تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شکر کوه چي شکر کوې!
  تعلیم الاسلام
  February 8, 2018
  0

ليکوال: ډاکټر نثاراحمد صمد"واصفي " / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

محترم وروره او محترمي خور، د الله تعالی د هغو نعمتونو شکر ادا کوه، چي لرې یې؛ بلکي د هغو شیانو او هوسونو سوچ له سره وباسه، چي نه یې لرې که نه پرېشان او نا آرام به یې، حتی روحاً به ناروغ یې. هر څوک چي دغسي تش ارمانونه لري هغوی په همدې خواریو او بدمرغیو مبتلا دي. الله تعالی همدا فیصله کړې ده چي ته باید همداسي یې. 

 

پوښتنه دا ده څونه چي ستا نعمتونه او راحتونه ډیریږی، ولي په هغه اندازه ستا حرصونه او آرمانونه هم ورسره ډیریږي؟ جواب دا چي موږ پر سته نعمتونو او راحتونو شکر نه باسو. 

 

آیا متوجه یاست چي نن موږ او تاسي د پاچهانو او حاکمانو غوندي، آن تر هغوی هم ښه نعمتونه او راحتونه لرو؟ راځئ چي یو څو مثالونه ئې ذکر کړو: که قارون ته ووایې، چي زما په جیب کي د بانک ساده کارډ ستا د خزانو تر هغو درنو کلیانو هم ډېر ګټور اومؤثر دئ، چي د هغه مهال یو پهلوان به هم نه سوې پورته کولای، نو پر قارون به څه حال تیریږي؟

 

که کسرا ته ووایې، چي زما د کور یو کوچ ستا د تخت په نسبت څو چنده مستریح دئ، نو د هغه پر زړه به څه تیریږي؟ 

 

که د روم قیصر ته ووایې، چي زما د کور ساده ایرکنډیشن ستا د هغه پرتمین پیک څخه زر چنده یخه هوا جوړوي، چی مریانو به د فیل مرغ د بڼو څخه جوړاوه او پر تا به یې واهه، نو د هغه خوارکي به څه حال وي؟ 

 

که ته په خپل معمولي ټویوټا موټر کي کښېنې او د چنګیز خان یا هلاکو خان په وړاندي پَره کش کړې، نو د هغوی به پر خپلو اسونو څونه زړه بد او غمجن سي او له قهره به څونه سره او شنه سي؟ 

 

که ته د هرقل په مخکی د خپل یخچال سړې اوبه وڅښې او هغه ته خپل «د خاصو خټو څخه جوړ صراحي» ورپه یاد سي، چی په تکبر سره به ئې «یخي اوبه !» پکښي څښلې، نو زړه به ئې څونه له غم او حسرته ډک سي؟ 

 

دا لا څه، که ته خلیفه منصور ته د خپل حمام د ګیزر سړې او تودې اوبه ورښکاره کړې، چي غسل (شاور) په کوې او هغه د خپل مریي په ذریعه د یخو او تودو اوبو ګډول او بیا غسل کول ورپه یاد کړی نو پر زړه به ئې څه تیریږي؟ 

 

همدا شان، که ته هغو حاجیانو ته، چي پر اوښانو به ئې میاشتي-میاشتي ستړي او د خواریو ډک سفرونه وکړل او بیا به حج ته ورسېدل، د نن ورځي الوتکي ورښکاره کړې، چي په صرف څو ساعته کي دي آرام او هوسا مکې مکرمې ته رسوي، نو د هغوی بیچاره ګانو زړونه به څونه ارمانونونه وکړي؟ 

 

ښه، لا اوس هم پر خپل حالت، پر خپل راحت او پر خپل نعمت باندي شکر نه ادا کوې؟ آیا تر پاچهانو او سوبمنو واکمنانو ستا ژوند مستریح نه دئ؟ الله تعالی د سوره طه په (۱۳۱) نمبر آیت کي فرمایي:

وَلَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَى مَا مَتَّعْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِنْهُمْ زَهْرَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا لِنَفْتِنَهُمْ فِيهِ وَرِزْقُ رَبِّكَ خَيْرٌ وَأَبْقَى (۱۳۱)
ژباړه: او ددنيوي ژوندانه هغه ځل بل ته سترګي مه وراړوه چي موږ له دوی څخه راز- راز خلكو ته وركړي دي، تر څو هغوی امتحان کړو. هغوی ته مه ګورئ او ستاسي د رب روزي او نعمتونه ډېر ښه او پاته کېدونکي دي.

 

د الله جل جلاله څخه د نادیده نعمتونو پر غوښتلو ټینګار مه کوه، که ئې دغه نعمتونه چي اوس ئې لرې، نه وای درکړي څه به دي کول؟


نو شکر کوه چي انسان یې، شکر کوه چي مسلمان یې، شکر کوه چي سالم بدن لرې، شکر کوه چي نسبتاً آرام ژوند لرې، شکر کوه چي معیوب نه یې، شکر کوه چي ظالم نه یې..... آیا همداسي نه ده؟ که جواب مثبت وي، نو شکر کوه چي شکر کوې ! والسلام. 

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۳ ګڼه 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته