تازه سرليکونه
د (اسلامي تاريخ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شام ته سفر (دوهمه برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 17, 2018
  0

ليکنه : علامه مفتي محمد تقي عثماي عثماني 
ژباړه : اسدالله ''إنعام''
دوهمه برخه / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

علامه محمد تقي عثماني رحمةالله عليه د شام ځمکي او د سوريې هيواد ته دوه ځله سفر کړی دی او په هر ځل يۍ د جلا جلا تاريخي ځايونو څخه ليدنه کړېده  ، دده لومړی سفر د ۱۹۸۶م کال د جنوري په مياشت کي سوی دی او د سفر ګزارش يې په (جهان ديده ) نومي کتاب کي چاپ سوی دی ، دوهم ځل سفر يې ۱۹ کاله وروسته په کال ۲۰۰۵م کي  د جنوري په مياشت کی صورت نيولی دی او ددغه سفر جزيات يې په (سفر در سفر ) کتاب کي خپاره سوي دی . ده په دغه سفر کی  دسوريې د پلازمېني  دمشق ، حمص، حماه او حلب له ښارونو څخه ليدنه کړې ده ، په لاندي ليکنه کي ددغو دوو سفرونو خلاصه را ژباړل سوې ده چي په څو برخو کي ستاسو و حضور ته وړاندي کېږي:


د اسلام څخه مخکي پردغه ښار زياتو ابر قدرتونو حکمراني کړې ده، د اسلام د ظهور په وخت کي دمشق د ختيځ روم د امپراتورۍ تجارتي مرکز وو، د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت په موده کي دغه ښار اسلامي سپه سالار ابوعبيده ابن جراح رضی الله عنه فتح کړئ او هغه يې د شام يو ولايت وګرځاوه ، د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت په زمانه کي معاويه رضی الله عنه ددې سيمي والي مقرر سو، او د حضرت علي رضی الله عنه تر شهادت وروسته يې دمشق د اسلامي نړۍ دارالخلافه وګرځاوه او تقريباً يوه پېړۍ دا ښار د اسلامي دولت پلازمېنه وه، چي سرحداتو يې د اطلس سمندر څخه بيا د هند تر سمندر پوري پراخوالی درلود. 


کله چي حضرت ابراهيم علیه السلام (تقريباً د يو لک پيغمبرانو علیهم السلام مشر نيکه ) شام خپل دار الهجره وګرځاوه، نو د کومو انبياوو علیهم السلام حالات چي معلوم دي، د هغو څخه  اکثره يې د شام په سيمه کي پيدا سول او د دمشق د قاسيون غر د دوی د عوت او تبليغ له مهمو قرار ګاوو څخه وو.


د مسلمانانو په لاس د دمشق له فتحي څخه وروسته، د پيغمبر صلی الله علیه وسلم زيات شمېر جليل القدره صحابه وو په همدې ښار کي استوګنه غوره کړه، ځکه نو که دمشق ته د انبياوو علیهم السلام او صحابه کرامو رضی الله عنهم ښار ووايم مبالغه به مي نه وي کړې ، د دمشق ځای ځای د اسلامي تاريخ د ډېرو حوادثو يادونه له ځانه سره لري ، 
د دمشق ښار ۲۲۰۰ فټه (۶۶۰متره ) د سمندر له سطحي څخه لوړوالی لري، چي له همدې امله ډېره زړه راښکونکې هوا لري ؛ په ژمي کې واوره پکښي اوري او د دوبي په ګرمۍ کي يې هم شپې ښه يخوالی لري ، د برده رود يې د ښار له څنډو څخه تېرېږي چي د دمشق د ځمکو د کښت او همدا ډول د څيښاک وړ اوبه ورڅخه برابرېږي .


