تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په عبادت کي اخلاص (۱)
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 10, 2018
  0

لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د هر عبادت د قبولیت او منل کېدو لپاره درې شیان ضروري دي. اول ایمان لرل، دوهم د اسلام په طریقه عمل کول، درېم اخلاص لرل.


 د کافرانو پر نېکو او ښو عملونو ثواب نه ورکول کېږي، ځکه هغوی  ایمان نه لري ، د خپله ځانه چي یو څوک عبادت جوړوي هغه نه قبلیږي ځکه د عبادت طریقه بندګانو ته نه ده پرېښودل سوې، بلکي الله جل جلا له د عبادت د ښووني له پاره کتابونه او رسولان رالېږلي دي. کوم عمل چي د ریا ، شهرت او نورو دنیاوي غرضونو له پاره وي پر هغه هم ثواب نه ورکول کېږي، ځکه اخلاص په کښي نسته. الله جل جلا له فرمایلي :


 وَمَنْ أَرَادَ الْآَخِرَةَ وَسَعَى لَهَا سَعْيَهَا وَهُوَ مُوومِنٌ فَأُولَئِكَ كَانَ سَعْيُهُمْ مَشْكُورًا ( سورت الاسراء ۱۹)


ژباړه: او که څوک د صالح عمل په کولو سره د آخرت ښه ژوند غواړي او د آخرت له پاره آخرت والا عمل وکړي او مؤمن هم وي نو د دغو کسانو عملونه قبلېدونکي دي.
 
مومنانو وروڼو او خوېندو ! حج د اسلام پنځم رکن دئ، خو دا عبادت به هغه مهال د الله جل جلا له په دربار کي د منلو وړ وي چي په پوره اخلاص او د الله جل جلاله د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر طریقه اداء کړل سي.


د دنیا کارونه چي څوک د دنیاوي موخو له پاره کوي هغوی ته که ثواب نه ورکول کېږي نو په آخرت کي عذاب هم نه ورکول کېږي، مګر صالح عملونه داسي نه دي بلکي صالح عملونه که څوک د دنیاوي موخو، نورو ته د ځان ښکاره کولو او شهرت په غرض کوي نو نه یوازي د عبادت د ثواب څخه بې برخي  کېږي، بلکي په آخرت کي د جهنم  و اور ته په ډېر سپکاوي او ذلت هم غورځول کېږي، ځکه چي الله جل جلا له فرمایلي دي :

  
مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْعَاجِلَةَ عَجَّلْنَا لَهُ فِيهَا مَا نَشَاءُ لِمَنْ نُرِيدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهُ جَهَنَّمَ يَصْلَاهَا مَذْمُومًا مَدْحُورًا (سورت الاسراء ۱۸ ).


ژباړه: که څوک په صالح عملونو دنیاوي ګټي غواړي نو ده لره په دنیا کي څونه چي موږ یې غواړو  او د چا له پاره چي موږ یې وغواړو هغه څه ورکوو کوم چي د هغه په غرض يې صالح عمل کړی دی؛ خو بیا ده لره مو جهنم  ځای ټاکلی دی،  دې جهنم ته به غندل سوي او رټل سوي داخلیږي.
 
په اسلام کي د عالم ، شهید او سخي خورا لوړ مقام دی ، خو که عالم د علم زده کړه او ښوونه د دنیاوي عزت او شهرت له پاره کړې وي او شهید هم جهاد د دنیاوي عزت او شهرت له پاره کړی وي او سخي هم مالونه د خیر په لارو کي د ریا او شهرت پېداکولو له پاره ښندلي وي ، نو پر دغو کسانو به د آخرت په ورځ تر ټولو وړاندي د جهنم فیصله کېږي.


امام مسلم  رحمة الله علیه د ابوهریرة رضی الله عنه څخه یو اوږد حدیث رانقل کړی دی او په دې حدیث کي رسول صلی الله علیه وسلم د دغو درو واړو کسانو حالت په تفصیل سره بیان کړی دی دلته موږ د هغه حدیث  متن په استثناء د څو جملو نور نه را نقل کوو بلکي د حدیث پر ژباړه بسنه کوو:


رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: په خلکو کي لومړی کس چي د قیامت په ورځ د جهنم پرېکړه پر کېږي، یو هغه سړی دی چي شهید سوی وي ، دا نفر به راوستل سي ، الله جل جلا له به د خپلو هغو نعمتونو یادونه ورته وکړي کوم چي ده لره يې ورکړي وه  او ده لره به هم وریاد سي. الله جل جلا له به ورته ووایي: تا ددې نعمتونو په بدله کي کوم عمل کړی دئ؟  شهيد به ورته ووایي : زه ستا په  لاره کي د کفارو سره وجنګېدم تر داسي بريده چي شهید سوم.


الله جل جلا له به ورته ووایي: درواغ وايې ، ته ددې له  پاره وجنګېدلې چي بهادر درته وویل سي ، په بهادورۍ سره یاد سوې: 

  ثُمَّ أُمِرَ بِهِ فَسُحِبَ عَلَى وَجْهِهِ حَتَّى أُلْقِيَ فِي النَّارِ ،

بیا به د ده په هکله د الله جل جلا له د لوري امر وسي او پر مخ به کش کړل سي تر څو د جهنم  و اور ته وغورځول سي.


بل هغه سړی دی چي دیني علم يې زده کړی او هم يې و نورو ته ښوولی وي او قرآن يې هم لوستلی وي ، دا عالم به راوستل سي او الله جل جلا له به د خپلو هغو نعمتونو یادونه ورته وکړي کوم چي ده لره يې په دنيا کي ورکړي وه او ده لره به هم وریاد سي ، الله جل جلا له به ورته ووایي : تا د دغو نعمتونو په بدله کي کوم عمل کړی دی ؟ 


عالم به ورته ووایي : علم مي ستا د رضا له پاره حاصل کړى او هم مي نورو ته ور وښوی او قرآن مي ستا د خوښۍ له پاره ولوست ، الله جل جلا له به ورته ووایي: درواغ وايې ، تا د دې له پاره علم زده کړی چي عالم درته وویل سي ، قرآن دي د دې له پاره ولوست چي په قاري سره یاد سې ، د عالم او قاري په نامه په دنیا کي یاد سوې.

ثُمَّ  أُمِرَ بِهِ فَسُحِبَ عَلَى وَجْهِهِ حَتَّى أُلْقِيَ فِي النَّارِ ،

بیا به د ده په اړه د الله جل جلا له د لوري امر وسي او پر مخ به کش کړل سي څو د جهنم اور ته وغورځول سي.


او بل هغه سړی دی چي الله جل جلا له پر هغه په دنيا کي پراخي راوستې وي او د هر ډول مالونو څخه يې مال او دولت ورکړی وي. دا سخي به راوستل سي او الله جل جلا له به د خپلو هغو نعمتونو یادونه ورته وکړي کوم چي ده لره يې ورکړي وه او ده لره به هم وریاد سي، الله جل جلا له به ورته ووایي : تا د دغو نعمتونو په بدله کي کوم عمل کړی دی ؟ دی به ووایي ما د خیر یوه لاره نه ده پرې ایښې کوم، چي ته په هغه کي د مال ښندل خوښوې مګر په هغه کي مي ستا د رضا له پاره مال خرڅ کړی دى، الله جل جلا له به ورته ووایي : درواغ وايې ، تا د دې له  پاره مالونه ښندلي دي چي خلک ووايي، چي دا سخي دی ، د سخي په نامه په دنیا کي یاد سوې.

ثُمَّ أُمِرَ بِهِ فَسُحِبَ عَلَى وَجْهِهِ حَتَّى أُلْقِيَ فِي النَّارِ

بیا د ده په اړه د الله جل جلا له له لوري امر وسي او پر مخ به کش کړل سي څو د جهنم  و اور ته وغورځول سي.


مومنانو وروڼو او خویندو ! څوک چي اخلاص و نه لري او صالح عمل د ریا او نورو دنیاوي غرضونو له پاره کوي د هغو انجام به دا ډول وي لکه څه ډول چي په مخکني آیت او حدیث  کي بیان سو چي پايلي يې ډیري بدي وې.


نو ځکه د هر صالح عمل د کولو څخه مخته باید سړی اول د خپل ځان څخه پوښتنه وکړي چي دا کار زه ولي کوم؟ که په نیت کي يې څه خرابي وي هغه بايد اصلاح کړي. 

 

د اخلاص بدله
تاسو ته د پاک رسول صلی الله علیه وسلم  په حدیث کي د هغه شهید چي اخلاص نه لري انجام معلوم سو. راځئ چي اوس د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په حدیث کي د هغه چا په انجام هم ځان خبر کړو، چي هغه ته بې له دې څخه چي د جهاد ستړیاوي دي وګالي ، بې له دې څخه چي بدن يې د دښمن په غشو په وینو ورنګول سي  په آخرت کي د شهادت لوړ مقام او منزلت ورکول کېږي. ایا تاسو ته معلومیږي چي دا کوم نېکبخت انسان دئ ؟ 


دا هغه نېکبخته انسان دی چي اخلاص لري ، خپل رب ته د زړه له کومي په اخلاص لاسونه پورته کوي او په اخلاص سره د الله جل جلا له څخه د شهادت مرګ غواړي ، دا کس که څه هم په خپل کور کي پر نرم بستر مړ سي؛ خو دا چي ده په اخلاص د الله جل جلا له څخه د شهادت مرګ غوښتی دی ،نو الله جل جلا له د قیامت په ورځ د خپل فضل او مهربانۍ له مخي د شهید غوندي عزت او لوړ مقام ورکوي .رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي :


مَنْ سَأَلَ اللَّهَ الشَّهَادَةَ بِصِدْقٍ بَلَّغَهُ اللَّهُ مَنَازِلَ الشُّهَدَاءِ وَإِنْ مَاتَ عَلَى فِرَاشِهِ  (رواه مسلم عن سَهْلِ بْنِ حُنَيْفٍ ).


ژباړه:څوک چي په رښتني زړه د الله جل جلا له څخه د شهادت مرګ وغواړي نوموړى کس به الله جل جلا له د شهیدانو مقام ته ورسوي که څه هم پر خپل بستر مړ سي.  

 

ماخذ: د حج ښه ملګری

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته