تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیکولرزم: د اخلاقیاتو ړنګول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 26, 2018
  0

ژباړه او ټولونه: اسد الله انعام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

جيم- اخلاق:
علمانيت او سيکولريزم پر اخلاقياتو تر بل هر ډګر زيات تاثير وکړ، ځکه صحيح دين د طبيعي اخلاقو روښانه منبع ده، کله چي دا چينه وچه کړل سي نو حتما به د اخلاقو تدريجي زوال پيلېږي، چي دا د اخلاقو د فقدان لوی سبب سو،

 

په پيل کي د (سيکولريزم) حاميانو دا باور درلود، چي موږ کولای سو د اخلاقو د تحفظ او پر ځای پاته کېدو لپاره له دين پرته بله منبع پيدا کړو، دا که طبيعي وي، د بشري نفس په لاس جوړه سوي وي او که له بله ځايه... دوی له پيله فساد غوره کړی وو، او د ځان سره ئې ددې تصور لا هم نه کاوه چي آيا د بشريت لپاره دا ممکنه ده، چي بېله اخلاقو خپل ژوند تېر کړي؟ دوی د دين پرته د اخلاقو پر منبع د بحث په لټه کي وه.... پر همدې فکر دوی پاته وه او راتلونکي نسلونه ئې تر مخکنيو زيات سيکولر فکر خپل کاوه، ځکه چي د ټولنيزو اخلاقو له حقيقي منبع (دين) څخه پردي او ليري سوي وو.

 

په همدې توګه نسل پر نسل دې حد ته ورسېدل، چي د اخلاقو په نوم ټولي پولي ماتي کړلي سولې، د دين په نوم له هري جزئې شي سره دښمني خپل اوج ته ورسېدل، که څه هم دا به د واقيعت او حقيقت مطابق داسي حقايق وه، چي سترګي ورباندي هيڅکله نه سوای پټېدلای، نتيجه ئې شلمه پېړۍ وه! چي پکښي انسان ځان له ټولو قيودو (ديني، اخلاقي...) څخه آزاد کړ او په انساني شکل او صورت کي ئې ځانته د حيوانيت ژوند غوره کړ.  ( محمد قطب، مذاهب فكرية معاصرة، المکتبة الشامله، درېيم اصدار: ج:۲، ص: ۶۴)

 

ماخذ: علمانیت

 

په غرب کي د اخلاقي فساد وژونکی حالت

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته