پنځه حقونه دي:

الف: د سلام  ځواب ورکول.
ب: د ناروغۍ په حالت کي ئې پوښتنه کول.
ج: د جنازې سره ئې تلل.
د: دعوت (بلنه) ئې قبلول.
ه: د پرنجي ( تريچلو پر وخت د الحمد لله) جواب (په يرحمک الله) ورکول.

 

۱۳۰: ښو اخلاقو ته د حقارت په نظر مه ګورئ! که څه هم په دونه مقدار وي لکه د يو مسلمان ورور سره چي په ورين تندي ملاقات وکړئ.

 

۱۳۱: زما ملا او شا دوو کسانو را ماته کړې ده:

اول: جاهل او ناپوه عابد او زاهد ( د دنيا ترک کوونکي)
دوهم: هغه عالم چي د دين بې عزتي او بې حرمتي کوي.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰ ګڼه

سرته