د غوطه سياحتي سيمه:
ښاغلي عنايت ددې علمي او سياحتي سفر په پيل کي موږ د غوطه  سيمي ته بوتلو ، غوطه د دمشق په ښار پوري اړوند سيمه ده، ددغي سيمي باغونه، باغچې، طراوت، سرسبزي او زړه راښکونکي ښايسته چاپيريال په دنيا کي ډېر مشهور دي بلکي متل دئ مشهور جغرافيه پوه علامه حموي رحمه الله  ليکي :

« هي بالإجماع أنزه بلاد الله و أحسنها منظرة وهي إحدی جنا الأرض الاربع :وهي الصُغد ، والأبلة، وشعب بوان والغوطة »


 غوطه په اجماع سره د الله  جل جلاله په پيدا کړل سوو سيمو کي يو له ښايسته ترينو او پاکېزه ترينو سيمو څخه ده او د ځمکي د مخ يو له هغو څلورو جنتونو څخه شمېرل کېږي ، چي عبارت دي له : صُغد/سُغد (په سمرقند کي ) ، أبله (په بصره کي )، شعب بوان (د ايراني فارس له ولاياتو څخه ) او غوطه (په دمشق کي ) »  (معجم البلدان للحموي  [۱۴/۲۱۹] )


يو وخت دغه سيمه په  باغونو ، غرونو ، چينو او ويالو باندي سرشاره وه ، چي له همدې امله د ځمکي پر مخ يو له ښايسته ترينو سيمو څخه شمېرل کېده، اوس هم په دې سيمه کي د انځرو او زيتونو ښايسته باغونه موجود دي ، خو اوس دغه ښايسته طبيعت د زمانې د حوادثو ښکار سوی دئ او هغه مخکني تازه والي او  خوشحالي نه لري ؛ له همدې امله هغه فکر چي ما دغوطه په اړه له مطالعه سوو کتابونو څخه درلود، زما له مشاهدې سره يې ډېر توپير درلودئ .

 


 

د دنيا د انقلابونو او تغيراتو حالت همداسي وي چي دلته د هيڅ شي ژوند او ځلا همېشه سلامت نه پاتېږي ، د هري ځوانۍ لپاره زوړوالي او د هري هستۍ لپاره نيستي وي .


حضرت زینب بنت علي رضی الله عنها
وروسته په غوطه کي د ښاغلي عنايت په ملتيا د حضرت حسين رضی الله عنه د خور حضرت زينب بنت علي رضی الله عنه و مزار ته ولاړو .


حضرت زينب رضی الله عنها د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم لمسۍ ، د حضرت علي او حضرت فاطمې رضی الله عنه لور او د حضرت حسن او حسين رضی الله عنه خور ده ، حضرت زينب رضی الله عنها د نبي  صلی الله علیه وسلم  په ژوند کي دې نړۍ ته ستر ګي غړولي دي .


خو په هغه وخت کي دا ډېره کوچنۍ وه چي حضرت علي رضی الله عنه د خپل وراره عبدالله بن جعفر رضی الله عنه په نکاح کړله، د کربلا په واقعه کي دا د خپل ورور حضرت حسين رضی الله عنه ملګرې وه ، او د حضرت حسين رضی الله عنه تر شهادت وروسته دا او ټوله اهل بيت د مشق ته بوتلل سول ، حضرت زينب رضی الله عنها عاقله مېرمن وه او په فصاحت او بلاغت کي ډېره مشهوره وه . ( طبقات ابن سعد [ ۸ /۴۶۵ ] الاصابة [۴/۳۱۵] )


د حضرت حسين رضی الله عنه د شهادت کوم غم چي پردې باندي تېر سوی دئ هغه خو محسوسيږي. 


په مصر کي هم يو قبر و دې ته منسوب دئ ، خو په هيڅ مستند روايت نه دی ثابت چي حضرت زينب رضی الله عنها  دي مصر ته تللې وي خو د کربلا تر پېښي وروسته يې د مشق ته تګ ثابت دئ، له همدې امله مصر په نسبت د دمشق قول صحت ته نژدي دئ ؛ که څه هم په ځينو رواياتو کي راغلي دي چي يزيد حضرت زينب رضی الله عنها او نور ټوله اهل بيت په ډېر عزت او اکرام سره ومدينې منورې ته واستول ، هلته حضرت زينب او سکيني رضی الله عنه د منني په ډول خپل ځيني جواهرات و يزيد ته ور واستول، خو هغه رد کړل او وې ويل : ما چي ستاسو سره کوم نيک سلوک وکړئ هغه د دنيوي طمعي په سبب نه وو، بلکي ددې لپاره مي وکړئ چي ستاسو خپلوي د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم سره سته . والله سبحانه اعلم (أعلام النساء [۲/۹۸])


د حضرت زينب رضي الله عنها پر قبر د اهل بيت د مرقد په څېر ښايسته وداني جوړه سوې ده ، د منارو او ګنبدو د معماري سبک يې عراقي دي ، موږ يې صحن ته ورداخل سولو ، خو ځيني شيعیه زيارت کوونکو په مرثيه ويلو او ژړاوو شور او ږوږ جوړ کړي وو، چي د بل ږغ د اورېدلو مجال نه وو، و مقبرې ته ورنژدې کېدل هم دومره آسانه کار نه وو ، اللهﷻ دي د اهل بيت پر ارواحو باندي بي پايه رحمتونه نازل کړي ، د دوی د محبت د دعوه دارانو له طرفه يې تر وفات وروسته هم و پاکو روحونو ته د تکلیف رسولو سلسله جاري ده او نده معلومه چي تر کومه به لا جاري وي ؟


د باب الصغير قبرستان :
د غوطې څخه تر ليدني وروسته د دمشق  تر ټولو پخواني قبرستان باب الصغير ته ولاړو ، په دغه قبرستان کي بې شمېره صحابه کرام او تابعين دفن سوي دي ، ويل کېږي کله چي د دمشق ښار فتح سو، مسلمانان د دغه دروازې څخه ښار ته ننوتل ، په دې جنګ کي زيات شمېر اسلامي سپاهيان شهيدان سول او په همدغه قبرستان کي دفن سول ، چي د وخت په تېرېدو سره دا ځای په عمومي قبرستان سره بدل سو . د دې ځای مخکنی نوم «باب توما » وو، خو وروسته په «الباب الصغير » يا« ظاهر دمشق» سره نومول سوی دئ . (تهذيب تاريخ ابن عساکر [۱/۲۶۴] )

 


د کومو صحابه کرامو اجساد چي په دغه قبرستان کي دفن سوي دي د هغو فهرست ډېر اوږد دئ، خو د کومو حضراتو پر مزارونو چي د سلام اچولو توفيق راته  حاصل سو ، دهغو لنډه يادونه مناسبه ده : 


د حضرت بلال حبشي رضی الله عنه قبر:
تر ټولو مخکي هغه مزار ته ورغلو چي د حضرت بلال  رضی الله عنه ته منسوب دئ، حضرت بلال رضی الله عنه او اسلام ته د هغه خدمات به له چا څخه پټ وي؟ شايد داسي مسلمان نه وي چي د حضرت بلال رضی الله عنه  د نامه په اخيستلو سره دي په زړه کي د محبت او عقيدت خواږه تکانونه محسوس نه کړي! په مکه مکرمه کي حضرت بلال رضی الله عنه د اسلام د ظهور څخه مخکي خپل ژوند په غلامۍ کي تېرواه، د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه وروسته د هغو څو د ګوتو په شمېر صحابه وو څخه وو چي پر نبي صلی الله علیه وسلم  يې تر ټولو مخکي ايمان راوړی وو ، لکه څنګه چي حضرت عمرو بن عبسه رضی الله عنه  د بعثت په هماغه پيل کي د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چي: ددې پيغام (توحيد) په تبليغ کي ستاسو سره کومو کسانو ملګرتيا وکړه ؟ پيغمبر صلی الله علیه وسلم  جواب ورکړ «حرّ وعبد » يو آزاد او يو غلام ، د آزاد څخه يې مراد حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه او د غلام څخه يې مراد حضرت بلال رضی الله عنه دئ.  ( صحيح مسلم ، باب اسلام عمرو بن عبسه رضی الله عنه )


حضرت بلال  رضی الله عنه تر اسلام وروسته ډېر سخت عذابونه او شکنجې تحمل کړې، دده بادار چي پرده باندي د اسلام راوړلو له کبله کوم سخت ظلم  او ستم کاوه، هغه واقعات ډېر مشهور دي ، دی به يې په سوځوونکي لمر کي پر سرو شګو او ډبرو پرې ايستئ او د لات او عزی بتانو عبادت ته به يې مجبوراوه ، خو ده  به د « أحد ، احد» له کلمې څخه ماسوا بل څه پر ژبه نه راوړل ، بالآخره حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه هغه رانيوئ او آزاد يې کړئ، چي تر دې وروسته حضرت بلال رضی الله عنه د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم په خدمت کي وو او د هغه رسمي مؤذن وو.


د حضرت بلال رضی الله عنه د فضيلت او لوړ مقام لپاره يوحديث کافي دئ چي يووار نبي کريم صلی الله علیه وسلم د سهار تر لمانځه وروسته د بلال  څخه پوښتنه وکړه ، هغه عمل چي تا ته ترټولو اعمالو ډېر خوښ وي او ته ورته اميدوار يې ماته وښيه ؟ ما تېره شپه ستا د پښو آواز په جنت کي واورېدئ، حضرت بلال رضی الله عنه وويل: زه چي د شپې او ورځي په جريان کي کله هم اودس تازه کوم ، نو د خپل پروردګار لپاره چي څومره توفيق لرم لمونځ ضرور آدا کوم. ( طبقات ابن سعد [ج ۱/۳  ،  ص ۱۶۷] )


داسي وخت هم راغلی چي مکه مکرمه فتح سوه او په هماغه مکه مکر مه کي چي ده ته به  يو وخت د کلمې ويلو په سبب آزار او آذيت ورکول کېدئ ، آنحضرت صلی الله علیه وسلم  بلال رضی الله عنه ته حکم وکړ چي د کعبې شريفي بام ته وخېژه او آذان وکړه! ده هم په لومړي ځل د کعبې شريفي پر بام آذان وکړئ . (تاريخ مکه للأزرقي)  


په روايتونو کي راغلي دي چي يوه شپه حضرت بلال رضی الله عنه نبي کريم صلی الله علیه وسلم په خوب کي وليدی چي ورته فرمايل يې : دا څه جفا ده اې بلاله؟ ، آيا ددې وخت نه دی راغلی چي زما وزيارت ته راسي ؟ بلال رضی الله عنه له خوبه راکښېنستی، ډېرغمجن او خفه سو. سمدستي پر خپلي سورلۍ سپور سو او د مدينې منورې پر لور روان سو ، د نبي اکرم صلی الله علیه وسلم روضې ته حاضر سو او ډېر يې وژړل ، په دغه وخت کي حسنين رضی الله عنهما راغلل، بلال رضی الله عنه هغوی دواړه په خپله سينه پوری وموښلوله او مچ يې کړله ، حسنينو رضی الله عنهما غوښتنه ورڅخه وکړه چي آذان وکړی ، بلال رضی الله عنه بام ته پورته سو چي کله يې «الله اکبر ، الله اکبر» وويل ، په مدينه منوره کي غم او خپګان خپور سو ،، چي کله يې د «أشهد أن لا اله الا الله » کلمه وويله نو د مدينې منورې په ښارکي سلګۍ او ژړاوي شروع سوې او چي کله يې د « أشهد أن محمد رسول الله » کلمه وويله ، نو د مدينې منورې مستورو ښځو په ډېري بې تابی يو له بله سره پوښتل چي : آيا بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم مبعوث سوی دی ؟! ويل کېږي چي ترغه وخته مدينې منورې داسي غم نه وو ليدلی . (أسد الغابة [۱/ ۲۴۴-۲۴۵ ] )


ددې سند روايت ضعيف دی او په مقابل کې يې په بل روايت کي چي سند يې قوي دی راغلي دي چي دا واقعه په شام کي رامنځ ته سوېده ، څه مهال چي حضرت عمر رضی الله عنه  وشام ته تشريف يووړ نو له بلال رضی الله عنه څخه يې غوښتنه وکړه چي آذان وکړي ، کله چي بلال رضی الله عنه په آذان کولو شروع وکړه نو ټولو خلګ ورسره په ژړا سول ، ويل کېږي چي ددغې ورځي په شان بله داسي غمجنه ورځ نه ده ليدل سوې .( سير اعلام النبلاء للذهبي [۱/۳۵۷ ] )  


تعلیم الاسلام مجله: ۱۲ ګڼه

ـــــــــــــــــــــــــــــ

شام ته سفر (اوله برخه)

سرته