تازه سرليکونه
د (مفسرين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام فخر الدین رازي رحمه الله ژوندلیک
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 29, 2021
  0

المحقق ، الشیخ الاجل ، شیخ الاسلام و المسلمین، المفسر الکبیر، المحدث العلامة الامام ابو عبد اللّٰه محمد فخر الدین الرازي رحمه الله

ژباړه:میاخیل حشمت الله الاافغانی غفرله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

پيدايښت
شیخ اسلام ابو عبد اللّٰه محمد فخر الدین رازي رحمه الله په ابن خطیب مشھور ؤ  چي د خپل وخت نومیالی عالم، مفسر، محدث، متکلم او فیلسوف ؤ، د نسب لړۍ یې حضرت عمر بن الخطاب ؓ ته رسېږي ، په (۵۴۴ھ) کال په ری (ھرات کي) په يؤ علمي اود ینداره کورنۍ کي زیږدلی دی، پلار یې ضیاء الدین عمر بن حسین رحمه الله نومیده او زدکړي یې د امام ابو محمد حسین بن مسعود بغوي رحمه الله  څخه  کړي دي، چي د خپل وخت له نومیالیوعالمانو او فاضلانو څخه ؤ. 

 

زده کړه او تعليم
امام فخرالدین رازي صاحب له کوچنیوالي څخه د لوړ استعداد او قوي ذھن خاوند ؤ. دیني زدکړي یې د خپل پلار او د کمال سمناني اومجد الدین رحمهما الله  څخه ولوستل، بیا یې د لوړو دیني علومو د زدکړي لپاره خوارزم او ماوراءالنھر ته سفر وکړ ھلته یې څه مده د حدیثواو نورو دیني علومو په زده کړه تیره کړه.

 

بيعت او سلوک
امام فخرالدین رازي رحمه الله په طریقت کی د شیخ نجم الدین کبري رحمه الله لاس نیوی کړی او د ھغه له خلیفه ګانو څخه ؤ، امام فخرالدین رازي رحمه الله  نه یو ازي دا چي لوی عالم ،عارف او د لوړو علمي او عرفاني افکارو خاوند دی، نومیالی ادیب او لیکوال ھم دی.


 

تصنیف او تألیف
امام فخرالدین رازی رحمه الله په مختلفو فنون کي کتابونه لري چي په لاندي ډول دي:


مفاتیح الغیب مشھور په التفسیر الکبیر
کتاب التفسیر الفاتحه
کتاب العقول
المحصول فی علم اصول فقه
لباب الاشارات
المعالم فی اصول الدین
سراج القلوب
مناقب امام شافعي رحمه الله
مباحث الوجود و العدم
مباحث الجدل
فضائل الصحابة الراشدین (رضی الله عنهم)
عصمة الانبیاء علیهم السلام
المنحل فی علم الکلام
المخلص فی الفلسفة
مسائل طب
رسالة فی النبوات
مباحث المشرقیه فی علم الالٰهیات و الطبیعیات
المطالب العالیّه
البیان و البرهان فی الرد علٰی الزیغ و الطغیان
المتکلمین فی علم الکلام
علم الاخلاق
کتاب الفراسة
کتاب المنطق الکبیر
کتاب النفس و الروح و شرح قواهما
ما حصل افکار المتقدّمین و المتاخرین
نهایت العقول فی درایت الاصول
رساله الحدوث
شرح اسماء الحسنیٰ
شرح کلّیات القانون فی الطب
شرح نصف الوجیز للغزالی فی الفقه الشافعی
شرح عیون الحکمة، او داسی نور...

 

حافظ ابن کثیر دمشقي رحمه الله لیکلي دي چي د کتابونو شمیر یې تقریباً ۲۰۰ ته رسیږي لکه: المطالب العالیه، المباحث المشرقیه، اربعین، اصولِ فقه ، المحصول او یو ټوک کتاب یې د امام شافعی رحمه الله په ژوند او حالاتو لیکلی دی.


 
مشهور شاګردان یې


زین الدین الکشی رحمه الله
قطب الدین خراسانی رحمه الله 
شهاب الدین نیشاپوری رحمه الله
افضل الدین محمد خونجی رحمه الله (دغوامض الافکار لیکونکی)
شمس الدین خسرو شاھی رحمه الله په دمشق کی
علامه اثیرالدین ابھری رحمه الله (د ایساغوجی لیکوال) په څیرنومیالي علمان دده شاګردان دي چي په زرګونو خلکو ترې استفادې کړي دي.

 

مړينه
د علم ، عرفان ، عمل، زهد و تقویٰ او رُشد وهدایت ستر داعي او ځلانده ستوری  ددې فاني نړۍ څخه په ۲۱/محرم الحرام ۶۰۶ھ  د ۶۳ کلو په عمر مړ او په ھرات کی ښخ دی . انا لله وانا الیه راجعون


 
هرگز دل من ز علم محروم نشد                                            
کم ماند ز اسرار که معلوم نشد
هفتاد و دو سال فکر کردم شب و روز             
معلومم شد که هیچ معلوم نشد 

 

ماخذ: تاریخ ابن کثیر، تاریخ فرشته، لسان المیزان، د افغانستان مفاخر

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته