تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ځوانان څومره د ټولنې ستونزې راکمولای شي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 21, 2018
  0

لیکنه: حضرت عثمان نوري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ځوان کهول د ټولنې ستره سرمایه بلل کیږي، ځکه دوی پياوړی هوډ لري، فکر یې مثبت دی او د حساب تمه ترې کیږي. دا چې ځوان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري، لامل یې دا دی چې دوی په ټولنه کې د ډېرېو ستونزو ګراف راښکته کولای شي. 


ځوان کهول د ټولنې غښتلې سرمایه بلل کیږي، ځکه په ټولنه کې چې کوم رول زموږ ځوان نسل لوبوي، نور افراد او اشخاص یې نه شي لوبولی. ځوانان ددې مسوولیت او صلاحیت لري، څو د خپلې ټولنې ستونزې درک کړي او بیا یې د حل لپاره ملا وتړي.


هغه سیمې سمسورې او پرمختللې وي چې ځوان کهول یې فعاله وي او همېش د نوښت په هڅه کې وي، ځکه ځوانان یې د یووالي ستر هدف لري، د علماؤ کرامو او مشرانو نېکې مشورې اخلي او په شریکه د خپلو اهدافو اوږد واټن ورو ورو طی کوي.


د ټولنې د پرمختګ لومړی پُل ځوانان بلل کیږي، ځکه د ځوان کهول لومړنی شعار د "پرمختګ" پېغام خپرول وي، نوښت غواړي او د هرې ستونزې لپاره نوی فکر سنجوي. مبارزه یې سپېڅلې او رنګ راوړونکې وي، پرېکړې یې ګټورې او پایلې یې مثبتې وي. لکه څنګه چې شمع ځان ویلي کوي او نورو ته رڼا ورکوي، دغه شان یې ځوان نسل سختي تیروي او خپله ټولنه له ستونزو ژغوري. 


ځوانانو! خپل مسوولیت وپېژنئ، د لټۍ او بې وسۍ فکر له ذهنه پاک کړئ، د ټولنې ستونزو ته اوږه ورکړئ؛ ځکه تاسې ځوانې هیلې لرئ او د خپل ولس راتلونکی تر هر چا ښه او ژر روښانه کولای شئ.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته