تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نر اوښځي توپیر:حمل اسقاط ماشوم وژنه (۱۷)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 6, 2017
  0
 
 
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د ښځو د ازادۍ بل لعنت د جنين ضايع کول دي
 
په امريکا کي په مجموع کي نيم حملونه ضايع کيږي، په هرو۱۰ حملونو کي ۴ ضايع کيږي او له منځه ځي، په امريکا کي دا ناورين د ۱۹۹۴– ۲۰۰۸ پوري ډېر په سرعت سره پرمخ ولاړئ، په ځينو سروې ګانو کي دا سلنه و۵۵٪ ته رسيږي، 
 
۵۸٪ هغه د حمل ضايع ده چي کومې ښځې پر۲۰ کلنۍ باندي حملداره سي دوی بيا دا جنين ضايع کوي او له منځه ئې وړي؛
۶۱٪ هغه د حمل ضايع کېدل دي چي کومې ښځې تر يوه ماشوم زيات نه غواړي،
۵۶٪ هغه حملونه دي چي دا ښځې واده سوي نه دي او حملداره سي دوی دا خپل حمل له منځه وړي،
۶۹٪ هغه حملونه ضايع کيږي چي اقتصادي مشکلات لري او د اقتصادي ستونزو له کبله حملونه ضايع کوي،
۷۳٪ دا هغه د حملونو ضايع کېدل دي چي مذهبي رنګ لري د بېلګي په ډول سره مذهبي ننې (عيسايي مذهبي راهبې) دوی نه غواړي چي اولاد و لري.
 
په عيسائيت کي ځينې داسي نارينه راهبان او ښځينه راهبانې (ننې) په درځنو سته چي ودونه نه کوي خو بل لور ته جنسي اړيکې له هر چا سره نيسي او کله چي حملداره سي بيا دوی دا حمل ضايع کوي.
 
د The Guttmacher Institute د سروې مطابق په ۲۰۰۳ ميلادي کال کي په ټوله نړۍ کي ۴۲۰۰۰۰۰۰ دوڅلوېښت ميليونه حملونه ضايع سوي دي او بل لورته په ۱۹۹۵ ميلادي کال کي ۴۶۰۰۰۰۰۰ شپوږ څلوېښت ميليونه حملونه ضايع سوي وو، چي دا سروې ګاني د World Health Organization,   agency of the UN and the World Bank  له لوري سوي وې، يوه بله سروې ښيي چي يواځي په امريکا کي د ۱۹۷۳- ۲۰۱۳ پوري ۵۶۴۰۵۷۶۶ حملونه ضايع سويدي، چي په کمه اندازه سره ۴۰ ميليونه حملونه د کاله ضايع کيږي نو په لسو کلونو کي ۴۰۰۰۰۰۰۰۰ څلور سوه ميليونه ماشومان ضايع سوي دي، د ملګرو ملتو د روغتيايي سازمان World Health Organization د سروې مطابق هره ورځ په تخميني ډول سره ۱۲۵۰۰۰ يولک پنځه ويشت زره حملونه ضايع کيږي.
 
هغه ډاکتران چي حملونه ئې ضايع کول وويشتل سول
 
 د امريکا په متحده ايالاتو کي هغه مشهوره ډاکتران چي حملونه ئې ضايع کول د خلکو غوسه يې راوپارول او و ئې ويشتل لکه:
 
ډاکټر ډاوډګن Dr. David Gunn  په ۱۹۹۳ کال کي وويشتل سو،
ډاکترجان بريټن Dr. John Britton په ۱۹۹۴ کال کي وويشتل سو،
ډاکتر بارني سليپېن Dr. Barnett Slepian په ۱۹۹۸ کال کي وويشتل سو، 
ډاکترجورج ټيلر Dr. George Tiller په ۲۰۰۹ کال کي ووژل سو، 
 
په کاناډا کي هم نور مشهوره ډاکتران لکه Shannon Lowney, Lee Ann Nichols, Robert Sanderson, او داسي نور...له منځه ولاړل ډېر زخميان سول، په کاناډا او امريکا کي پر ډېرو ډاکترانو باندي تيزاب و پاشل سول، بمونه ورباندي و غورځول سول، اورونه ورباندي و غورځول سول او و ويشتل سول.
 
 دا ولي؟! دا ځکه چي دا د انسان د فطرت او طبعيت څخه خلاف کار دئ، هيڅ حيوان خپل جنين نه ضايع کوي و بل لور ته چي کله انسانان داسي کار کوي دا بيا خبره تر حيوانيت واوښتل، نو ځکه يې د عقلمندو او شعوري خلکو غوسه راوپارول او د هغو ډاکترانو چي حملونه يې ضايع کول دا يې برخليک سو.
 
 دا د څومرې انسانانو ضايع کېدل دي؟ په ميليونونو انسانان له منځه ځي، دا ولي؟! دا ځکه چي فحشا ء او زناوي ډېري دي له همدې کبله يوه ښځه نه غواړي تر واده مخکي ماشوم ولري، يا يې پر خداي باندي توکل نه وي د ماشوم د خوراک او پوښاک د نه برابرېدو له کبله هغه له منځه يو سي چي په کفري نړۍ کي د عقل خاوندان په دې پوهيږي چي دا انسان وژنه ده او دا ناوړه ناورين بايد له منځه يووړل سي.
 
په اسلام کي د حملونو ضايع کول قتل دئ
 
 په اسلام کي حمل ضايع کول قتل دئ، دا په هيڅ صورت کي روانه ده چي يو حمل يا جنين له منځ ولاړ سي خو ځيني صورتونه يې سته د بېلګي په ډول سره يو هغه حمل دی چي جنين له منځه تللی وي او ښځه په تکليف وي او ډاکتر ورته مشوره ورکړي نو بيا کولای سي چي هغه له منځه يو سي، بل هغه صورت دئ چي نه د صحت لپاره زيان وي او نه هم بل مشکل وي صرف د اولاد له منځه وړل وي دا حرام دئ، که چيري يو مسلمان ډاکتر و يوې ښځې ته ووايي چي حمل درته تاوان رسوي يعني ستا د مرګ سبب ګرځي او يا نور شرعي عذر ولري نو بيا کولای سي چي د جنين د شتون مخکي ئې لاري چاري و سنجوي چي ددې په هکله به پوره معلومات تاسي زما په ليکنه (په اسلام او ساينس کي د زيږون کنترول) لوستلای سي.
 
هغه درمل چي داولاد راوړولو توان کموي استعمال يې حرام دئ:
 
 حافظ ابن حجر رحمه الله يواځي خصي کېدل نه بلکې دداسي دارو درمل استعمال هم حرام بللی دی چي اولاد راوړلو قوت ختم کړي او پر دې يې اتفاق نقل کړيدئ:
والحجة فيه انهم اتفقوا علي من الجب والخصاء فيلحق بذالک مافي معناه من التداوي بالقطع اصلاً. 
 
د حمل ضايع کول قتل دئ:
 
کله چي حمل و۱۲۰ ورځو ته ورسيږي په دغه وخت کي په جنين کي روح پوه کړل کيږي او مکمل ژوند لري، چي اسلام او ساينس په يوه خوله دي، ددغه ژوندي جنين ضايع کول په اجماع سره د امت د علماء حرام دئ لکه احمد عليش مالکي چي فرمايي:
 
والتسبب في اسقاطه بعدنفخ الروح فيه محرم اجماعاً وهو من قتل النفس. 
 
همدارنګه شيخ الاسلام حافظ ابن تمييه رحمه الله ليکي:
اسقاط الحمل حرام باجماع المسلمين وهو من الواد الذي قال تعالي فيه  ( وَإِذَا الْمَوْءُودَةُ سُئِلَتْ.  بِأَيِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ). 
 
 نور بیا...
 
 
 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته