تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حج ته د خلګو د رابللو لومړنی دعوت(۷)
  تعلیم الاسلام راډیو
  February 11, 2018
  0

 لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

اوس چي کعبه شريفه جوړه سوه د ډبرو يوه خونه ده خلک د هغې د عبادت دپاره ولي او څنګه ورته راسي؟
 دلته بيا و ابراهيم  علیه السلام ته الْهي امر وسو چي خلک و بيت الله الحرام ته په حج کولو سره خبرکړه الله عزوجل  د سورةالحج  په (۲۷) نمبر آيات کي فرمايي: 


(وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا... )
يعني: په خلکو کي د حج د آداء کولو د پاره ږغ وکړه چي تا ته به د هره ځايه څخه پياده او پر پښو حاجيان راسي. 
ابراهيم علیه السلام  و ويل: الْهي! زه څنګه کولاى سم چي ټول خلک خبر کړم؟ زما  آواز به و ټولو خلکو ته څنګه ورسيږي؟ د الله عزوجل  د طرفه ورته و ويل سوه: يا ابراهيم! پر تا ناره ده او پر ما یې تر خلکو پوري رسول دي، ته فقط ږغ وکړه دا چي و خلکو ته څنګه رسيږي دا زما کار دى، ته فقط  په آواز کولو سره مامور يې. 


نو ابراهيم علیه السلام  د عرفات و غره ته ولاړى او لوړ و غره ته وختى او په حج کولو سره يې ناري کړل: اې خلکو! د بيت الله شريفي حج  پر تاسي لازم دى او ور ته راځی، نو د دې سببه عرفات د حج په شعائرو کي راغلى دى او د حج مهم رکن هم دى ځکه عرفات د خلکو د حج کولو دپاره د اعلان او خبرتيا ځاى دى. په يوه بل روايت کي ويل کيږي چي د مقام ابراهيم پر ډبره ودرېدى او دغه ږغ يې وکړى.  


اوس نو د الله جل جلاله  د امره سره مطابق ابراهيم علیه السلام  په حج کولو سره اعلان وکړى او الله عزوجل  دغه د ده آواز تر مشرقه او مغربه و رساوه، دا د الله جل جلاله  د طرفه څخه معجزه وه چي ټولو خلکو د ده آواز واورېدى، همدارنګه الله جل جلاله  د ټولو انسانانو په زړو کي د کعبې شريفي حُب او محبت، تعظيم او تکريم ور واچاوه.
بيانو د دنيا د اطرافو څخه د د کعبې شریفي د عزت او حج کولو دپاره خلک راتله خاصتاً د جزيرة العرب څخه په ډلو ډلو خلک همېشه ورته را تلل، حج او د الله جل جلاله  عبادت به يې کاوه هر کال حج کېدى د کعبې شريفي تعظيم او احترام کېدى. 


ټول عرب مسلمانان او موحدین وه!
دا د الله جل جلاله   قدرت او معجزه ده که نه د هيڅ انسان په وسه نه ده پوره چي د ډبرو و خوني ته دي دومره عزت او اعتبار ورکړي، اوس نو کعبه شريفه معززه سوه او د ابراهيم علیه السلام  دين نشر سو، توحيد او د يوه الله عزوجل  عبادت په خلکو  کي شروع سو، ټول عرب د ابراهيم علیه السلام  پر دين وه او د ټولو عربو عقيده د توحيد او وحدانيت عقيده وه يوازي او يوازي د الله جل جلاله  عبادت کېدى په ټوله جزيرة العرب کی هيڅ کافر او مشرک نه ؤ موجود، خو عُمر دى تېريږي، څه وخت او زمانه پر دغه حال تېر سوه تر څو چي د خُزاعه په قبيله کي د (عمرو بن لُحى) په نامه سره يو نفر پيدا سو.


د خزاعه او جُرهُم دوې قبیلې
خُزاعه د عربو يوه بله قبيله ده او دغه عمرو د دغي قبيلې رئيس او سردار ؤ، دغه عمرو بن لُحى د جُرهم د قبيلې سره هغه چي پر مکه مکرمه آمران وه جنګونه شروع کړل غواړي چي د کعبې شريفي تصرف او د مکې مکرمې آمريت ځني واخلي او  د دغو دوو قبيلو په منځ کي ډير لوى جنګ پيښ سو خو په آخر کي د جُرهُم قبيلې شكست او ماته وخوړل او د مکې مکرمې تصرف او آمريت د خُزاعه د قبيلې لاس ته ورغلل،

د دغو جنګو او ماتي په نتيجه کي د جُرهُم د قبيلې ډير کسان د مکې مکرمې څخه دباندي و وتل او ځيني يې په مکه مکرمه کي پاته سول او دالته يې استوګنه کول مګر کارونه او آمريت ټول د خُزاعه د قبيلې په لاس کي وه، خو کوم وخت چي د جنګ په جريان کي د جُرهم قبيله په خپله ماته او شکست پوه سوه نو يې غوښتل چي د خزاعه قبيلې ته په مکه مکرمه کي تکليف او مشکلات جوړ کړي او د دغي قبیلې ژوند ور تريخ کړي، غواړي چي دغه تکليف او زحمت د اوبو د نېستيوالي په سبب ورته پيدا کړي.


هو! د مکې مکرمې د ښار عزت او عظمت، لويي او حُرمت په کعبه شريفه سره دی، خو د خلکو ژوند يې د زَمزَم په اوبو سره ؤ، که اوبه نه وي هلته بيا ژوند تريخ دى، نو د جُرهم قبيلې د خزاعه د قبيلې د ژوند تريخولو دپاره د جنګ په وخت کي د زَمزَم څا پټ کړى او هغه په کعبه شريفه کي پرتې خزانې يې هم ټوله و دغه څا ته ور واچولې چي یوه د سرو زرو اوسۍ هم پکښې وه او د څا يې هيڅ نخښه او علامه نه پرېښودل،

کوم وخت چي د خزاعه قبيلې د مکې مکرمې تصرف او آمريت په لاس کي واخستى د زَمزَم د اوبو يې هيڅ اثر نه کړى پيدا نو مجبوره سوه اوبه به يې د مکې مکرمې د دباندي څخه راوړلې، د خُزاعه قبيلې د مکې مکرمې آمريت لاس ته را وړى خو زَمزَم نه سو ور پاته ځکه هغه پټ او ښخ کړل سو، زَمزَم تر هغه وخته ورک او پټ ؤ چي دوهم وار بيا زموږ د پاک پيغمبر سرورکائنات أشرف المخلوقات محمّد مصطفْی  صلی الله علیه وسلم  نيکه عبدالمطلب وکِندى.
دا د زَمزَم د څا د پټېدلو قصه وه چي پر مکه مکرمه د خزاعه د قبيلې د تسلط په سبب د جُرهُم د قبيلې د طرفه پټ کړل سو.


نور بیا...
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

سرته