تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سید جمال الدین افغان مليت او آندونه (۳)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 26, 2018
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


علامه سيد افغاني رحمة الله عليه د ژورناليزم په ډګر کي د اسلام دفاع کوله.


علامه سید افغاني د اسلام ضد فکري او وسلواله جګړه نسوای زغملای او تل یې کوښښ کاوه چي کله به سید هر ځای ولاړئ نو هلته به یې اخبارونه او جریدې چاپولې، ټولنې به یې جوړولې، ډلې به یې جوړولوې، ګوندونه به یې تاسیس کول ، په دې هلو ځلو کي یې هر ځای د جریدو او اخبارونو بنسټ کښیښود، افغاني غوښتل چي تل اسلامي امت په فکري اسلامي روزنه سره سمبال کړي، دوی ویښ کړي او ویښ یې وساتي او د کفري ښکېلاک په مقابل کي یې یو مټۍ کړي ، دی د اخبارو په هکله وایي:


((اخبار لیکل هغه بې ساری هنر دئ چي موضوع یې د خلکو اخلاقي او ملي حال احوال او غایه یې د ولس د اخلاقو سمون، د خپل او ان د ټولو اولسونو نیکمرغي، آرامي او هوسایي ده.))

 

د اخبارونو او جریدو تأسیس


علامه سید جمال الدین افغاني د ژورنالیزم په ډګر کي:


۱: دارالخلافه تهران، ۱۲۸۲ ق ، په ایران کي یې یوه رساله (آه از سوز دل من که عالم رامیسوزند و آتش به جهان درمی زند جمالدین الحسین افغاني) ولیکل.


۲: په حیدرآباد کي یې د (معلم شفیق) په نامه یوه مجله خپره کړه، چي وروسته دا مجله د انګریزانو له لوري بنده کړل شوه .


۳:علامه شپږ میاشتي وروسته بیا په (سیدالاخبار، مفرح القلوب) په جریدو کي لیکنې خپرولې او دده مقالې د ((مقالات جمالیه )) په نامه خپرې شوې، د رد نیچریه رساله یې هم دلته ولیکل.


۴: سید چي کله لندن ته ولاړئ هلته یې د لندن په (نحله) مجله کي مقالې خپرې کړې.


۵: له دې څخه وروسته یې په پاریس کي (ابونظاره مجله او البصیر مجله) کي مقالې خپرولې.


۶: د جماد الاولی په ۱۵ نیټه یې په پاریس کي د (عروة الوثقی) جریده لومړۍ ګڼه چاپ کړه، په دغه وخت کي یې (تتمة البیان فی تاریخ الافغان) هم بشپړ کړ.


۷: په لندن کي یې د (میرازاملکم) په ورځپاڼه کي خپلې مقالې خپرې کړې.


۸: په ۱۳۰۹ ق کي یې په لندن کي یوه مجله د (ضیاء الخالقین) په نامه په عربي او انګلیسي ژبو سره خپره کړه.


۹: په ۱۸۷۵ میلادي کال کي یې د (الاهرام) اخبار په مصر کي خپور کړ.


۱۰: د (مصر) په نامه اووه ورځنی اخبار دده یو شاګرد پیل کړ، چي د سید او محمد عبده لیکنې ئې پکښې خپرولې.


۱۱: په ۱۸۷۸ میلادي کال کي ئې د (التجاره) په نامه ورځپاڼه راویستل.


۱۲: په ۱۸۷۹ میلادي کال کي یوې جریدې د (مصر الفتاة) په نامه د علامه په امر په خپریدو پیل وکړ.


۱۳: په ۱۸۷۵ میلادي کال کي علامه دوې نوري جریدې (محروسه او مرأة الشرق) راویستلې.


۱۴: د افغاني یو شاګرد په ۱۸۷۷ میلادي کال کي (ابونظاره) په نامه اخبار خپور کړ چي د سید افکار یې منعکسول.


۱۵: د علامه مقالې او لیکنې په ټوله نړۍ کي خپریدلې د پاریس یوه معتبره جریده (دیبا) کي د علامه لیکنې او د فلیسوف رینان او علامه تر منځ بحث په بشپړ ډول سره خپور شو.


۱۶: کله چي ماسکو ته ولاړئ د علامه لیکنې د ماسکو مشهور اخبار (ماسکوګزټ) کي خپریدلې.


۱۷: کله چي علامه په لندن کي ووهلته دده او دده د شاګردانو د جریدو څخه علاوه دده مقالې او لیکنې د لندن په مشهور اخبار (قانون) کي خپریدلې.

 

د ټولنو تأسیس

 

شيخ الاسلام علامه افغاني رحمة الله عليه لاندي نړيوالې اسلامي ټولنې تأسيس کړې:


۱: ده په هند کي د ((عروه)) ډله تأسیس کړه.


۲: سید په ۱۸۷۹ میلادي کال کي د (حزب القومی) یو ګوند جوړ کړ چي دا په مصر کي لومړې سیاسی ډله ده.


۳: په مصر کي یې د( حیات الوطنی) ټولنې بنسټ کښېښود چي د محفل وطنی په نامه سره ئې شهرت وموندئ.
ددې ټولنې په لږ وخت کي تأسیس ، فعالیت، خدمتونه او کړنې:


ددې ټولنې غړو په یوه میاشت کي (۱۰۰۰۰) تومنه پانګه ټوله کړه، (۵۰۰) لوړ پړو چارواکو خپل سامانونه و پلورل او بیه یې ددې ټولنې و خیریه څانګې ته ورکړه، دې ټولنې د (۵۰۰) اړو کسانو اړتیاوې پوره کړې، (۷۵) بې وزلو کسانو ته ئې د سوداګرۍ پانګه ورکړه، (۱‍۵۰۰) ناروغان ئې تداوي کړل، (۲۰۶) فقیرانو سره اړینې مرستې وسوې، (۲۵۰۰) زناکارانو، شرابخورو او بې پتو کسانو ددې ټولنې په برکت سره توبه ویستله، په (۴۰) غونډو کي د یهودو او نصاراوو سره مناظرې او بحثونه وسول او هغوی یې د اسلام په حقانیت باندي قانع کړل، (۱۲۰) سوالونه یې له دوی و پوښتل خو دوی (یهودو او نصاراوو) ئې ځوابونه نه درلودل، (۱۲۵) تنو یهودو او نصاراوو اسلام قبول کړ، (۱۸۰) کسه داسي کسان وه چي د انګریزانو سره ئې کار کاوه د هغو د دفترونو څخه راووتل.


۴: په ۱۸۵۷ میلادي کال کي و حجاز ته ولاړئ او هلته ئې د (ام القری) په نامه سره یوه نړیواله اسلامي ټولنه جوړه کړه تر څو د نړۍ ټول مسلمانان تر یوه منشور لاندي راولي.


۵: سید علامه جمال الدین افغاني رحمة الله علیه یوه نړیواله ټولنه (جمعیة العروة الوثقی) جوړه کړه، په دې ټولنه کي د ترکيې، شام، مصر، تونس، الجزایر، مراکش، ایران، هندوستان او ځینو نورو هیوادونو وګړو برخه درلوده، ددې ټولنې مالي مرسته د حیدر آباد، مصر او تونس څخه وه، له دې څخه وروسته یې د عروة الوثقی په نامه جریده هم پیل کړه.

سرته