تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په قرائت کي تجویدي غلطۍ کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 23, 2022
  0

ليکنه: قاري عبد المجيد"رشيدي" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

قرآن کريم د الله جل جلاله عظيم کلام دی. پر هر مسلمان نارينه او مسلمانه ښځه لازمه ده، چي په صحيح توګه يې تلاوت کړي؛ ځکه د قرآن کريم غلط تلفظ کول، لکه د يوه حرف پر ځای بل حرف ويل، يعني صاد په سين، ذال په زا، قاف په کاف، عين په همزه بدلول، يا په پښتو حرف اړول، د حرف کمول او زياتول، حرکتونه (زور، زېر، پېښ) يو د بل پر ځای ويل، ساکن حرف په مشدد او مشدد په ساکن ويل، يا دې ته ورته نوري تېروتني د قرآن کريم اصلي معنی ته زيان رسوي او په ډېرو ځايونو کي تلاوت کوونکی پرې ګناهګار کېږي.

 

 

د تجويد په اصطلاح کي غلطۍ ته لحن وايي، چي په دې ډېر عوام وروڼه او ځيني ملايان هم مبتلا دي. 

 

لحن: په لغت کي غلطۍ ته وايي او په اصطلاح کي د تجويد خلاف قرآن ويلو ته لحن ويل کېږي.

 

لحن دوه ډوله لري:


الف- جلي لحن
ب- خفي لحن 

 

الف- جلي لحن (ښکاره غلطي) : هغه لحن ته وايي، چي د حرف او کلمې په ذات يا صفت کي بدلون راولي.

 

دا لحن عموماً څلور ډولونه لري:

١- تبديل الحرف بالحرف (د يوه حرف پر ځاى بل حرف ويل)؛ لکه: د قُلْ پر ځاى کُلْ  ويل.

٢- تبديل الحرکات بالحرکات (حرکتونه يو د بل پر ځاى ويل)؛ لکه: د اَنعَمْتَ پر ځاى اَنعَمْتُ ويل. يا حرکت او سکون يو په بل سره بدلول.

٣- زيادةُ الحرف (د حرف زياتول)؛ لکه: د اَلْحَمْدُ پر ځاى اَلْحَمْدُوْ ويل؛ يا ساکن حرف مشدد ويل.

٤- نقصان الحرف (د حرف کمول)؛ لکه: د لَمْ يُوْلَدْ پر ځاى لَمْ يُلَدْ ويل؛ يا هم مشدد حرف ساکن ويل.

 

د جلي لحن دنيوي حکم حراموالی او اخروي حکم يې عذاب دی.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۳ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته