تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسلمانانو د بربادۍ دوه اسباب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 25, 2018
  0

ژباړه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

حضرت شیخ الهند رحمةالله علیه چي کله د انګرېزانو د مالټا د بنديخانې سختۍ او زحمتونه برداشت کړل او ازاد کړل سو نو بیرته يې دیوبند ته تشریف راوړی نو په یوه مجلس کي چي په هغه کي صرف علماء کرام وه داسي وفرمایل: موږ د مالټا ددې ټول قیام په وخت کي دوه سبقه زده کړل، په مجلس کي ډېر ستر ستر مشهوره علماء موجود وه، هغوی ټول ژر متوجه سول چي د خپل وخت امام چي دوې خبري زده کړي دي او راغلی دی، هغه به څومره مهمي خبري وي. نو ويې فرمایل: موږ دوه شیانو تباه کړي یو:


۱: یو د قران کریم څخه لیري والي،
۲: بل د مسلمانانو د خپل منځي اختلاف.

 

ما دا سبق راوړی دی چي د ژوند څومره لحظې چي پاته دي هغه به د قران مجید په خدمت کي او د مسلمانانو ترمنځ د اختلاف په ختمولو کي تيروو.

 

هره بدي تر یوه وخته او تر یوه حده تحمل کېدلای سي لیکن د مسلمانانو اختلاف او بېل والی په هیڅ حالت کي نه سي زغمل کېدلای.

 

مولانا مفتي محمد شفیع صاحب به فرمایل چي د دوو مغرورو کسانو ترمنځ هیڅکله اتفاق نه سي راتللای، د اتحاد لپاره دا اړینه ده چي یو نفر د خپلو برېتونو د کښته کولو لپاره تیار سي، که دواړه خپل برېتونه لوړ ساتي نو هیڅکله به اتفاق نه وي.

 

څه کول په کار دي؟ د حکیم الامت حضرت تهانوي رحمةالله علیه ملفوظ چي ډېر لنډ دی د یادلو وړ دی هغه دا چي: " مه خپل مسلک پرېږدئ او مه د بل په مسلک کار لرئ". 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته