تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مسلماني خوري! اسلام تا ته څه وايي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 13, 2018
  0

لیکنه : امرالله عمران /تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

مسلمانې خورې ! زموږ ډیرې هیلې په تاپورې تړلي ، چې ته به زموږ اینده نسل په اسلامي فکر روزې خو دا چې د وخت دې بدلیدونکو حالاتو د غرب وحشي تمدن ګرمو څپو له ډیرو پړونې یووړل او د اسلامې تمدن دنګ منارونه یې راونړول او اسلامې دروند حجاب یې بې ارزښته کړو.


اې مسلمانې خوري ته خبره یې ! چې غربیان ستا د بدنامولو او بازار ته د راوستلو لپاره هر کال څومره پانګونه کوي څومره پروژې او پروګرامونه ستا د دروند او بې سیاله حجاب د لري کولو او ستا د بې لارې کولو لپاره نیول کیږي.
د بشري حقونو، د ښځې د حقونو او نورو... د دې تیرویستونکو شعارونو په وسیله غواړي ستا نه ستا مقام او منزلت واخلي ، غواړي ستا نه ستا ابرو او عزت واخلې ، غواړي ستا نه ستا هغه مسؤلیتونه او حقونه واخلي چې تا ته یې ډیر لوړ منزلت دربښلی .


ته خبره یې! چې اسلام تاته څومره لوړ مقام ، درنښت ، اعزاز او کرامت درکړی؟ اسلام ته خور کړې ، هغه خور چې په هر وخت کې مسلمانانو ستا د ابرو ساتلو او د خپلې اسلامې وجیبې د ترسره کولو لپاره خپلې ککرۍ قربانې کړي خو ستا د ابرو ساتنه یې کړې .


هو! اسلام ته میرمنه کړې او د کور مسؤله یې وټاکلې او د ډیروزیاتو حقونو خاونده یې کړې، او له دې ټولو سره سره اسلام تاته لوړ اعزاز او درنښت درکړی چې بل چاته یې نه دې ورکړی، هغه دا چې ته یې مور کړې ، او جنتونه یې ستا د قدمنو لاندي کړي ، نو بس خورې کوم مقام چې اسلام تا ته درکړی د هغې ساتنه وکړه.


غربیان غواړي د مساوات په نامه ستا نه ستا حقونه واخلي او تا نه د پیسو د ګټلو یو وسیله جوړه کړي ، تا به په تلویزون ، اخبار، نندارتونونو او یا هم  په بې ارزښته توکو د بې حیا ښځو بربنډ انځورونه لیدلې وي، چې د بازار موندنې لپاره کارول کیږي ، ایا په رښتیا هم د ښځو حقونه همدا دې؟


ایا په رښتیا ښځه دومره بې ارزښته او بې حیثیته ده چې خلک دې د بازاري توکیو په څیر استعمال کړې، نو خورې غربیان تا همدې تمدن ته رابلل غواړي.


خورې ! اسلام درته وایې چې بې له ضرورته به له کوره نه راوځې ، سترګې به دې ښکته اچوې، د ځان او ناموس ساتنه به دې کوې .


الله تعالې فرمایې:  ( وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى..... )
ژباړه : ((په خپل کورنو کې مېشتي اوسئ او د تېر جاهلي دور غوندي سینګار کړي بې ستره مه ګرځئ ......))


بل ځاې فرمایې : يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا.


(( اې  رسول الله صلې الله علیه وسلم! خپلو بیبیانو، لورګانو او د مسلمانانو ښځو ته ووایه چې خپل څادرونه او ټکري په خپلو ځانونو باندي ښکته راواچوي ځکه دا کار ددې لامل کیږي چې له سریله او ککړو ښځو څخه جلا او وپیژندل شي او څوک تکلیف او ضرر ورته ورنه رسوې. الله تعالې بښونکې او مهربانه دی .))


مسلمانې خورې ! اسلام درته وایې چې د بل چا سره به پټې اړیکي نه جوړوې:


وَلاَ مُتَّخِذِی أَخْدَانٍ. الایة
ژباړه : (( چې نه وې دغه ښځې چې په پټه توګه یارانه جوړونکې.... ))


خورې ! اسلام درته د جنت زیری درکوي ، ترڅو د خپل خاوند ناشکري دې ونه کړي غیبت ، چغلي ، مکر او فریب ونه کړې.


خورې ! اسلام درته وایې نامحرمو ته به نه ګورې (نارینه وو ته امر دی چي تاسو ته به نه ګوري)، فاحشو مجالسو ته به نه ځې هلته چې نارینه او ښځینه په یو ځای کې سره راټولیږي.


مسلمانې خورې ! اسلام درته وایې د خپل خاوند تابعداري دې وکړه د هغه بې له  اجازې له کوره مه وځه د هغه د مال او امانت ساتنه وکړه، او رازونه یې بل چاته مه وایه.


مسلمانې خورې ! غربیان ستا د حقونو تیرویستونکې شعارچې ښځه او نارینه سره یو برابر حقونه لري ، په دی سره ستا نه ستا هغه اسلامې مسؤلیتونه اخلې چې ته پرې سرلوړې یې ، په دې تیروستونکې شعارونو سره تا ددنیا او اخرت د بدبختۍ سره مخ کول غواړي.


هغه چې اسلام درته وایې : د نارینو سره به ورته والی نه کوې ، په قواره کې به د هغوی سره ورته والې نه کوې خپلې ( وریځې) به نه او باسې په جامو کې به د نارینه سر مشابهت او ورته والی نه کوې، داسې جامې به اغوندې چې نه ډیرې لنډې او نه ډیرې تنګې او نرۍ وي .


مسلمانې خورې ! تاپسې موږ ډیرې هیلې تړلي چې ته به په اسلامي فکر داسې نسل موږ ته وروزې چې هغه به د دین او وطن ساتنه کوي .


مسلمانې خورې ! د یو مسلمان په صفت درته زارۍ کوم چې زموږ هیلې له خاورو سره مه خاورې کوه ، داسې مجالسو ، ورکشاپونو او پروژو کې ګډون مه کوه چي هلته نارینه او ښځې ګډ سره راټولیږي ، چي هلته ته د یو وسیلې په توګه کاریږې او ستا هغه اسلامي حقونه دپښو لاندې کیږي.


نیکمرغه مېرمن

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته