تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زما باداره! هيله کوم ما له ځانه جدا نکړې !
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 29, 2018
  0

رالېږونکی: فرید احمد همدرد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

زما باداره زه پر تا باندي ددنيا هيڅ يو انسان ته ترجېح نشم ورکولی، هيله کوم ما له ځانه جدا نکړې !

 

حضرت زيد بن حارث رضی الله تعالی عنه د خپلو والدينو څخه په اته کلنۍ کې هغو لوټمارو وتښتاوه چې، ددوی پر قافله ئې ډاکه واچول.


لسګونه کلونه تېر شول والدينو ئې دده په بېلتانه کې شپه ورځ ژړل او کلي په کلي د هغه په لټولو کې لالهانده وه.

 

هغه وو چې د حج په موسم کې د دوی د قبيلې څو کسان مکې ته راغله، له زيد سره مخامخ سول، هغه ئې وپېژانده او د بيرته ستنېدو په وخت کې ئې د هغه والدينو ته زېری ورکړ.


هغه وو چې پلار (حارثه) او اکا (کعب) ئې پسي راغلل؛ د رسول کريم ﷺ په حضور مشرف سول او له اوښکو نه په ډکو سترګو ئې د قيمت په بدل کې له هغه نه د زيد غوښتنه وکړه !

 

سرور کائنات ﷺ وفرمائل: که زيد پخپله خوښه درسره ځي بې پيسو به ئې درکړم، او که دلته پاته کيږي له تاسي سره تلو ته ئې نه مجبوروم ! زيد ئې راوغوښت؛ پوښتنه ئې ترې وکړه: زيده دا خلګ پېژنې؟ ځواب ئې ورکړ؛ هو ! دا يو زما پلار او دا بل مې اکا دی.

 

پيغمبر ﷺ وفرمائل: دوی در پسي راغلي دي ستا خوښه که له دوی سره ځې يا زما سره پاته کېږې!

 

زيد وويل: زما باداره زه پر تا باندي ددنيا هيڅ يو انسان ته ترجېح نسم ورکولای هيله کوم ما له ځانه جدا نکړې !


پلار ئې ددې خبري په اورېدو هک پک پاته سو !

سرته