تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غیر اسلامي لباسونو او دودونو مخنیوی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 3, 2018
  0

لیکنه: سمیع الله دورانی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د فحشا پر وړاندې مبارزه او د خپلو ارزښتناکه دودونو او عقایدو ساتنه د هر مؤمن افغان دیني وجیبه ده!


۱: ځیني هغه سوداګر چي له خارج څخه غیر اسلامي او غیر افغاني لباسونه او د آرایش سامان آلات اسلامي ټولنې ته را واردوي، دا شان لباسونه اوس مهال په زیاته کچه په اسلامي ټولنه کې لیدل کیږي، مسلمانې خویندې او وروڼه باید و پوهیږي چي د لویدیځ موخه له دې لباسونو د وړاندې کولو او ترویج کولو څخه یواځي اسلامي ټولنه کې د فحشاء، بې حیایی، اخلاقي فساد ته لاره برابرول او په ورته وخت کې د خپل اقتصاد پیاوړي کول دي.


موږ پوهېږو، چې په ملیاردونو پیسي د دې پواسطه له تاسو څخه تر لاسه کوي او د دوی هغه اصلي موخه؛ چي د اسلامي ټولنې بې حیاء کول، د اسلاميت او افغانیت د اصلي دود څخه لیرې والی دی، تر لاسه کوي.


۲: ګڼ شمېر رسنۍ لکه؛ راډیوګانې او ټلویزیونونه هم د فحشاء، منکراتو او اخلاقي فساد په دودولو کې فعاله رول لري، همدا راز مطبوعات د غیر انساني لباسونو په معرفي کولو، غیر اسلامي او غیر اخلاقي سریالونو د خپرولو پواسطه غواړي اسلامیت او د افغانانو اصلي دود (افغانیت) تر پښو لاندې کړي او پر ځای یې د لویدیځ ناولی او ګنده دود را مینځته کړي.


۳: دلته داسې خلک هم شتون لري، چې د دښمن له لوري د اجیر په توګه کارول کیږي او صرف د یو مقدار بې ارزښته مزد په بدل کښې دا دنده تر سره کوي، یعني دا چي د لویدیځ دود ترویجوي، اسلامیت او افغانیت تر پښو لاندې کوي، د افغان پېغلو او میندو بې عزتی او بربنډېدو ته په پراخه کچه کار کوي، دا محدود شمېر خلک د لویدیځ ناوړه او ګنده دود، رواجونه، د ناوړه لباسونو په اغوستلو او د لویدیځ د ناوړه آرایشونو په استعمالولو سره په دفترونو، علمي مرکزونو او بازارونو کې ګرځي تر څو خلکو ته وښيي چي دا شان لنډغرۍ سره باید آزاد وګرځي!


له بده مرغه زموږ د ټولنې زیات شمېر ناپوه خلک له دې ناوړه خلکو څخه په پټو سترګو تقلید کوي. نو ځکه ویلای سو چې زموږ عقاید او دودونو د دې ناوړه خلکو له آدرسه ډیر زیانمن کیږي.


په دې اړه د ټولنې هر غړی دا مسؤلیت لري چې خپل ځان، اهل او کورنۍ له یادو فتنو څخه وژغوري او تر خپل وس او توانه پورې د دې ناوړه، غولول سوو خلکو او ډلو په وړاندې مبارزه وکړي او هیڅکله خپل عقاید او دودونه د دښمن منګولو ته و نه سپاري.

 

سرته