تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خاوره څه ته وايي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 18, 2018
  0
پوهنوال انجينير شاه محمود"بری" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
خاوري له کاني موادو څخه جوړي سوي دي، چي کله د کوچنيو ډبرو په شکل وي او د اوړه سوي او تراشل سوي ذرې له هغو لويو تيږوڅخه مينځته راغلي دي، چي د فزيکي او کيمياوي قواوو په اثر تشکيل او جوړي دي. 
 
خاوره له کاني موادو څخه پرته عضوي خوسا سوي مواد هم لري، دخاوري په ترکيب کي دا لاندي مواد شامل دي : 
کاني مواد، عضوي مواد، اوبه او هوا. 
 
 دکرنيزو ګټورو خاورو د حجم جوړښت په لاندي ډول دی:
 
۱- کاني مواد (٪۴۵)
 ۲- عضوي مواد (٪۵)
 ۳- هوا (٪۲۵)
 ۴- اوبه (٪۲۵)
 
 
د خاوري ډولونه:
 
خاوره ډېر ډولونه لري. د ډېرو ځنګلونو خاوره توره او اسفنجي ډوله وي.
 
د سيندونو او دريابونو د غاړي خاوره ښايي شګلنه وي. د افغانستان په شمالي ولايتونو کي کرنيزي خاوري او د رس خاوري د شګو او نباتاتو يو مخلوط دی، د خاورو تر مينځ اختلاف او توپير په هغو ډول- ډول موادو پوري اړه لري، چي سره مخلوط سوي دي او خاوره ئې مينځ ته راوړې ده. د خاوري هغه مخلوط، چي په برابره اندازه شګي او د رَس خاوره ولري، کلداني خاوره (Loom) ورته وايي، هغه خاوره چي له شګو څخه ئي د رَس خاوري اندازه زياته وي، د رس خاوري يا (Clay) او هغه چي د شګو اندازه ئې له رس خاوري څه زياته وي د (Sandy soil) په نامه ياديږي، په عمومي ډول د افغانستان خاوري په لاندي پنځه ډوله ويشل سوي دي:
 
1. ليتوسول (Lithosole) يا (د لږ ژوروالي ډبريني خاوري) چي تر زياته حده پوري په غرنيو لوړو سطحو کي پيدا کيږي.
 
2. الويال (Alluvial) يا هغه خاوري، چي د رودخانو او سيندونو په واسطه تشکيل سوي دي. 
 
3. ريګوسول يا (Regosole) هغه خاوري، چي د باد په واسطه تشکيل او جوړي سوي دي، لکه: د شمالي ولايتونو خاوري.
 
4. ډيزرتک (Desertic) يا هغه صحرايي خاوري، چي ايره ډوله او سور رنګه نصواري ډولونه ولري، لکه: د جنوب لويديځو او جنوبي دښتونو خاوري.
 
5. القلي خاوري (Salin-alkalisoils)، لکه د هلمند د وادي خاوري.
 
 

 
 
د افغانستان د خاوري عمومي خواص:
 
د ځينو پوهانو په نظر د افغانستان خاوري ځيني سره ګډ خواص لري، چي په لاندي ډول دي:
 
۱- د پروفايل (profile) پراختيا ئې ډېره لږ ده او تشخيص سوي نه دي.
 
۲- نصواري ايرې ډوله کم رنګه رنګ لري.
 
۳- د پروفايل په ټولو برخو کي د کلسيم کاربونيت زياته اندازه لري. 
 
۴- د (PH) اندازه ئې له (۸) څخه زياته ده. 
 
۵- دعضوي موادو ډېره لږه اندازه يعني له (۱-۲) فيصدو پوري لري.
 
۶- ډېر سخت جوړښت لري، په ځانګړي ډول کله چي وچيږي، دا خاصيت ئې د عضوي موادو په کموالي او د چونې او سليکان د ډبري د اندازې په درلودلو پوري اړه لري.
 
خاوره د يو پيچلي فعاله سيستم په جريان کي يعني د ډول- ډول منرالونو، اقليم او هغه ارګانيزمونو چي هلته اوسيږي او د هغوی ترمينځ د اړيکو په جريان کي مينځ ته راځي.
 
ځيني خاوري د نباتاتو او حيواناتو پيچلو او لويو ټولنو ته خواړه برابروي. په ځانګړي توګه هغه خاوري، چي ډيري اوبه جذبولای سي او د نباتاتو د ودي له پاره په پوره اندازه خواړه اومنرالونه برابرولای سي.
 
هغه ډول- ډول کوچني ذره بيني اجسام، چي د خاوري په پورتنۍ برخه کي ژوند کوي، عضوي مواد تجزيه کوي، چي په دې ډول په دوامداره توګه د خاوري منرالي مواد پاته کيږي.
 
د طبيعي نباتي فرش په له مينځه تلو سره پورتنی ذکر سوی سيستم له مينځه ځي، ځکه چي منرالونه بيرته خاوري ته نه سي راتلای او په پای کي خاوره د اوبو او باد په وسيله تخريبيږي او له مينځه ځي. کوچني ذره بيني اجسام هلته ژوند نه سي کولای او د خاوري ښېرازي او حاصلخېزي هم له مينځه ځي.
 
بشري فعاليتونه، لکه: کرنه او مالداري د خاوري ځانګړتياوو ته تغير ورکوي اوکله- کله ئې له حاصل ورکولو څخه پاته کوي. همدا ډول د غير عضوي سرو زياتوالی خاوره مالګينه او تيزابي کوي او حشره وژونکي دواګاني د کوچنيو ‌ذره بيني اجسامو ژوند له مينځه وړي. نو د خاوري ساتنه د هغو پيچلو اړيکو په پوهېدو پوري اړه لري، چي د نباتاتو، کوچني ذره بيني اجسامو او اقليم تر مينځ موجود دي. د نباتي پوښښ او په ځانګړي توګه د نباتاتو د هغو نوعو ساتل، چي ډيري او قوي ريښې ولري، خاوره د تخريب څخه ژغوري. په کراره- کراره په خاوره کي عضوي مواد زياتيږي، د اوبو د جذبولو ظرفيت ئې پراخيږي او بيرته ښېرازه او حاصلخېزه کيږي.
 
 

 
 
 په داسي مځکو کي، چي لوړي تپي او ځوړي ولري، بايد ټولو خواوو ته ئې داسي وني او بوټي وکرل سي، چي د خاوري له تخريبه څخه ئې مخنيوی وسي. په هغه ساحو کي، چي قوي بادونه لګيږي بايد داسي وني چي ژر لويېږي په سره نژدې کتارونو کي وکرل سي.
 
تعلیم الاسلام مجله: ۲۰ ګڼه

سرته