تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله تعالی او رسول الله ﷺ سره د محبت اعمال
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 12, 2018
  0

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

که په دغه اوسني عصر کي د مسلمانانو زړونه په دغسي محبت سره ډک سي، داسي محبت چي دوى يو څه د شهواتو او انانيت څخه ليري کړي، داسي محبت چي د دوى پر شهواتو او خواهشاتو غالبه سي نو به څه پېښه سي؟ دغه اوسني مسلمانان به يو نوى مخلوق سي خپل شان او شوکت به د مرګ د خولې څخه را وباسي پرخپلو دښمنانو به کاميابه سي، که څه هم د دغه کار په مخ کي ډېر مشکلات او خنډونه وي پر هغو ټولو مشکلاتو به د دغه قلبي محبت په سبب کاميابه سي او که ته غواړې چي د دغسي محبت خاوند سې او و دغسي محبت ته لار پيدا کړې، نو فقط دغه را تلونکي څلور شيه عملي کړه زړه به دي د الله جل جلاله  او رسول الله صلی الله علیه وسلم  په صادقه محبت ډک سي.

 

اول: تر ټولو د مخه د الله جل جلاله  ټول عبادتونه د زړه په حضور او بېره سره کوه، کله ناکله والله جل جلاله   ته دعاء، عجز او زارۍ کوه. 

 

دوهم: د الله جل جلاله  ذکر او ياد ډېر کوه، همېشه (لا إلْه الا الله) او (سبحان الله) وايه، البته د دغو دوو کلمو معنْی ته به متوجه هم یې.

 

درېيم: پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  ډېر درود وايه، د هغه صلی الله علیه وسلم  په سيرت، اخلاق او شمايلو کي فکر کوه او هغه صلی الله علیه وسلم د ځان پېشوا او معلم و ګرځوه. 

 

څلورم: د الله عزوجل په هغو نعمتو کي ډېر فکر کوه چي تا ته يې درکړي دي او هغه يادوه، د ټولو نعمتو نسبت و الله جل جلاله  ته کوه نه د ځان و پوهۍ او هوښیارۍ ته. 

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته