تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښه ملګری څوک دی؟
  تعلیم الاسلام راډیو
  February 27, 2022
  0

ليکنه: مولوي نورالحق"مظهري" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ښه ملګری هغه دئ، چي صالح انسان وي، دالله اطاعت کوونکی، اوامرو ته ئې تسليم او د هغه په خوشحاله کولو باندي ډېر حريص وي، د ښه کار  پر کولو په صداقت اوايماندارۍ سره تلوار کوونکي وي او دبدکار څخه په تقوی باندي ډډه کوونکی وي، دپيغمبر صلی الله علیه وسلم دسنت او اهل السنت سره مينه ولري،

 

دوستي اودښمني ئي د الله جل جلاله په خاطر وي، د ګناه اوسرکښۍ څخه ئې بدراځي، پرهيزګار اوپاک انسان وي، تل د خيرکارونه په پټه سره کوي، په زړه کي ئې بغض اوحسد نه وي.

 

ښه ملګری هغه دئ، چي الله عزوجل در پيادوي او د الله پاک په اطاعت کي درسره مرسته کوي.

 

ستا په ښويدلو او انحراف غمجن اوپه هدايت او سمون خوشحاله کيږي.

 

تاپه ښو کارونو باندي امرکوي اود بدو څخه دي منع کوي. دخولې اولاس ضرر نه در رسوي.

 

ښه ملګری هغه دئ، چي ستاپه مقابل کي ئې تندی ورين اوخلاص وي، ژبه ئې نرمه او د پېرزويني څخه ډکه وي، زړه ئې تحمل اوپراخي ولري، لاس ئې خښم او قهر کنترول اوقابو کوي، تکبر نه کوي، دناروا کارونو اوخبرو شوقي نه وي، تاته په خيررسېدلو اوښه ژوند برابرېدلو باندي خوشحاله کيږي.

 

ښه دوست هغه دئ، چي په ښه کار موافقت اوپه بدکار مخالفت کوي، خپله ملامتيا مني، ستاپه ملاقات خوشحاله کيږي او تلوسه ورته لري، کله چي ورسره مصافحه کوې، نو په محبت درته لاس درکوي. تاته دالله د نعمتونو په حاصلېدلو باندي ئې زړه ښه کيږي او چي تاته يو مصيبت رسيږي خوائې درباندي بديږي.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۳ ګڼه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته