تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زموږ سره د کافرانو مرسته
 
  September 23, 2012
  0

زموږ سره د کافرانو مرسته

ضياء الدين

بې ديني يې راوړه- دين يې يوړی

رواج يې راوړی- سنت يې يوړی

فلم يې راوړی- علم یې يوړی

هوس يې راوړی- سکون يې يو وړی

رشوت يې راوړی- عدالت يې يوړی

فېشن يې راوړی- حيا يې يوړه

سېنما يې راوړه- مدرسه يې يوړه

رايه يې راوړه- امن يې يوړی

ساز يې راوړی- عبادت یې يوړی

ډرامه يې راوړه- لمونځ يوړی

انټرنيټ يې راوړی- شرم يې يوړی

سندره يې راوړه- تلاوت يې يوړی

کېبل يې راوړی- غيرت يې يوړی

ناپوهي يې راوړی- دين يې يوړی

فټبال يې راوړی- درس يې يوړی

بانک يې راوړی- برکت يې يوړی

سود يې راوړی- زکات يې يوړی

دولت يې راوړی- محبت يې يوړی

سړک يې راوړی- کانونه يې يوړه

نفاق يې راوړی- اتفاق يې يوړی

دښمني يې راوړه- وروګلوي یې يوړه

اختلاف يې راوړی- اتحاد يې يوړی

ټي وي يې راوړی- هدايت يې يوړی

ويډيو يې راوړه- خوب يې يوړی

ډيموکراسي یې راوړه- شريعت يې يوړی

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ. سورت المائده ۵۱

ژباړه: ای مؤمنانو! یهود او عیسویان مه دوستان کوی، (دوی یو تر بله) ځیني د ځینو نورو دوستان دي (تاسو ته په اتفاق دي)، او هر چا چي په تاسو کي د دوی سره دوستي وکړه نو بېشکه دی هم ددغو (یهودو او نصارا) د ډلي څخه دی. بېشکه الله تعالی (هغه) ظالم قوم ته لارښوونه نه کوي (چي کفار خپل دوستان ګرځوي).

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته