تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حج فرضیت او تاریخ (۳)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 31, 2018
  0

لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


حج د هجرت په نهم کال فرض سوی دی البته ځني وايی د هجرت په لسم کال فرض سوی دی .


د هجرت پر نهم کال رسول الله ﷺ ابوبکر رضی الله عنه  د حج امیر وټاکی او دا پیغام يې هم ورته ورکړ چي هلته په حج کي اعلان وکړي چی د سږ کال وروسته بیا نه څوک پر کعبه شریفه لوڅ طواف کولای سي او نه کوم مشرک بیا حج ته راتللای سي . 


د هجرت په لسم کال  رسول الله ﷺ پخپله د زيات شمېر صحابه کرامو رضی الله عنهم په ملتیا د حج فریضه اداء کړه او دې حج ته حجـــــة الوداع یعني د رخصت کولو حج هم وایي .


د ذوالقعدې پنځه ورځي پاته وې چي رسول اللهﷺ د مدینې منورې څخه د مکې مکرمې په لوري سفر پیل کړی او د ذوالحجې په څلورمه نېټه و مکې مکرمې ته ورسېدی .


د راتلونکي ایت په نازلېدلو حج فرض سوی دی .


وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ (٩٨ ال عمران )
ژباړه : او د الله جل جلاله د پاره پر  خلکو پر هغو کسانو چي بیت الله ته  د تلو لاري توان لري حج فرض دی او که څوک کفر وکړي یعني حج اداء نه کړي نو د حج نه اداء کولو زیان خپله هغه ته رسیږي ځکه الله جل جلاله غني دی  و هیچا ته اړتیا نه لري .


په دا ایت کي د حج د اداء کولو حکم سوی دی .یوه صحابي د رسول الله ﷺ څخه پوښتنه وکړه چي ایا دا حج هر کال پر موږ فرض دی ؟

 


 

رسول اللهﷺ ورته وویل : یا ! بلکي  په ټول عمر کي یو ځلي فرض دی خو ددې صحابي په دې پوښتنه رسول اللهﷺ ودردېدی او ورته ويې ویل : که زه درته ووایم هو ! هر کال در باندي فرض دی نو بیا به هر کال در باندي فرض سي خو کولای به يې نه سی .


رسول اللهﷺ پر خپل امت ډېر مهربان وو داسي پوښتنه يې نه خوښوله چي هغه د امت د پاره ستونزي او مشکلات را منځ ته کړي نو ځکه يې دا صحابي پر دې پوښتنه زجر کړی .


په مخکني ایت کي حج پر هغو کسانو فرض سوی دی چي هغوی حج ته د تلو لاري توان ولري ځکه الله جل جلاله وایي : مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا.


یوه صحابي د رسول اللهﷺ څخه پوښتنه وکړه چي د سبیل څخه څه سئ مراد دی چي لکبله يې پر یو چا حج فرضیږي ؟


رسول الله ﷺ ورته وویل : سبیل زاد او راحِلې ته وايي یعني که څوک د حج د سفر د تلو، راتلو د سفر خرڅ او سپرلۍ ولري چي موخه ځني دحج پر سفر باندي  توان دى نو پر هغه حج فرض دی .


په اوسني وخت کي د لیري ملکونو خلک حج ته په موټرانو او آلوتکو کي ځي نو څوک چي د پورونو او عیال د نفقي څخه علاوه دونه پېسې ولري چي د موټر یا آلوتکي د تلو، راتلو ټکټ په کولای سي ، د سفر خرڅ او هغه پېسې چي په جبري ډول د حکومتو لخوا  د حاجیانو څخه اخیستل کیږي ولري پر هغه حج فرض دی .

 

ماخذ: د حج ښه ملګری

سرته