تازه سرليکونه
د (علوم القران) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قرآن کريم نوم او تعریف
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 8, 2018
  0

ژباړه: مولوي محمد اکبر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د قرآن کريم اصلي نوم قرآن دئ، خپله قرآن د خپل ځان له پاره دوه اويا (۷۲) واري دا نوم استعمال کړی دئ.
د عربي ژبي د قاعدو له مخي د دې لفظ مأخذ څه دئ؟، په دې اړه درې قولونه را نقل سوي دي:


لومړی قول دادئ چي:- قرآن د ( ق،ر،ء) د مادې څخه جوړ سوی دئ چي معنی يې لوستل دي، يعني يو داسي کتاب چي ډېر او څو څو واري لوستل کېږي، د ډېرو علماؤ همدا رأيه ده او خپله د قرآن کريم د دې ارشاد:


 (إِنَّ عَلَيْنَا جَمْعَهُ وَقُرْآنَهُ  * فَإِذَا قَرَأْنَاهُ فَاتَّبِعْ قُرْآنَهُ) (۱) 
څخه د همدې نظر او رأيي تاييد کېږي.


دوهم قول دا دئ چي:- د قرآن اصل د (ق،ر،ن) د مادې څخه جوړ سوی دئ او د دې معنی يو د بل سره مشابه کېدل، ځکه د قرآن کريم مضامين يو د بل سره مشابه، سره تړلي او د اختلاف او ټکر څخه خالي دي، دا رايه و علامه ابوالحسن اشعري رحمه الله  ته منسوبه ده.


دريم قول د امام شافعي رحمه الله دئ :- چي د قرآن لفظ د کوم بل لفظ څخه نه دئ جوړ سوی، دا پر نبي (صلی الله علیه وسلم) د نازل سوي کتاب علم دئ، لکه تورات چي پر حضرت موسی (علیه السلام) د نازل سوي کتاب نوم دئ، انجيل پر حضرت عيسی (علیه السلام) د نازل سوي کتاب نوم دئ، د دې پرته چي د قرآن کريم کوم نومان ذکر سوي دي هغه په اصل کي د قرآن کریم صفات دي، ځينو علماؤ کتاب او فرقان  هم د قرآن په نومانو کي شمېرلي دي مګر په قرآن کريم کي تورات ته هم کتاب او فرقان ويل سوي دي: 


(وَإِذْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَالْفُرْقَانَ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ) (۲)
 نو حقيقت دا دئ چي د قرآن نوم قرآن دئ او کوم چي په نورو الفاظو سره تعبير سوی دئ هغه د قرآن صفات دي، نه نومان.


تعريف:  په اصطلاح کي د قرآن کريم تعريف داسي سوی دئ: 


قرآن کريم د الله (جل جلاله) هغه کلام دئ چي الفاظ يې پر نبي (علیه السلام) باندي نازل سوي دي، الفاظ يې په تواتر سره را نقل سوي دي، د فاتحې څخه شروع پر والناس باندي ختميږي.


د «کوم چي الفاظ نازل سوي وي» په ويلو سره حديث و وتل، هغه که قدسي حديث هم وي کوم چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله (جل جلاله) له لوري خپل ارشاد نقل کړي ځکه په قدسي حديث کي الفاظ د الله (جل جلاله) د رسول وي نه د الله (جل جلاله). 


د «پر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) باندي نازل سوی دئ» په ويلو سره پخواني اسماني کتابونه ووتل ځکه هغه پر نورو پيغمبرانو را نازل سوي دي.


د «په تواتر سره را نقل سوی دئ» په ويلو سره مطلب دا دئ چي دومره ډېرو خلګو را نقل کړی دئ چي په ښکاره د هغوی پر درواغو راجمع کېدل نا شونی وي ، په دې سره د قرآن کريم نور هم تعارف کېږي.


ماخذ: آسانه اصول تفسیر
_______________________________
(۱) سورة القيامة آيت: ( ۱۷- ۱۸)
(۲) سورة البقرة آيت: (۵۳) او سورة الانبياء آيت:  (۴۸)

 

سرته