تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلام سره د اهل الکتاب دښمني
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 25, 2018
  0

ترتيب او ليکنه: اسدالله "انعام" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د اسلامي امت سره د يهودو او نصاراوو دښمني نوې نه ده؛ بلکي د اسلامي تاريخ له پيل څخه دا دوه داسي دښمنان پاته سوي دي، چي په ژوره توګه ئې خپله دښمني پاللې ده، د اسلام په اساساتو او معتقداتو کي تغير، د غربي مفاهيمو خپراوی، د ژوند د طرز او طريقې بدلون او د مسلمانانو تر منځ د نفاق تخمونه کرل هغه څه دي، چي د اسلام د همدې دوو دښمنانو له خوا ئې په خپل ټول توان سره د پلي کېدو هڅه سوې ده، دوی د همدې او نورو دسيسو له پاره د وروستيو څو پېړيو راهيسي مختلف پلانونه او ګامونه واخيستل، چي ځيني ئې په لاندي ډول دي:

 
الف- له دولتي نظام څخه د شريعت ليري کول، لکه په هند کي چي د انګلستان له خوا او په ترکيه کي د يهودو د دسيسو په نتيجه کي دا چاره پلې سوه او د خلافت تر سقوط وروسته په ټوله اسلامي نړۍ کي د شرعي او الهي نظامونو پر ځای سيکولر نظامونه حاکم سول. (العلمانية نشأتها وتطورها وآثارها في الحياة الإسلامية المعاصرة).

 

دا معلومه خبره ده، چي په پيل کي دوی د خپلو اهدافو د پوره کولو کوښښ د نظامي لاري کاوه؛ خو د مسلمانانو د قوت تر ليدلو او پر له پسې ماتو خوړلو وروسته ئې فکري محاذ ته مخه واړول، تر څو اسلامي نړۍ له خپل هغه اصلي برم او پرمختګه راوګرځوي، ددې فکر رامنځ ته کوونکی د فرانسې پاچا او د دوهمي صليبي جګړې مشر نهم لويس وو، چي په جنګ کي تر ماتي خوړلو او بندي کېدلو وروسته ئې صليبي نړۍ ته د فکري محاذ د پرانيستلو وړانديز وکړ، چي وروسته بيا دې چاري منظم شکل واخيست او د لاندي مختلفو لارو ئې د اسلامي نړۍ سره ياده دښمني راپيل کړله:

 

اول : د بېلابېلو پلانونو څخه کار اخيستل، لکه:

 

ا- د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او په راوروسته کي د هغه د مخلصو ملګرو سره نظامي جګړې کول، تر څو له دوی څخه ځانونه خلاص کړي.


ب – پر اسلامي خوځښتونو باندي په سوډان، الجزائر، ليبيا، مغرب، مصر او نوره اسلامي نړۍ کي بنديزونه لګول او د هغوی په وړاندي جنګ کول. 


ج- د شرعي محاکمو لغوه کول او د وضعي قوانينو رواجول.


د- داسي اصول او پرېکړي وضع کول، چي له مخي ئې اسلامي تعليمات په تدريج سره بې اهميته، کم او بالاخره له منځه ولاړ سي.


هـ-غير اسلامي ډلي راژوندۍ کول، استخدامول، واک ورکول او هغوی لوړو منصبونو ته رسول (چي په اسلامي هیوادو کي یې ډير مثالونه لیدل کیږي)؛ ښه مثال ئې په لبنان کي د نصاراوو او په مصر کي د قبطيانو سره مرسته، د کليسا جوړلو اجازې او د وزارت په سطحه مهم منصبونه ورکول دي، په همدې ډول په افريقا کي استعمار خپل ځای او واک نصرانيانو ته پرېښودی.


و – د مسلمانانو له اولادونو څخه د دوی د فکر خپروونکي غوره کول. زويمر ويلي دي: (د مسلمانانو تبشير(نصراني کول) بايد ددوی د صفونو له منځه د يو چا په واسطه وسي؛ ځکه درخته بايد د هغه د يو ښاخ په واسطه قطع کړل سي)، اوس دا وظيفه د اسلام دښمنانو په ښه توګه سرته رسولې ده او دضعيف الايمان کسانو ضماير ئې اخيستي دي.

 

فکري محاذ
دوهم- د مستشرقينو او هغو کسانو د کوښښونو له لاري چي د اسلام پر حقيقت باندي په طعن لګولو کي ښه مخکي دي، دوی د لاندي وسائلو په مرسته دا کار مخته وړي:

 

۱: پر اسلام، قرآن کريم او نبوت باندي طعن لګول.


۲: دا خبره کول، چي اسلام خپل اغراض او مقاصد تر لاسه کړل او دا چي دا يوه اخلاقي بلنه وه، چي پر عربانو پلې کړل سول.


۳: داخبره کول، چي اسلام يوازي روحي بڼه لري او په حکومت، ژوند، ټولني او اقتصادي امورو کي دخل نه لري.


۴: دا ادعاء کول، چي اسلام د ټولني او تمدن سره اړخ نه لګوي، دا يو مخکنی دین دئ (العياذبالله) نه سي کولای د ټولني د مشکلاتو او پرمختګ سره ځان عيار کړي.

 

۵.  يا دا خبره، چي دا د عربي ژبي د تفوق (لوړوالي) له پاره وضع سوی دئ. (نعوذبالله!)


۶. د ښځي قضيې ته هوا ورکول او له لاري ئې خپل رذيل خواهشات پوره کول او پر شريعت باندي طعن لګول.


۷. اسلامي تمدن او تاريخ تر سوال لاندي راوستل، د مسلمانانو فتحو، غونډو او د دوی له خوا دسيسو ته بل رنګ ورکول، خلفاء او حکام په بدو توصيفول، چي ګواګي هغوی ظالمان، د شرابو څښونکي، خمار بازان، شاعران او نور تېر سوي دي.


۸. د اسلام دښمنو حرکتونو او ضالو (ګمراه) فرقو تاريخ په شد و مد بيانول او هغه ته ښه هوا ورکول، لکه: اسماعيليان، قرامطيان=فاطمين، نوي رامنځ ته سوي فرقې،لکه: قاديانيان، بابيان او بهائيان....


۹. تر اسلام مخکي د تمدنونو تاريخ عامول او په افغانستان او ايران کي د زردشتيت، په مصر کي د فرعونيت او په عراق کي د فينقيت او حميريت اثار راژوندي کول او په مسلمانانو کي عامول.


۱۰. د بحث له پاره لاديني منهجونه او ماخذونه معرفي کول، تر څو د امت اړيکه له خپلي روښانه ماضي سره وشکيږي او په هغه څه فيصله وکړي، چي ددوی خوښه وي، مستشرقين کوښښ کوي، چي په مصادرو کي داسي ادبي کتابونو ته حواله ورکړي او هغه عام کړي، چي په هغوی کي د نبوي حديثو کتابونه محکوم سوي وي، د تاریخ هغه کتابونه غوره کوي، چي فقهه ئې محکومه کړې وي. دوی د الدميري هغه څه چي په خپل کتاب (الحيوان) کي ئې رانقل کړي دي صحيح بولي، په داسي حال کي چي د امام مالک رحمة الله علیه هغه روايات چي په خپل کتاب (موطا) کي ئې رانقل کړي دي تکذيبوي.

 

 د (صحيح البخاري) بدي بيانوي او د (الف ليلة و ليلة) او (اغاني) کتابونه تر آخري حده پوري ستايي، د اسلامي مقدساتو تاريخ ته لاس نه وروړي؛ خو د بودا او زردشت او د هغوی د تاريخي اثارو په ستاينه کي مځکه او اسمان سره يو کوي.

 

دا هغه لاري چاري وې، چي مستشرقينو په اسلامي هيوادونو کي د خپلو افکارو د خپرولو له پاره ورڅخه کار واخيست او په مسلمانه ټولنه کي ئې بې دينۍ، الحاد او انحراف ته لاره هواره کړل.

 

عیسایت ته بلنه

 

درېيم: د مبشرينو له لاري: د مستشرقینو او مبشرينو د کار او هدف ساحه تقريبا سره يوه ده؛ خو مبشرين تر ډېره پوري په اجتماعي او تربيوي برخه کي فعاليت کوي ددوی د بلني وسائيل په لاندي ډول يادولای سو. 

 

۱- د امکان تر حده مسلمانان مرتد کول، نصرانيت ته اړول يا حد اقل منحرف کول، تر څو د نورو مسلمانانو په منځ کي شکوک او شبهات وده وکړي؛


۲- په اسلامي نړۍ کي غربي فکر درلودونکي تعليمي مراکز خلاصول، تر څو د مسلمانانو فکر ته په اساسي ډول بدلون ورکړل سي؛


۳- په اسلامي تعليمي مراکزو کي د نارينه پر ځای له ښځينه مستخدمينو څخه استفاده کول؛


۴- د ښځي پر فساد باندي ډېر ترکيز کول او د هغوی اسلامي حجاب له منځه وړل؛ ځکه دوی ويني چي اسلامي حجاب مراعتول د اسلامي ټولني د فاسدېدو په وړاندي تر ټولو محکم ديوال دئ او د دې ديوال په نړولو سره کولای سي، چی يو عظيم امت بې لاري کړي؛


۵-د اعلام پر وسائيلو (رسنیو او ټولنیزو شبکو) تسلط او کنترول راوستل، تر څو شبهات او غلط عقايد په ټولنه کي خپاره کړي؛


۶- پر ګناه او فساد باندي د نوی نسل دلاوره کول؛


۷- په اسلامي نړۍ باندي څارنه او مراقبت کول او د اسلامي خوځښتونو فعاليتونه په ځير سره څارل او مخه ئې نيول؛

 

او داسي نور....

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۳ ګڼه

سرته