تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د احد ډګر
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 6, 2018
  0

رسول الله ﷺ چي مدینې منورې ته هجرت را وکړ نو د جهاد حکم ورته وسو ، رسول الله ﷺ په ډېرو سنګرونو کي د کافرانو سره وجنګېده ، د رسول الله ﷺ په غزاګانو کي یوه د احد غزا وه ، پدې غزا کي مومنان ډېر وژوبل سوه ، رسول الله ﷺ هم پکښي زخمي سو او اویا تنه جلیل القدره صحابه په شهادت پکښي ورسیدل ، د شهیدانو په جمله کي د رسول الله ﷺ بهادره اکا سیدنا حمزه رضی الله عنه هم وو کوم چي رسول الله ﷺ د شهیدانو د کافلې سردار یعني سید الشهداء بللی دی .

 


 

د جنګ څخه وروسته ځینو کسانو خپل شهیدان مدینې منورې ته انتقالول خو بیا د رسول الله ﷺ حکم  وسو چي  ټول شهیدان هم دلته د احد په لمن کي ښخ کړئ ، همداسي وسول ټول هلته په بېلا، بېلو شامیو کي ښخ کړل سول .
د غزاګانو څخه بحث د سیرت د کتابونو موضوع ده خو دلته مو د احد د غره انځور ځکه درته وړاندي کړ چي دا هغه غر دی چي په لمون کي يې د احد شهیدان پراته دي او رسول الله ﷺ وایي : 


هَذَا جُبَيْلٌ يُحِبُّنَا وَنُحِبُّه. (بخاري )
ژباړه : دا ښکلی غر دی زمونږ سره مینه لري او مونږ دده سره مینه لرو .


ماخذ: د حج ښه ملګری

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته