تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ډبرو تاریخونه بدل کړي دي
  تعلیم الاسلام راډیو
  February 1, 2018
  0

عبدالقدير"پوپل" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ابرهه او مكه:
د حبشې عیسوي پاچا ابرهه، پر کعبې په کال (۵۷۱ م.) کي یرغل وکړ، دا هغه با برکته کال وو، چي وروسته پکښي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ولادت وسو. ابرهه په یمن کي د کعبې د يوه سيال په توګه عبادت ځای جوړ کړ او له ټولو عربانو ئې وغوښتل، چی هلته عبادت وکړي، خو عربانو انکار وکړ، ابرهه د نارينه وو او فیلانو پوځ راټول او د مکې پر لور وخوځېد او په غرور ئې وویل، چي څوک به له ما څخه کعبه وژغوري.

 

 په قرآن عظيم شان کی د فیل سورت د دې بې ساري پيښي بیان کوي، دغه وخت وو، چی قهار رب عزوجل خپل يو کمزوری مخلوق؛ مرغان د دوی د هلاکت له پاره په ډبرو بار واستول، ابن کثير رحمه الله بیانوي، چي هر مرغه درې ډبري درلودلې، يوه ئې په خپله مښوکه او یوه- یوه دانه ئې په خپلو پنجو کي را اخيستي وې. مرغانو د ابرهه پوځ د دغو ډبرو په باران مړه کړل، ابرهه هم په یوه ډبره ولګېد، زخمي سو او وروسته يمن ته تر رسېدلو مخکي په لاره کي مړ سو. 

 

د پام وړ ټکي: 

دا واقعه د کعبې د رب  جل جلاله  له لوري د بيت الله ساتنه، د الله عزوجل قدرت او په حرم کي د پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  د ظهور تیاري موږ ته راښيي.

 

ابراهیم  علیه السلام  او ډبره
د ابراهیم  علیه السلام  په ژوند کی د ډبري دوې واقعې سته:


۱- مقام ابراهيم، چي کعبې ته نيژدې موقعيت لري، دا ډبره د کعبې د جوړولو سره د خپل تړاو په وجه ځانګړی تاریخي او ديني ارزښت لري ابراهیم  علیه السلام  د خپل زوی اسماعيل  علیه السلام  سره دغه ډبره د کعبې د لوړي برخي د تعمیر په وخت کي کارول، دا ډبره دونه نرمه وه، چی د ابراهیم  علیه السلام د مبارکو قدمونو نښي اوس هم پکښي د ليدلو وړ دي.

 

 

۲- هغه جمرات دي، چي د حضرت ابراهیم  علیه السلام  د سنت په ډول د حج د مراسمو د ارکانو برخه ګرځوله سوې ده، کله چي الله عزوجل ابراهيم علیه السلام  ته د خپل زوی د قربانۍ وحي وکړله، هغه علیه السلام  هم د الله عزوجل امر ته خپل نفس تسليم کړ، او قربانۍ ته ئې اماده کړ. د شيطان نفس دا ونه منل او درې ځلې ئې هڅه وکړه، چي ابراهیم علیه السلام  د الله عزوجل د امر له اطاعته را وګرځوي. هر واري چي به شیطان د ابراهیم  علیه السلام  د پام اړولو هڅه وکړه هغه علیه السلام  به په ډبرو وویشته، همدغه پیښي په حج کي د شیطان د ویشتلو د مراسمو بنسټ کښېښود. 

 

درس:
 شيطان هر مهال د انسان د انحراف کوښښ کوي، شک او نهيلۍ پیدا کوي او د منهياتو د توجیه سره- سره دا هڅه کوي، چي له خپلي اصلي دندي څخه ئې رالیري کړي.

 

داؤد او جالوت:
پر بني اسرائيلو د خپل تاريخي شاليد له مخي هر وخت د الله  جل جلاله  له لوري د عتاب په موخه عذابونه راغلي دي او د دوی دښمنان پر مسلط سوي دي، طالوت چي د خپل پيغمبر له خوا د جهاد د امير په توګه بني اسرائيلو ته ورپېژندل سوی وو، په لومړي سر کي د بني اسرائيلو له خوا د مشرۍ په حيث نه منل کېده، خو وروسته ورسره يو ځای سول او د جالوت سره د جګړې په موخه روان سول، په لاره کي له هغه ځای څخه دوی اوبه وڅښلې، چي ورڅخه منع کړل سوي وه، چي په دې کار سره ئې د پوځ په شمېر کی کمی راغلی... د دښمن د پوځ مشري جالوت کوله، کله چي سره مخامخ سول، هغه ورته د فردي جګړې بلنه ورکړل، خو د هغه د سرتیرو په مينځ کي وژونکي چوپتيا وه، چي یو ځوان د ځوانانو له منځه د جالوت بلنه ومنل.دا ځوان داؤد علیه السلام  وو، داؤد علیه السلام  يو څو وړې ډبري سره راټولي کړلې او جالوت ته په وررسېدو ئې مخامخ د هغه پر خوا ور وار کړه ، ډبري د غشي په رفتار پر جالوت ولګېدلې او مړ سو، پوځ چی يې کله د خپل طاقتور اتل وژل وليدل، په تېښته سول بني اسرائیل ورپسې وه او ټول سرتیري ئې ووژل او د خپلو کلونو- کلونوغچ ئې واخيست. ددې قصې يادونه الله عزوجل د خپل پاک کلام د بقرې سورت په[۲۴۶-۲۵۱] آيتونو کي ذکر کړې ده. [ابن کثير: د پیغمبرانو کیسي]

 

درس: 

۱- دین ځانګړي نژاد، قوم،  ډلي او مشر ته په ميراث نه رسېږي، بلکي په تقوا پوري اړه لري. 

 

۲- په دين کي تر داخلېدو وروسته انسان همېشه د الله عزوجل له لوري د امتحانونو سره مخ وي، کاميابه هغه وي، چي پر مصيبتونو صبر او استقامت ولري.

 

۳- الله عزوجل همېشه د خپلو مخلصو او مؤمنو بنده ګانو نصرت کوي، که څه هم د دوی شمېر کم وي.

 

د پام وړ:
 ډبره، چي موږ ته يو بې اهميت شی ښکاري، په اسلام کي یو بډایه تاریخ لري، ډبره که څه هم يو بې ځانه مخلوق دی، خو د الله پاک په اراده د زياتو معجزانه پيښو د رامنځته کېدو سبب سوې.

 

پيغمبر علیه السلام  فرمايلي: « إِنِّى لأَعْرِفُ حَجَرًا بِمَكَّةَ كَانَ يُسَلِّمُ عَلَي قَبْلَ أَنْ أُبْعَثَ إِنِّي لأَعْرِفُهُ الآنَ ».[صحيح مسلم]
ژباړه: "زه په مکه کي يوه ډبره پېژنم، چي پر ما ئې د بعثت مخکي سلام اچاوه، زه اوس هم هغه پېژنم. "

 

په همدې ډول په اسلامي تاريخ کي داسي نور زيات واقعات سته، چي هلته د دې عجيب مخلوق (ډبري) د کردار يادونه سوې ده، لکه: رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ته تر بعثت مخکي د ډبرو سجدې او سلام ويل يا د هغو درو کسانو واقعه، چي د غار مخ ته ئې ډبره را ايله سوې وه او بيا ئې الله عزوجل ته خپل اعمال وړاندي کړل او ډبره د غار له خولې څخه ليري سوه.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه

سرته