تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
محصلینو ته نصیحت: مهال ویش (۶)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 11, 2018
  0

لیکنه: استاذ عبدالسمیع شنواری / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

أ‌- د درس او مطالعې لپاره مناسب ځای او وخت اختیارول، چي د شر او شور، لهو او لعب د ځایونو څخه لري وي. 

 

ب‌- هغه مصطلحات او قواعد چي حفظول یې ضروري وي، باید په خپل وخت حفظ سي.


ج‌- په هغو درسونو کي چي وتا ته مشکل وي، د استاد څخه په مناسب وخت او ښه طریقه سره پوښتنه او سوال کول.

 


 

د- هر کار په خپل وخت کول، لکه کورنی کار، د مضمون کتل د درس څخه مخکي او ورسته، د مضمون د کتلو په وخت کي مناسب سوالونه پیدا کول، او هغه د ځان سره یاداښتول، د درس په وخت کي اضافه معلومات لیکل، او یاداښتول، د مضمون د موضوع اړوند نور کتابونه کتل، وصنف ته پر وخت تګ او راتګ... او داسي نور.  


هـ ‌- د خپلو همصنفیانو څخه علمي استفاده کول، لکه د درس ویل،  کتل او د هغوی د مختلفو سوالونو څخه استفاده کول.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته