تازه سرليکونه
د (علوم الحديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د راوایانو عدالت او د موضوعي حدیث مخنیوی
  تعلیم الاسلام
  February 10, 2018
  0

لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 

د حدیثو د راویانو عدالت
هر څوک چي و رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ته د حديث نسبت کوي نو د هغه څخه اسناد پوښتل کيږي او بيا د سند ورجالو  يعني روايانو ته کتل کيږي که چيري روايانو هغه صفات درلودل چي د هغه پر بنسټ یې خبره منل کيده  نو حديث یې قبليږي او که روايان یې د عدالت او ضبط  څښتنان  نه وه نو بيا یې خبر ته اعتبار نه ورکول کيږي بلکي رديږي . 
ابواسحاق  ابراهيم  بن عيسى طالقاني وایې : ماعبدالله  بن مبارک رحمه الله ته وويل : ای ابو عبدالرحمن!  هغه حديث چي راغلئ دى چي :


 إِنَّ مِنْ الْبِرِّ بَعْدَ الْبِرِّ أَنْ تُصَلِّيَ لِأَبَوَيْكَ مَعَ صَلَاتِكَ وَتَصُومَ لَهُمَا مَعَ صَوْمِكَ. ( مسلم ) 
ژباړه : د مور او پلار سره د نېکۍ او احسان کولو وروسته د هغوى سره بله نيکي او احسان دا دى چي د خپل لمانځه سره د هغوى ( د ايصال ثواب ) له پاره هم لمونځ وکړې او د خپلو روژو سره د هغوى (د ايصال ثواب)  له پاره هم روژه ونيسې. 


 يعني دا حديث صحت لري او که صحت نه لري؟


ابن المبارک رحمه الله راته وويل:  اې ابو اسحاقه ! د دې حديث روايت د چا څخه کوو؟  ما ورته وويل : د شهاب بن خراش څخه ابن المبارک وويل:  شهاب بن خراش ثقه او د اعتماد وړ دى. هغه د چا څخه روايت کوي؟ ما ورته وويل د حجاج بن دينار څخه . ابن المبارک رحمه الله وويل : حجاج هم ثقه دى. حجاج د چا څخه روايت کوي ؟ ما ورته وويل: حجاج بن دينار د رسول الله ﷺ څخه روايت کوي . 


 ابن المبارک رحمه الله راته وويل : أَبَا إِسْحَقَ إِنَّ بَيْنَ الْحَجَّاجِ بْنِ دِينَارٍ وَبَيْنَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَفَاوِزَ تَنْقَطِعُ فِيهَا أَعْنَاقُ الْمَطِيِّ وَلَكِنْ لَيْسَ فِي الصَّدَقَةِ اخْتِلَافٌ. ( مسلم ) 
ژباړه : اي ابواسحاقه د حجاج بن دينار او نبي (ﷺ) ترمنځ داسي دښتونه دي چي د سپرلۍ غاړي پکي پرې کيږي خو په صدقه کي اختلاف نسته.


 يعني ددې حديث سند متصل نه دى ځکه چي د رسول الله ﷺ او حجاج بن دينار ترمنځ ډيره زماني فاصله وجود  لري ځکه چي حجاج بن دينار د تبع تابيعينو څخه دى لږ تر لږه دده او رسول الله ﷺ ترمنځ دوې واسطې يعني تابعي او صحابي راځي نو حجاج بن دينار حديث د نورو څخه اوريدلی دى خو هغه یې نه دي نومولي چي څوک دي لهذا هغوى نه معلوميږي چي څرنګه کسان دي.  


 نو ځکه دا حديث د همدې سند په اعتبار د منلو وړ نه دى. البته د صدقې يعني مالي خيرات په ايصال ثواب کي د ائمه کرامو ترمنځ اختلاف نسته .  


پر رسول الله ﷺ درواغ تړل
درواغ ويل کبيره ګناه ده  خو پر رسول الله ﷺ باندي درواغ ويل بيا بيخي لويه ګناه ده هغه کسان چي پر رسول الله ﷺ باندي قصداً درواغ وایې د هغوى ځاى د جهنم اور دى. ځکه چي رسول الله ﷺ فرمایي:  


مَنْ كَذَبَ عَلَيَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنْ النَّارِ . ( مسلم ) 
 ژباړه: هر څوک چي پرما قصداً درواغ وایې نو هغه دي د خپل ځان له پاره د جهنم په اور کي ځاى نيسي .  
هغه کسان هم په درواغجنانو کي شمېرل کيږي چي د بل د درواغو حديث ورته معلوم وي او بيا هغه بل ته بيانوي. ځکه چي رسول الله ﷺ فرمايي:  


مَنْ حَدَّثَ عَنِّي بِحَدِيثٍ يُرَى أَنَّهُ كَذِبٌ فَهُوَ أَحَدُ الْكَاذِبِينَ . (مسلم ) 
ژباړه: څوک چي زما څخه حديث بيانوي او دا ګمان ورته حاصل وي چي دا حديث درواغ دى نو هغه يو د درواغجنانو څخه دى.  يعني لکه څنګه چي د درواغو حديث جوړونکى جهنمي ګرځي دغه ډول د بل د درواغو حديث خپرونکى او نشرونکى هم جهنمي ګرځي .  


د درواغو څخه د ساتني طریقه
د درواغو حديث ته د محديثينو په اصطلاح کي موضوع وایې د موضوع حديث بيانول د مخکني حديث په حکم حرام دی البته که د موضوع روايت وضع هم بيان کړي يعني دا ورسره ووایې چي دا حديث موضوع دى نو بيا یې روايت کول جواز لري او راوي یې د درواغجنانو په ډله کي نه شمېرل کيږي .  


 د درواغو څخه د ژغورني او ځان ساتني يوه طريقه دا ده چي هر اورېدلى خبر بيان نه کړي ځکه څوک چي هره  خبره اوري او هغه بيا بل ته بيانوي او اعتماد پر کوي نو هغه به هرومرو د درواغجنانو په ډله کي راځي ځکه رسول الله ﷺ فرمایې :  


كَفَى بِالْمَرْءِ كَذِبًا أَنْ يُحَدِّثَ بِكُلِّ مَا سَمِعَ . ( مسلم ) 
ژباړه : د سړي د درواغو له پاره همدا کفايت کوي چي هر څه اوري هغه بيانوي .  


ځکه  هره خبره رښتيا نه وي  دراوغجنان هم  خپلي خبري خپروي نوهر خبر بايد څوک په پټو سترګو قبول نه کړي په خاص ډول هغه خبر چي نسبت یې رسول الله ﷺ ته کيږي ځکه چي په هغه سره يو شرعي حکم ثابتیږي. محمد بن سيرين رحمه الله وایې :  


إِنَّ هَذَا الْعِلْمَ دِينٌ فَانْظُرُوا عَمَّنْ تَأْخُذُونَ دِينَكُمْ. ( مسلم ) 
 ژباړه : يقينا دا د حديثو علم  دين دى نو تاسي ګورى چي خپل دين د چا څخه اخلى يعني په هر حديث باندي د دين يو حکم ثابتېږي. ځکه چي نبوي احاديث د اسلام دين تفسير کوي نو بايد د هر چا په خبر باور ونه کړل سي . 


بلکي د خبر راوي ته وکتل سي اوهم  د خبر امکان و سنجول سي که خبر د منلو وړ او ممکن وو يعني د قراني ايت صريح مخالف نه وو  او نه د نبوت د شان څخه مخالف وو او راوي یې رښتنى او امين وو هلته دي باور په کوي .  


ماخذ: معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث

 

سرته