تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فکري جګړه: ارتداد او د اسلام د نشر مخنیوی (۱۳-۲)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 16, 2018
  0

لیکنه: عبید الله ، د فکري جګړې مونوګراپ

 

په اسلامي هیوادونو کي د فکري جګړې اغیز (۱۲-۲)

 

٣- د ارتداد يا له اسلام څخه د ګرځېدو ناورين :

 

      د فکري جګړې دريمه غمونکې پايله (اغېزه ) د ارتداد يا له اسلام څخه د ګرځېدو ناورين دى په دې معنى چې صليبيانو او غربيانو وکولاى شول چې ډېر لږ شمېر هغه مسلمانان چې د اسلام څخه ناخبره وه نو د غربي تنصيري موسسو د کارکونکولخوا د دوامداره تبليغاتو په پايله کې د نصرانيت لورته راوبلل شول او له اسلام څخه وګرځېدل او همدارنګه ځينې هغه مسلمانان وه چې په بې وزله افريقايي هېوادونو کې يې په ډېر ناوړه حالت کې ژوند تېراوه نو غربي تنصيري او عيسوي موسسو د هغوى د بې وزليتوب څخه ناوړه ګټه پورته کوله او هغوى ته يې د ژوند د لمړنيو اړتياوو د پوره کولو په منظور چې دغو مسلمانانو ورته ډېره اړتيا لرله د اړينو توکو د وېشلو په پلمه خپل تنصيري پروګرامونه پلي کول حتى ځينې داسې غمونکې پېښې هم په دغو بې وزله افريقايي هېوادونو کې پېښې شوي دي چې تنصيري مرسته ورکونکو موسسو به په دې شرط اړو کسانو ته مرستې ورکولې چې هغوى د نصرانيت دين ته ورواوړي او د اسلام دين پرېږدي چې ځينې اړو او بې وزله مسلمانانو له دې امله چې ژوند يې په خطرکې وه نو هغوى به د خوراکي توکو د لاسته راوړلو په بدل کې د نصرانيت دين مانه.

 

     همدارنګه يې په دغو  اسلامي هېوادونوکې زيات شمېر کليساګانې جوړې کړې او د مرستو د وېشلوپه وخت کې به يې د تحريف شوي او منسوخ شوي کتاب انجيل نسخې په خلکو وېشلې .

 

     دريمه ډله هغه مسلمانان وه چې هغوى نه له اقتصادي او نه له تعليمي پلوه کومې ستونزې لرلې په داسې حال کې چې د اسلام د حقانيت په هکله يې پوره معلومات هم لرل بلکه بيا هم له دې امله چې په ازل کې ددغو خلکو تقدير د لوى خداى جل جلاله  لخوا په ګمراهيت سر ه ليکل شوی وو نو دغه ډول خلک هم دعيسوي او تنصيري مبلغينو د تبليغاتو په پايله کې د اسلام له مبارک دين څخه وګرځېدل اوعېسويت او نورو منسوخو دينونو ته واوښتل.(٢_٥٠_٥٢)

 

     د يادونې وړ ده چې ددغې دريمې ډلې مرتدو شويو مسلمانانو شمېرډېر لږ وه او اوس هم هر کال د ګوتو په شمېر (ډېر لږ) مسلمانان د عيسويانو د پروګرامونو په پايله کې له اسلام څخه د عېسويت دين ته ګرځي .

 

     خو د وياړ او خوښۍ خبره دا ده چې د اسلام مبارک دين د خپل الهي حقانيت له مخې سره له دې چې ټول نړۍ وال (غېرمسلمان وګړي) ددغه دين د له مينځه وړلو هڅې کوي بيا هم د اسلام مبارک دين د هرې ورځې په تېرېدو سره لکه د لمرد وړانګوپه شان د نړۍ په هسکو او ژورو کې د نړۍ په زيات شمېر غيراسلامي هېوادونو کې د خورېدو په حال کې دى او هره ورځ په لسګونو غېر مسلمان وګړي په مختلفو غېراسلامي هېوادونو کې د اسلام په مبارک دين باندې مشرف کيږي چې ددغو وګړو له ډلې څخه ډېرى عيسويان او هندوان د اسلام مبارک دين ته را اوړي چې د مختلفو احصائيو له مخې د هرې ورځې په تېرېدو سره د اروپا په لويه وچه کې د اسلام د پيروانوشمېر مخ په زياتېدو دي چې د دقيقو اخيستل شويو احصائو له مخې :

 

په فرانسه کې په ٢٠٠٤م کال کې په مجموعي توګه ٥٠٠٠٠وګړي مسلمان شوي دي چې ددغوخلګوڅخه زيات شمېر يې مسيحيان وه.

