تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د لوړ غوړ لرونکو خوړو ۴ زیانونه
  تعلیم الاسلام ویبپاڼه
  March 4, 2018
  0

ستاسو صحت ته د لوړ غوړ لرونکو خوړو ۴ زیانونه


ژباړن: حضرت عثمان نوري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ډېری خلک ددې شکایت کوي چې فشار مې جګیږي، معده مې سوځي یا جوش کوي، د ویني غوړ مې زیات دي، پښې مې درد کوي، هر وخت مې په سر درد وي او داسې نورې ګېلې، چې ډېری مهال له مضرو خوراکي توکو په پایله کې پېښیږي. دا مهمه ده چې تاسې پوه شئ؛ هغه خواړه چې تاسو یې روزمره خورئ، په ځانګړي توګه د غوړ خواړه، ستاسو روغتیا باندې اغیزه کوي او د ښه صحت څخه مو خلاصوي. دلته پینځه ډوله غذايي خوارکونه موږ روښانه کوو چې ستاسو صحت زیانمنوي.


لومړی: هاضمي سیسټم له خنډ سره مخ کوي
ډاکتر بارمر وايي: " کله چې موږ غوړ لرونکي خواړه وخورو؛ په دغو خوړو کې د غوړو اندازه د بدن په هاضمي سیسټم باندې فشار راوړي." په واقعیت کې غوښه د کاربوهایډریټ او پروټین مادو په پرتله ورو ورو هضم کیږي، او دا هاضمي انزیمونو ته اړتیا لري، لکه د هضم لپاره د معدې تېزاب او د صفرا په مرکباتو سره هضم کیږي.


دوهم: ستاسو معده زیانمنوي  
  د لوړ غوړ لرونکي خواړه ستاسو معده زیانمنوي؛ ځکه لوړ غوړ لرونکي خواړه په معده بد تاثیر کوي او له همدې امله مو ورسره هاضمي سیستم مخلل کیږي. ډاکټران همداراز ټینګار کوي چې د غذايي توکو چټک خوراک ستاسو معده زیانمنوي او د هضم له ستونزې سره یې مخ کوي. 


ډاکټران وايي: تاسې د خولې (ژاملې) دنده معدې ته مه پرېږدئ یعنې لومړی مړۍ ښه وجوئ؛ بیا یې په ستوني تېره کړئ، ځکه دا چاره ستاسو په معده بوج نه راوړي.


دریم: لوړ غوړ لرونکي خواړو سره مو د وینې غوړ زیاتیږي
 د غذايي توکو خوراک ستاسو په بدن کې بکتریاوې جوړوي، څو په هضم کې ورسره پوره مرسته وکړي. ډېرېو څېړنو ښودلې ده چې هغه غذايي توکي چې تاسو یې خورئ، د معدې ګټور انتفاعات دي چې معدې ته د مایکروب په نوم ور پېژندل کیږي، چې پرې آغېزه کوي او هاضمي سیستم مو له خنډ سره مخ کوي. معده د هضم لپار لومړۍ سرچینه ده او د معدې په تېزابو سره هضم پېلوي.


څلورم: لوړ غوړ لرونکي خواړه مو د زړه او په شکرې ناروغۍ اخته کوي 
که تاسې له لوړ غوړ لرونکو خوړو څخه استفاده کوئ، نو رنځ پوهانو دغه خوراکونه مضر بللي او دوی وايي چې، لوړ غوړ لرونکي خواړه مو د زړه او په شکرې ناروغېو اخته کوي. په ۲۰۱۴ م کال کې یوې څېړنې ثابته کړې وه چې هغه کسان چې د لوړ غوړ لرونکو خوړو څخه استفاده کوي، د ناروغۍ کچه یې ۳۸٪ سلنه پورته شوې وه، دغه راز په دې خلکو کې د زړه په رنځ اخته کسانو د پراختیا خطر ۲۳٪ سلنه زیاتوالی کړی وو.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته