تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موږ او نوى کال
  تعلیم الاسلام راډيو
  March 20, 2018
  0

لیکنه: محمد نبي سلطاني / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 پردې نړۍ ترډېره حده د انسانانو د ژوند بقاء او پايښت، سمون او بدلون، اصلاح او فلاح، جوړونه اورغونه  د دوى (انسانانو) په خپل لاس کي ده، دوى کولاى سي په خپل همت او استعداد د نړۍ پرمخ د خپلو سيالانو په منځ کي د خپل کار او زيار په وسيله غوره ژوند ولري او يا برعکس د خپلي لټۍ، ټمبلۍ، بېکارۍ او بېغورۍ له لاسه د نړۍ ترټو لو پس پاته ملت و اوسي. 


دا کار او زيار دئ، چي د نړۍ پرمخ د ملتونو هويت، ازادي، استقلال او خپلواکي تضمينوي او برخليق ئې ټاکي. هغه ملتونه چي د خپل راتلونکي لپاره انديښمن دي، کارکوي او پرخپل ځان د متقي کېدا لپاره د نړۍ د حوادثو او طوفانو سره ډغري وهي، ځان او راتلونکو نسلو ته د هوسايني، پرځان د ويساکېدا او  باورمندتيا لار پرانيزي.


  هغه ملتونه چي نه د نن او نه د سبا غم ورسره وي لټ، بې غوره، بې کاره او بېروزګاره، نه خپل او نه د بل غم ورسره وي، نه ځان او نه نورو ته ګټه رسوي، يوازي غواړي چي شپه او ورځ تېره کي، مذبذب، لالهانده، وږي، تږي، بل ته محتاجه او د بل تر تسلط لاندي لکه  د صحرا ډبري شپه او ورځ به پر تېرېږي خو پرته له کومي ودي او نمو، نه به په ژوند کي د بدلون  هڅه کوي او نه د سمون اونه د راتلونکو نسلو. موږ د دغه دوهم ډول ملت څخه يو، نه د ژوند د بقا‌ء هڅه کوو اونه د راتلونکي فکر، يوازي غواړو شپه او ورځ تېره کړو. ځکه: 


پر موږ په سلهاوو پسرليه له سلهاوو پيغامو سره مل راغلل، خو زموږ د زړه او دماغ دړه ورته پرا نه نیستل سول.


وچي درختي ئې زرغونې کړې، سندونه ئې بهاند کړه، غرونه ئې په شنو ونو وپوښل، صحراوي ئې په ګلو فرش کړې، خو زموږ په زړه کي ئې د ميني ، محبت،  يوالي، مرستي، کومک، صبر، زغم او ټيکاو تخم شين نه کړ.


د اسمان پرمخ ئې غونډۍ – غونډۍ وريځي را وستۍ،  د رحمت بارانونه ئې وورول سمي او ويجاړي، دښتي او ښارونه، غرونه او رغونه ئې د رحمت په اوبو ومنځل، خو زموږ  زړونه، نه.


د اسمان په کنګرو کي ئې برېښنا وپړکول، ځلا  او پړکا ئې ټوله نړۍ پر سر واخيستل، د ژوند نغمه ئې د راوېښولو په موخه د هر بيده موجود په غوږ کي وږغول، نوی روح ئې په رګوکي ور پوه کړه، د ژوند په نوم ئې له ژوند سره اشنا او د ژور خوبه راويښ کړ، خو له بده مرغه چي موږ بيده پاته سو.


بلبلانو ئې په راتلو سره د ګل په ستاينه خولي خلاصي کړې، خو موږ ئې په راتلو سره د خپل منعم رب شکر ادانه کړ.
بوراګانو ئې په راتلو سره خپلي سيني د ګل په مينه زخمي کړې، خو موږ د خپل رب په مينه کي خپلي پزي هم ويني نه کړې.


هرڅه ئې نوي کړل، خو زموږ فکرونه، ذهنونه، خيالونه او کارونه لا هم همداسي زاړه پاته دي.


وني ګلان او نور ...  ئې له خوبه او راويښ کړه، خو موږ، نه! 


په خپل تاندوالي او ښکلا سره ئې د یووالي، ښکلا او خوښیو وږمې راوړي ، خو بدبختانه چي زموږ برخه پکښي بېخي نه وه. 
د تور تم او تيارې ټغر ئې ټول کړ، خو زموږ پرسترګو لا تياره ده.

 

شپې ئې لنډي کړې، خو زموږ خوبونه، نه.  


د ژمي سوړوالى ئې له منځه يووړ، خو موږ لا په کار او فعاليت کي ساړه سو.


زراعت وده وموندل د هيواد په لر او برکي په الهي امر سره په غرو او رغو کي وني، بوټي، ګلان او ... شنه سول، خو موږ  په خپل کور او د کور مخي ته د يوه نيالګي په کښېنولو موافق نه سو. 


د ګلابونو عطرونه ئې په هواکي خپاره کړل، ټوله نړۍ  جنت - جنت، د عطرو خوږې وږمې هر چا حس کړې، خو موږ، نه ځکه چي زموږ د هيواد هوا د باروتو لګيو او د وينو بوی نيولې. 


په خوله مو د هيواد د پالني نارې ووهلې، شعارونه مو ورکړه، کوڅو او بازارو ته راووتو، پر پاکو سړکانو مو چاروګان تېر کړه، په راډيو، تلويزيون او ورځ پاڼو کي مو د وطن د جوړولو او ابادلو شعارونه ورکړه، ځانونه مو د هيواد رښتيني خدمت کونکي معرفي کړه او... خو له بده مرغه په عمل کي مو ثابته نه کړه چي موږ د دې هيواد رښتني بچيان يو.


شاعر د ګل او بلبل، شمع او پتڼ، عاشق ، می او ميخور، خرابات او مناجات، ، ساز او سرود، سرنده خورا په جوش او خروش وږغول، خو د ملت پر مينه او محبت، يوالي او ورورولۍ، اتحاد او اتفاق، سولي او ټيکاو، ويښتيا او بدلون، کار او زيار ئې سوڼ هم له خولې ونه وت.  


نورو ملتونو د پسرلي په راتګ سره په کار او عمل غرونه زرغون،  صحراوي شنې، سيندونه بهانده، مځکه و فضاء تر پښو لاندي کړه، خو موږ خپل هرڅه له خاوروسره  خاوري کړه. 


نورو ملتونو ورڅخه د حرکت او فعاليت، نوښت او ابتکار قوت او قدرت پيغام واخيست، خو موږ  له خپل لرلي حرکت او فعاليت، نوښت او ابتکار، قوت او قدرت څخه محروم سو. 


نورو ملتونو تې د پوهي او علم، سیرت او بصيرت، تاندوالي او تېزوالي، نوښت او ابتکار  شعور او احساس ورکړ، خو موږ ته جنګ، جګړې، نفرت، بدبيني، بغض، کينه، عناد، وژني لوټني. 


داولي؟ دا ځکه چي پوهي او علم،  سیرت او بصرت، نوښت او ابتکار، اصلاح او سمون، فلاح او خير،  شعور او احساس او... مو پردي سوي، د ژوند مينه مو له زړو وتلې، له ژونده مو زړونه تور دی، د ژوند په نامه هيڅ نه پېژنو، لک د اختري پوسونه د بل لپاره ژوند کوو او بس.

 

پسرليه تا وګټل !

 

سرته