 

په برتانيه کې يواځې له ٢٠٠٤ څخه تر ٢٠٠٥م کال پورې ٧٠٠٠٠ وګړي مسلمانان شويدي. 

 

په روسيه کې له ٢٤ کال څخه تر ٢٠٠٥م کال پورې په مجموعي توګه ٤٠٠٠٠ وګړي مسلمانان شوي دي .

 

همدارنګه په جرمني کې تر٢٠٠٥م کال پورې ٢٣٠٠٠ وګړي مسلمانان شويدي چې په همدې ډول په نورو اروپايي او غېراروپايي غير اسلامي هېوادونو کې هره ورځ ډېر وګړي په اسلام مشرف کيږي چې ددغو نويو مسلمانېدونکو وګړو شمېر ترهغه څو ځلې زيات دى چې کوم مسلمان وګړي نورو دينونو ته اوړي . 


                                          .
 ددې کار ستر لاملونه د اسلام د مبارک دين حقانيت ، د ويښو او با مسئوليته اسلامي علماءُ ديني تبليغات او همدارنګه په خپله د اسلام د پيروانو نيک او انساني اخلاق او کردار دى چې په ډېروغيراسلامي هېوادنو کې غېرمسلمان وګړي د مسلمانانو د نېکواخلاقو څخه په ژوره توګه اغېزمن او وروسته د اسلام په مبارک دين باندې مشرف کيږي. (٤_٢٣٠_٢٤٠)

 

٤- د اسلام د مبارک دين د خپراوي څخه مخنيوى : 
     لکه څرنګه چې ستر پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم د فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې نو له دې نه وروسته ټول بشريت او انساني نړۍ ته ددغه حق دين د خپرېدو سترمسئوليت دروند پېټى د هر فرد فر مسلمان په غاړه واچول شو لکه چې په دې هکله الله جل جلاله  فرمايلي دي:

 

((وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ ۚ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ))
      ( او وي دې په تاسې کې يوه داسې ډله چې نېکيو ته بلنه کوي او له بديو څخه خلک منع کوي نو همدغه ډله کاميابه ده ).

 

     د سترپيغمبر صلی الله علیه وسلم له وفات څخه وروسته د هغه مبارک صلي الله عليه وسلم صحابه کرامو (رضوان الله اجمعين ) ، تابيعينو او له هغو څخه وروسته نورو مسلمانانو تر پېړيو پېړيو دغه ستر پېټى تر ډېره حده تر منزله ورساوه او د اسلام د مبارک دين نوراني وړانګې يې د نړۍ مختلفو سيمو ته په ډېره مېړانه او شهامت سره ورسولې چې ددغې لړۍ وروستى منبر (عثماني اسلامي خلافت) وه چې ددغه خلافت په وخت کې مسلمانانو وکولاى شول چې ددغه الهي رحمت (اسلام مبارک دين) څخه د نړۍ ډېر وګړي برخمن کړي چې په دې لړ کې ان د عيسوي اروپا تر زړه پورې يې د اسلام وړانګې وغځولې .

 

     خو کله چې په نړۍ کې د سترو بدلونو په رامينځ ته کېدو سره د مسلمانانو د هېلو وروستنى تمثيلونکى (اسلامي خلافت) هم له مينځه ولاړ او مسلمانان نور نو په نړۍ کې د يو موټي ځواک په توګه د راښکاره کېدو څخه عاجز شول نو غربي او صليبي ځواکونو هم په دې وخت کې خپلې ټولې هڅې د اسلام د مبارک دين د خپرېدو د مخنيوى لپاره په کار واچولې او ددې کار لپاره يې په مختلفو فکري او وسله واله ډګرونو کې جګړې او همدارنګه د مختلفو پروګرامونو په ترڅ کې مختلفې پروژې لکه استشراق ، تنصير، تبشير.....په لاره واچولې چې په پايله کې د مسلمانانو د بې اتفاقۍ او غفلت له امله د اسلام دښمنانو وکولاى شول چې د اسلام د مبارک دين خپرېدل د پخوا په پرتله تر يوه حده له خنډونو سره مخامخ کړي او په ځانګړي ډول غربي او اروپايي وګړو ته د اسلام د مبارک دين د خپراوى څخه مخنيوى وکړي .

 

خو د اسلام پر خلاف د غربیانو د وسله والي او فکري جګړې سره سره اوس هم الحمدلله د اسلام د خپراوي دعوت په پراخه کچه روان دی او په لکونو غیرمسلمانان هر کال اسلام ته داخلیږي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته