تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خپل قوم ته د حقارت په سترګه ګورې؟؟
  تعلیم الاسلام راډیو
  March 5, 2018
  0

لیکنه: فاروق الخطاب / ژباړه: محمد هاشم شاهین

 

دا ترغزوة الخندق وروسته خبره ده، په مکه کي د قریشو سردارانو په حیرت سره د یو بل سره دا بحث کاوه، چي څرنګه محمد ﷺ یو کامیاب ترین ریاست تأسیس کړ او اوس به نو ژر تر ژره ټول حجاز فتح کوي.

 

په همدې اثناء کي د بني مخذوم سردار(عکرمه ابن ابی جهل) خبري پیل کړې او وئې ویل چي: څه به وسي که ټول عرب متحد سي او یو واحد جسد وګرځي؟ آیا دوی به د فارس او روم په څېر ستر سلطنتونه فتح کړي؟ موږ عرب خو د هغوی په مقابل کي هیڅ نه یو.

 

 هغوی دواړه ابر قدرتونه دي او موږ که هر څونه هم ښه او منظم سولو بیا به هم د یو څو زرو لیونیو مجموعه یو، هغوی منظم فوځونه دي، باقاعده منظمي قطعې دي، مختلف زونونه دي او ډیر منظم تګکوي او داسي نور... هغوی د جنګي علومو ماهرین دي او موږ بس لوټماران... موږ به ئې مقابله په څه ډول سره وکړای سو؟

 

ددې ټولو خبرو د اورېدلو وروسته د قریشو د فوج مشر خالد بن ولید وویل: (تُحَقِّرُ قٌومَك؟؟؟) يعني خپل قوم ته د حقارت په سترګه ګورې؟؟؟

په خدای قسم که موږ ټول متحد سو، نو د نړۍ هیڅ قوت به موږ ته ماته رانه کړي، تاسي نه وینئ چي د څو ورځو خبره ده، محمد ﷺ د خپلو څو ملګرو سره له دې ښاره و ایستل سو او موږ همدا ګمان کوی، چي اوس نو دوی ختم سوي دي؛ خو ګورئ چي ټولو قبایلو د ګډ ایتلاف باوجود دوی ته ماته ورنه کړای سوه.

 

خالد د قریشو د فوځ لومړی مشر وو، هغه د جګړې او د جګړه اییزو چلونو ماهر وو، د جګړې تر پیل د مخه به ئې پر ریګو د جګړې د میدان د نقشې د ترسیمولو وروسته کولای سوای، چي نتیجه ترې اخذ کړي. دی د حضور ﷺ د حقیقي رسالت په لور مائل سوی وو، په زړه کي ئې نور ځلېدلی وو او زړه ئې د اسلام د حقانیت او د محمدﷺ د رسالت ګواهي ورکړې وه.

بیا منظر بدل سو او په یرموک کي همدوی دواړو د اسلامي فوځونو رهبري کوله، دوی رومي سلطنت ته ماتي ورکړه او عکرمه...

عکرمه:..."زه د محمد ﷺ په خلاف جنګېدلم؛ خو نن د هغوی له پاره جنګېږم، اې الله جل جلاله! زما تر خطاوو راتېر سه او ماته شهادت را په نصیب کړه."

 

 د همدې شعار په زمزمه کولو سره ئې د اسلام د حقانیت شاهدي ورکوله او د ابدي ژوند په لور وکوچېد...

 

 خالد هم حیران وو چي موږ به په دې اړه د یو بل سره ټوکي کولې، چي د فارس او روم سلطنتونو ته به شکست ورکوو او دا یو نن موږ فاتحین یو، ابوسفیان او سهیل بن امر یقین نه سو کولای، ویل يې: داسي ګمان کوو، چي موږ هم هالته تم سوي یو او وخت ډېر مخته تللی دئ، لکه زمانه چي بدله سوې وي...

 

په یرموک کي تر فتحي وروسته خالد رضی الله عنه وویل:"بنی مخذوم خو تر دې مخکي په یوه ورځ دونه ځوانان کله هم نه وو قربان کړي، سلام دي وي پر تا ای عکرمه! پر تا دي سلام وي اې عیاش بن ربیعه! پر تا دي سلام وي سلامة بن حشام! (رضی الله عنهم) تاسي د شام د فتح کولو کیلیاني واست، تر قیامته پوري به له دې ځایه تیرېدونکی هر مسلمان پر تاسي سلام وايي".

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۳ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته