تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
وکیل احناف علامه سرفراز خان صفدر رحمه الله
  تعلیم الاسلام
  January 29, 2018
  0

د دیوبند افتخار

د امام أهل السنة شیخ الحدیث علامه محمد سرفراز خان صفدر ”رحمةالله علیه“ تعارف او خدمات


لیکوال: محمد عمران شریف / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


پیدایښت:
علامه سرفراز خان صاحب د کوزې پښتونخوا تحصیل مانسهرې په ضلع هزاره کې په کال ۱۹۱۴ د جناب نور احمد خان بن ګل احمد خان په کور کې پیدا شو ، د قومیت په لحاظ د سوات پښتون وو.


د علم حصول:

ابتدائی تعلیم یې په خپله علاقه کې د فاتحِ قادیانیت شیخ غلام غوث هزاروي ”رحمة الله علیه“ نه حاصل کړو، بیا یې د سیال کوټ او ملتان علماؤ څخه استفاده وکړه د دې څخه بعد یې د مدرسه انوار العلوم ګوجرانواله د صدر مدرس حضرت مولانا عبدالقدیر صاحب څخه سبقونه وویل. د اعلی تعلیم لپاره د خپل کشر ورور (مفسر قران علامه صوفي عبدالحمید سواتي صیب) سره دارالعلوم دیوبند ته لاړو او په ۱۳۲۱ هجري مطابق۱۹۴۱ عیسوی کې د حضرت مولانا سید حسین احمد مدني صیب څخه یې بخاري او مسلم وویل او د شیخ الادب مولانا اعزاز علي صیب نه یې ابوداود او د حضرت مولانا محمد ابراهیم بلیالوي صیب څخه یې منطق او فلسفه وویل او د حضرت مولانا مفتي محمد شفیع صیب څخه یې هم سبقونه وویل.


تدریس:
علامه صفدر رحمه الله د فراغت څخه بعد یې د فخرالدین او ماسټر کرم دین په دعوت یې ګکهړ ګوجرانواله ته تشریف راوړو او د جامع مسجد د خطابت سره یې د تدریس اغاز وکړو، په دې دوران کې به همیشه ترې شل یا پنځه ویشت طلباؤ سبقونه ویل، په ۱۳۷۶ هجري کال کې په نصرت العلوم ګوجرانواله کې مدرس مقرر شو او تر وفات پورې یې هلته د حدیثو لویه دوره تدریس کړه.


ددې سره سره یې په کال ۱۹۴۳ عیسوی کال د ګکهړ په ټرینک مکتب کې د قران درس ورکولو.


فن خطابت :
علامه سرفراز خان رحمه الله ته الله تعالی د خطابت صلاحیت هم ورکړی وو، د طالب علمۍ په زمانه کې یې یو تقریر وکړو په جلسله کې موجود یو عالم ورپسی بیان کې وفرمایل چې ماشاءالله سرفراز خو د نن زمانې ابوالکلام ازاد دی. د ملک په اکثرو ځایونو کې یې اصلاحي جلسې کولې او خلکو ته به یې وعظ او نصیحت کولو د خپل خطابت په ذریعه یې د هرې فتنې رد وکړو او د زرګونو مسلمانانو عقائد او اعمال یې وساتل.

 

 

ددې سره سره د خپل وخت متکلم ، د مسلک دیوبند ترجمان او د حنفیت وکیل هم وو.


علامه سرفراز خان رحمه الله یو جامع شخصیت وو:
نوموړی یو لوی علمي شخصیت و، تقریبا د پنځوسو ۵۰ کالو پورې یی تدریس وکړو چې په دې سره ترې د څلویښت زرو ۴۰ څخه زیات د علوم نبوت طلباء مستفید شو او پوره دنیا کې د دین د خدمت لپاره خواره شو حضرت ته خصوصا په فن حدیث کې ډیر عبور حاصل وو.


د شیخ صیب شمار د علماء دیوبند په عظیمو مصنفینو کې کیږي او دې سره چې ورته د خپل شیخ څخه د قران د تفسیر کوم دولت حاصل شوی وو هغه یې پنځوس کاله پوري په عوامو او خواصو کې تقسیم کړو .

 


 

درس، خطابت او تصنیف کې د بی انتهاء مشغولیت نه باوجود یې تقریبا د شپیتو څخه زیات کتابونه لیکلي دي د دومره لوی علم او شان او شوکت باوجود ډیر عاجزه هم و، کله به چې چا د امام اهل سنت په لقب مخاطب کړو نو حضرت به وویل: زه په ګوجرنواله کې د اهل سنت د مسجد امام یم، الله اکبر...


بیعت او خلافت :
حضرت خپل روحاني تعلق د مفسر قران حضرت مولانا حسین علي نقشبندي مجددي سره قایم کړو او لږ وخت بعد ورته خلافت هم ملاؤ شو .

 


 

فن تصنیف:
د تبلیغي او تدریسي خدماتو سره حضرت ته الله تعالی د لیکولو لوی صلاحیت ورکړی و ، چې په دې صلاحیت یې په خپل قمیتي ژوند کې د شپیتو څخه زیات کتابون لیکلي د هغې د جملی څخه یو څو دا دي :


(۱) اتمام البرهان فی رد توضیع البیان 
(۲) تفسیر القران
(۳) خزاین السنن
(۴) احسن الباری
(۵) تبرید النواظر
(۶) تنزیح الحواضر (مسئله حاضر ناظر)
(۷) دل کا سرور 
(۸) تنقید متین بر تفسیر نعیم 
(۹) مسئله نور وبشر 
(۱۰) عبارت اکابر 
(۱۱) تسکین الصدور فی احوال الموتی فی البرزخ والقبور 
(۱۲) احسن الکلام فی مسئله فاتحه خلف الامام 
(۱۳) الکلام المفید فی اثبات التقلید 
(۱۴) چهل مسئله حضرات بریلویه 
(۱۵) اظهار الغیب فی کتاب اثبات علم الغیب 
(۱۶) ملا علی قاري اور مسئله علم غیب 
(۱۵) المسلک المنصوره
(۱۶) الشهاب المبین 
(۱۷) سماع موتی 
(۱۸) ینابیع (تراویح)
(۱۹) هدایة المرتاب الی طریق الثواب فی تحقیق المعراج 
(۲۰) اطیب الکلام 
(۲۱) حکم ذکر بالجهر 
(۲۲) اخفاءالذکر 
(۲۳) ارشاد الشیعه 
(۲۴) توضیع المرام فی نزول المسیح 
(۲۵) مقاله ختم نبوت 
(۲۶) شوق حدیث 
(۲۷) مودودی کی غلط فتوی 
(۲۸) حلیة المسلمین (ږیره)
(۲۹) شوق جہاد 
(۳۰) خطبات امام اہل سنت 

(۳۱) راہ سنت (د بدعاتو رد)
(۳۲) راہ ہدایت
(۳۳) انکہوں کی ٹہنڈک
(۳۴) ایئنہ محمدی 
(۳۵) مقام حضرت امام ابو حنیفه رحمه الله
(د امام صاحب ضد غیرمقلدینو ددې کتاب په تالیف سره پخپله ماته اعتراف وکړی).
(۳۶) باب جنت 
(۳۷) تبلیغ اسلام 
(۳۸) انکار حدیث کے نتائج 
(۳۹) عیسائیت کا پس منظر 
(۴۰) بانی دارالعلوم دیوبند 
(۶۱) تحقیق الدعاء بعد نماز جنازہ 
(۶۲) جالیس دعائیں 
(۴۳) مرزائی کا جنازہ اور مسلمان 
(۴۴) درود شریف پڑہنے کا شرعی طریقه
(۴۵) نماز مسنون مع اذکار دادعیه
(۴۶) الکلام الحاوی علی الطحاوی 
(۴۷) مسئلہ طلاق ثلاثه
(۶۸) مسئلہ حیات النبی 
(۴۹) طائفہ منصورہ او نور …

(د کتابو پیوند)


وفات:
امام اهل السنة د ۹۵ کالو په عمر کې په ۱۹ جمادی الاولی ۱۴۳۰ هجري مطابق د ۲۰۰۹ د مئی په ۵ تاریخ د دوشنبې په شپه دوه بجې د دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې د حضرت په جنازه کې تقریبا دوه لکه خلکو شرکت کړی و .

 

انا لله و انا الیه راجعون.

سرته