تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قاضي ثناء الله پاني پتي رحمه الله ژوند
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 28, 2018
  0

د اسلامي نړۍ د ځلانده ستوري ( قاضي ثناء الله پاني پتي ) رحمة الله علیه مختصر ژوند لیک


پښتو ژباړه: عزت الله کوټوال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


عظیم مفسر قاضي ثناء الله پاني پتي رحمه الله د هند په مشهور ښار پانی پت (مشرقي پنجاب) په محله قاضیان کې په ۱۱۴۳ھ مطابق د ۱۷۳۰ء تر ۱۷۳۱ء پیدا شوی. 


نوموړی د شیخ جلال الدین الأولیاء له اولاد څخه دی او د ژوند اکثره حصه یې همدلته تیره کړې، دده مشر ورور قاضي محمد فضل الله د والد له وفاته وروسته دده پالنه او تربیت کړی.


نوم یې: 
ثناءالله د پلار نوم یې قاضی محمد حبیب الله عثماني، کوم چې جید دیني عالم او کامل صوفي وو.


القاب یې: 
مولانا شاہ عبدالعزیز محدث دهلوي رحمه الله نوموړي ته د وخت بیهقي وایې او مرشد حضرت مرزا مظهر جان جانان رحمه الله  بیا په علم الهدی ستایلی دی .


په اوه ۷ کلنۍ کې یې قرآن پاک حفظ کړ او له دې څخه وروسته د نورو علومو په زده کړه کې مشغول شو، تر دې چې ډهلي ته هم د زده کړو لپاره ورسید چیرته چې شاہ ولي الله محدث دهلوي استوګن وو ، دده څخه یې د حدیثو علم حاصل کړ، په ۱۶ یا ۱۸ کلنۍ کې یې زدکړې تکمیل کړې .


د علم د حصول څخه وروسته وطن ته واپس راغی او باقي عمر یې په افتاء، تصنیف، تالیف او د علومو په نشر کولو کې تیر کړی، ده په پاني پت کې قضاء هم کړې او ددې لوړې عهدې یې په پوره ښکلې طریقي سره حق اداء کړی .


 قاضي ثناء الله پاني پتي رحمه الله چې د خپل وخت عظیم فقیه، محدث، محقق او مفسر وو، په فقه او اصولو کې دی ده اجتهاد مرتبې ته رسیدلی . 


په تفسیر ، کلام او تصوف کې ورته پوره عبور حاصل دی، له دیرشو ۳۰ یې ډیر تصانیف او تالیفات لیکلي، مشهور کتاب یې تفسیر مظهري دی!


دغه تفسیر ده د خپل مرشد مرزا مظهر جان جانان رحمه الله په نوم منسوب کړی، د تفسیر انداز یې محدثانه دی، دغه تفسیر د پخوانو  مفسرینو د اقوالو او تاویلاتو جامع هم دی. 

 

 

ددې تفسیر د اردو ترجمې فریضه د ( ادارہ ضیاء المصنفین) درو فضلاء انجام کړل او د مذکوره ادارې د پنځوستو ۵۰ څخه ډیرو فضلاؤ ددې د مأخذونو تخریج وکړ او په لسو ۱۰ جلدو کې یې شائع کړ .


او لاندې کتابونه یې هم د یادونې وړ دي :


وصیت نامه
مالا بد منه
ارشاد الطالبین
جواهر القرآن
حقیقت الاسلام
شهاب ثاقب
تذکرۃ الموتی والقبور
تذکرۃ المعاد
رساله در حرمت و اباحت سرود
رساله در مسئله سماع و وحدت الوجود
السیف المسلول
رد مذهب شیعه
رساله حرمت متعه
 او داسې نور …


بیعت او خلافت : 
قاضي ثناء الله پاني پتي رحمه الله د شیخ حافط شاہ محمد عابد لاهوري سنامي احمدي نقشبندي رحمه الله په لاس بیعت وکړ ، دده له وفات وروسته یې د حضرت میرزا مظهر جان جانان رحمه الله څخه فیض حاصل کړی او د یو روایت مطابق دده د ارشاد پر اساس یې د میرزا مظهر جان جانان دهلوي څخه یې فیض حاصل کړ . 


میراز مظهرجان جانان رحمة الله علیه دده د شخصیت څخه ډیر متأثر وو، دی یې په علم الهدٰی ملقب کړ، نوموړی د قاضي ثناء الله په هکله وایي :


که الله تعالی د محشر په ورځ له مانه پوښتنه وکړي، چې زما لپاره دې څه تحفه راوړې؟


نو زه به ثناء الله ورته پیش کړم!


وفات:
د اسلامي نړۍ دغه مشهور مفسر په د رجب پر اوله ۱۲۲۵هـ مطابق د ۲ د اګست ۱۸۱۰م  له نړۍ سترګې پټې کړي.


مأخذونه:
تذکرہ قاضی محمد ثناء الله پانی پتی، ډاکټر محمود الحسن عارف، ادارہ ثقافت اسلامیه لاهور
 اردو دائرہ معارف اسلامیه جلد ۶،صفحه ۱۰۳۲ تر ۱۰۳۴، دانشګاه لاهور
 اقوال زریں حضرت قاضی ثناء الله پانی پتی

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته