تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کله چي د یوې ښځي جنازه راوړل کیږي!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 24, 2018
  0

رالېږونکی: عبدالمنان مهاجر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

کله چې دې يوې ښځې جنازه راوړل کيږي نو خپل او خپلوان به يې نارې وهي چې جنازه پته کړى.

 


ځينې يې وايې دلته پرده وکړى.


او ځينې يې وايې محرم دي راشي تر څو جنازه قبر ته ورکښته کړي.


پدې توګه د ميت ټول خپلوان کوښښ کوي تر څو دې خپلې بوډى ښځي جنازه چې په پنځو ټوټو کفن کې پټه ده په پرده کې ښخه کړي او نامحرم يې ونه ويني.


نو دې حال ته په کتو سره سړى حيران شي چې ايا دوى همغه سړي نه دي چې ميرمني او  خويندي يې  سينګار او نيمه بربنډي له ځان سره په لارو او کوڅو کې ګرځوي؟!


ايا دوى همغه کسان نه دي چې لورګاني يې نيمه بربنډي او په تنګ لباس کې په کوڅو، لارو او د درس په نوم تعليمي مرکزو کې په ډيري بې باکۍ سره ګرځي؟!


ايا دوى هغه نه دي چې علماو سره د ښځي او سړي په لاس ورکولو او د حجاب او پردې په اړوند یې اختلاف او جګړه کول؟ او حجاب یې د۱۴۰۰ کالو يو ناسم دود بلی؟! نعوذباالله!


دوی د ښځي او سړي بي پردګي روښان فکري، پرمختګ او دې پوهي او علم نښان بولي او پرده لروونکي ښځي شاته پاتي له علم او پوهي  ناخبره او ساده بولي.


نو چيرته دى د دوى غيرت په هغه ميرمنو او خويندو چې ژوندۍ دي چې دلته يې غيرت او غرور دې بوډى ښځي په مړي راويښيږي؟!


دلته دى چې بايد دوى ته دې د تعذيت او همدردي ښکاره شي چې غيرت او وجدان يې د ژونديو په اړوند مړ او د مړو په هکله ژوندى دی!


يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ. (الایة)
ژباړه: اى هغه کسانو چې ايمان مو راوړى ځان او خپلوان مو د جهنم له اوره وژغورئ چې د سون توکي يې انسان او ډبري دي او په جهنم سخت زړه والا او قوي ملايکي مقرره دي چې د الله نافرماني نه کوي هغه کار کوي چي رب يې ورته امر کوي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته