تازه سرليکونه
د (نوي مسلمانان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام په جرمني کي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 2, 2018
  0

لیکنه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په جرمني هیواد کي لومړی لوی دین عیسویت دی چي په ۲۰۱۵ میلادي کال کي ئې د ټول نفوس ۵۹،۴ سلنه وګړي عیسویان وه او دوهم لوی دین پدې هیواد کي اسلام دی، د رسمي شمېرنو په اساس د جرمني د څه د پاسه ۸۲ میلیونه نفوس څخه ۴،۳ میلیونه تنه مسلمانان دي، چي زیاته برخه ئې ترکان جوړه وي. یواځې د ۲۰۰۴ میلادي کال د جولای څخه د ۲۰۰۵ تر جون پوري په جرمني کي تر ۴۰۰۰ ډیرو کسانو اسلام قبول کړی، دا هرڅه پداسي حال کي دي چي د دوهمي نړیوالي جګړي تر پېښیدو وړاندي په جرمني کي مسلمانان بیخي له نشت سره مخ وه.  او د جرمني هیواد پاته برخه نفوس بودایان، هندوان او یهود دي. او پدې هیواد کي تر ټولو لږ پیروان سیکان دي چي نفوس ئې یوازي و ۷۵۰۰۰ تنو ته رسیږي.


د لیېپزیګ د پوهنتون د پلټني پر اساس په جرمني کي ۴۰٪ خلک دا نه خوښوي چي مسلمانان دې په جرمني کي و اوسیږي، پداسي حال کي چي په ۲۰۰۹ میلادي کال کي دا شمېرنه یوازي ۲۰٪ وه. 


داچي ولي ۴۰ سلنه جرمنیان د مسلمانانو ورتګ جرمني ته نه خوښوي یو لامل ئې دا بیره ده چي مسلمانان به پدې هیواد کي اکثریت سي؛ ځکه له یوي خوا غیرمسلمان په ډیره چټکی سره اسلام ته را اوړي او له بلي خوا بیا د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه مسلمانان مهاجر د جرمني پر لور ور مات دي، چي په تیر کال کي و جرمني ته ۱۴۰۰۰۰ مسلمانان مهاجر سوي دي چي زیاته برخه ئې سوریایان دي. 


جرمني کي دیني او مذهبي ازادي سته یعني نوموړی هیواد دا ادعا کوي چي هر دین او د هر دین پلوی په امن دی، خو بیا هم و مسجدونو ته اور اچول کیږي، د محجوبو ښځو سره بده رویه کیږي او د اسلامي دعوت مخنیوی کیږي. 


د مسلمانانو پر ضد زیاتي مظاهري هم کیږي چي پدې کړنه سره ئې د مسلمانانو ژوند ورتنګ کړی دی. د ۲۰۱۴ کال د پیل څخه د جرمني په مختلفو ښارو کي د دوشنبې په ماښام خلک مظاهري ته راوتل او د اسلام په وړاندي به ئې خپله کرکجنه رویه څرګندول، پر کاغذانو، ټوکرانو او پوسټرانو به ئې داسي د اسلام ضد جملي لیکلې:


 No Sharia in Europe یعني په اروپا کي شریعت (اسلام) نه غواړو.
 Against religious fanaticism یعني د مذهبي افراطیت او کوتا فکری مخالف یو.
 For preservation of our culture یعني زموږ د کلتور د ساتني لپاره


او ځینو بیا د مسجد پر تصویر د غلط سره علامه کښلې او تر سر پورته ئې نیولې وي، چي ددې ډول اسلام-ضد حرکتونو تصویرونه او راپورونه تاسي په انټرنیټ کي کتلای سی.


د جرمني حکومت د ۲۰۱۷ کال د فیبروري په میاشت کي اعلان وکړ چي په ۲۰۱۶ کال کي د دغه هیوادپه بېلابېلو سیمو کي په جوماتونو ۹۱ بریدونه ترسره سوي، چي د تیر په پرتله دا په جوماتونو د بریدونو تر ټولو لوړه کچه ده.


په جرمني کي د اسلامي شورا رئيس برهان کيسجي هم دا خبره ومنل چي په جرمني کي په مسلمانانو د بریدونو کچه لوړه سوي ده، برهان وایې، یوازي جوماتونه تر بریدونو لاندې نه نیول کیږي، بلکي پر مسلمانانو هم په لارو کي لفظي او فزيکي بریدونه ترسره کیږي.


افراطیان چي کله د اسلام و چټک خپریدو ته ګوري نو د دښمنۍ لمبې ئې را تازه سي، په نور څه ئې وسع نه رسیږي نو پر مسلمانو ښځو بریدونه کوي، په نارینه وو ملنډي وهي او پر مساجدو بریدونه کوي. تیر کال د جرمني په شمال د رین وستفالیا ایالت په وټین ښار کي د سلطان احمد په نوم یوه مسجد ته اور واچول سو او په مکمله توګه وسوځل سو.

 

حکومت چوپتیا اختیار کړې ده نو ځکه افراطیان جرئت کوي چي د اسلام په وړاندي خپلو اهدافو ته دوام ورکړي، که څه هم جرمنی هغه هیواد دی چي د دیني او مذهبي ازادۍ ادعا کوي.

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته