تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي توپیر: د حجاب روغتیايي ګټي (۳۴)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 18, 2018
  0

د نر او د ښځې توپیر په اسلام او ساینس کي (۳۴)


لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د حجاب په اړوند نوي ساينسي څېړنې او حقايق
د ټول بدن (۴۰- ۶۰٪)  پوري تودوخه يواځي په سر کي شتون لري نو هغه څوک چي سر ئې پټ وي په يخه هوا کي (۵۰٪) د خپل بدن تودوخه ساتي نسبت و هغه چاته چي سر ئې لوڅ وي، د اسلامي او چينايي طب يوې ليکني (In the Hua Di Nei Jing) يعني (The Yellow Emperor*s Classic on Inter and Medicine)
 په اوس مهال کي دا ثابته کړېده، چي د باد حرکت او خوځښت په بدن کي ډېر بدلونونه راولي، چي لوی تاوان ئې دا دئ چي د بدن موازنه سره ويجاړه وي او درنې پايلې لري، چي د روغتيا لپاره ډېر خطرناکه دي او که چيري حجاب وي نو بيا دا بدي اغيزې نسته، اوسنيو ساينس پوهانو دا هم ثابته کړېده چي عام زکام او نزله د باد له کبله پيدا کيږي، دا ځکه چي باد بدن وهي او په نتيجه کي لومړی نورږی چي بيا کله په زکام او نزلې او کله هم دا کړاوونه دايمي سي، خو که حجاب وي نو ددې ټولو مشکلاتو څخه بيا خلاصون ډېر اسانه دئ.

 

په (الجوازيه) کي پردې باندي ډېر بحث سوي دئ او ساينس پوهان وايي چي پر انسان باندي اور، اوبه، هوا او خاوره څومره اغيزې لري، او موږ (ساينس پوهان) و ټولو خلکو ته دا مشوره ورکوو چي بايد خپل ځان د باد، شمال، وږمې، دوړو او يخنۍ څخه وژغوري چي ډېر بد عواقب لري او و روغتيا ته پوره تکان ورکوي.


او حجاب ددې ټولو ناخوالو يواځنی، مفت او طبعي علاج دئ. (۱)

 

د اعصابو يو مشهور متخصص ډاکټر .وې، جي روسين (V.G. Rocine) پخپلو څېړنو کي ليکي:

په ګرمو سيمو کي، او په ګرم موسم کي د سر پټول د روغتيا لپاره شرط دئ، دا ځکه چي د ماغزو فاسفورس په (۱۰۸) درجو کي د حرارت ويلي کيږي، او که يو څوک و لمر ته لوڅ سر ګرځي په ډېره لږه موده کي د سر د حرارت درجه یې و(۱۰۸) درجو ته رسيږي چي په نتيجه کي و ماغزو ته سخت تاوان رسيږي، حافظه خپله جنازه کوي، دماغ کار پرېږدي، د اعصابو رګونه چوي، چي د مرګ، لېونتوب او ناوړو پايلو سبب ګرځي چي بيا ئې درملنه ناشونې ده او که سر پټ وي، نو بيا ددې ټولو مرګاني پيښو څخه هر څوک ژغورل کيږي.

 

پروفيسر بر نارډ جنسن (Bernard Jensen) په پخپله طبعي درملنه کي داسي ليکي:

اعصاب او ماغزه ټول په مينرالي فاسفورس پوري تړاو لري، چي دا فاسفورس ډېر ژر د ګرمۍ له کبله اغېزمن کيږي او اعصاب ورسره فلجيږي. دا په هغه وخت کي چي کله سر پټ نه وي، او هوا ګرمه وي.

 

پروفيسر جي، وي، سټار (G.V. Star) وايي:
که غواړئ چي خپله غذا د زهرو څخه وژغورئ نو د خوراک د اماده کولو او پخولو پر مهال وېښتيان پټ کړئ تر څو وېښتيان ور ونه لويږي. او که چيري حجاب وي، او سرپټ وي نو بيا ددې خطره نه پيدا کيږي، چي وېښتيان دي و غذا ته ولاړ سي او د ناوړو ناروغيو سبب دي و ګرځي.

 

ډاکټرايم جوزف (M. Josef) وايي:
لکه څرنګه چي د نړۍ تودوخه ورځ په ورځ زياتيږي، شين کوريزه غازونه د اوزون برخه ورځ په ورځ خرابوي، او د لمر زهرجيني وړانګې و مځکې ته ځان رارسوي، نو د ملګرو ملتو له لارې بايد و هر چاته دا امر وسي چي سر پټ کړي، او که امکان وي نو سر او د ملا تير دي هم تر کالو په ښه رخت پټ کړي، که نه!!! نو داسي وخت به راورسيږي چي انسانان به مړه کيږي او څوک به نه پوهيږي، خلک به لېونيان کيږي او ډاکتران به نه پوهيږي چي دا ټول ددې زهرجينو شعاوو اغيزې دي؛ نو زما مشوره دا ده چي ملګري ملتونه بايد پخپل منشور کي و دې ته پام وکي، او نړېواله روغتيايي سازمانونه هم بايد په دې فاجعه خبر سي، او پوره ونډه پکښې واخلي تر څو د مځکې د کُرې د مخ زيات انسانان  له لاسه ورنکړو. (۲)

 

الحمدلله اسلام څومره ښه دين دئ، چي څوارلس پېړۍ وروسته عقلاً خلک و دې ته هڅوي چي حجاب وکړي او که نه! نو د بدمرغيو په زانګو کي به وزانګي او ددې دنيا د ژوند څخه به یې لاسونه لنډ او بې  برخې سي.

 

لوی څښتن تعالی جل جلاله په هر شي کي يو حکمت نغښتی دئ او هغه دا چي اوسني ساينس پوهانو دا تجربه کړېده چي د نه حجاب کولو څخه سرطان پيدا کيږي چي په دغو ښځو کې (۱۳) په سلو کي د پوستکي  په سرطان بوختي دي چي دا ټول د نه حجاب له کبله دي، که د يو چا سره دا سوال پيدا سي چي ولي نارينه د پوستکي په سرطان نه اخته کيږي؟؟؟ نو ځواب ئې خپله طب ورکړي دئ او هغه دا چي د نر او د ښځې د پوستکي په جوړښت کي ډېر توپير سته.

 

د يوه نړيوال روغتيا پال(ډاکټر) په وينا
چي د اروپا هر شخص (۳۰) واړه زخمونه لري چي دا د لمر د شعاوو له کبله څخه  دي، چي دا واړه زخمونه اکثره وخت په سرطان بدليږي، همدغه ډاکټر پخپله يوه اوږده ليکنه کې زياتوي، چي د لمر حرارت د انسان دفاعي نظام کمزوری کوي، او و لمر ته بربنډ ګرځېدل دومره خطرناک دي لکه يو څوک چي په يوه بنده کوټه کي کلف کړل سي، او بيا سګريټ ورته و لګول سي نو په داسي حالت کي دا څومره خطرناکه عمل او ناوړه پايلې لري او حجاب د ښځو لپاره په ځانګړي ډول سره يوه طبعي طبي درملنه ده، د لمر ددې شعاوو له کبله په ځانګړي ډول سره پر غاړه او مخ باندي د سرطان داغونه چي کله دومره واړه داغونه وي چي په سترګو نه معلوميږي راښکاره کيږي، او که ئې ژر درملنه و نسي نو ضرور به د مرګ سبب ګرځي، چي دداسي سرطان ډېرې پېښې موږ ثبت کړي دي، او دا سرطان د نارينه وو په نسبت په ښځو کي زښته ډېر دئ دا ځکه چي ښځې نسبت و نارينه وو ته (په کفري هیوادو کي) زياتې بربنډې دي.

 

دداسي سرطان يو قسم داسي دئ چي اکثره ددې ښکار ښځې دي، چي لوڅې او برنبډې ګرځي، او يا هم نازکې جامې ئې په تن وي، چي پر بدن ئې ددې کوچنيو زخمونو له کبله خارش پيدا کيږي، چي د وخت په تېرېدو سره بيا دا زخمونه غټيږي، وينه ورڅخه بهيږي او نتيجه ورڅخه دا راځي چي درملنه ئې ناشونې سي، چي خپله و مرګ ته ښه راغلاست دئ، او ددې شخص د ژوند شيبې  ختمي دي؛ ددې سرطان يو بل شکل داسي دئ چي د غنمو ددانو په بڼه سره دانې پر سر، شونډانو، غوږو او پر لاسونو باندي راښکاره کيږي او کله چي ددې دانو سره د لمر شعاوې نورې هم په تماس کي سي نو دا و هلاکت ته نوره بلنه ده چي په برطانيه کې هر کال دداسي سرطان څخه (۲۶۰۰) کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، چي همدا اندازه ورځ په ورځ په زياتېدوده. (۳)

 

هغه ښځې چي حجاب کوي د خولې او پزې د ډېرو ناروغيو څخه د ژغورلو په جال کي دي، دا ناروغۍ د بېلګې په ډول سره نزله، زکام، سارس، انفلوينزا او داسي نورې ساري ناروغۍ دي، چي حجاب علاوه ددې څخه وېښتېان هم د هر ډول ناروغيو څخه ژغوري، د وېښتيانو ناروغۍ لکه درځ کول، ماتېدل، رژېدل، رنګ له لاسه ورکول، او داسي نور... دا ځکه چي حجاب وېښتيان د ګرد، غبار، دوړو، ګرمۍ او يخنۍ څخه ساتي، نو موږ روغتيا پالان و ټولو خلکو ته دا توصيه کوو چي کله د باندي وځي نو بدن مو بايد پټ کړی، که نه نو دداسي افت ښکار به سی چي علاج به ئې ناشونی وي، او بله داچي ګرد، غبار، دوړې او د لمر شعاوې پر مخ باندي دانې پيل کوي، او بيا هغو ته وده ورکوي چي په دې سره د انسان ښکلا له مينځه ځي او دا موږ ته ښه معلومه ده چي د حجاب کوونکو ښځو او د نه حجاب کوونکو ښځو تر مينځ توپير د مځکې او اسمان په شان شتون لري. (۴)

 

نور بیا...

____________________

۱: (الحکمة الحجاب في العلوم العصريه)
۲: (International Health Canter and Service G. T)
۳: (ازادې نسوان دهوکه يا حقيقت)
۴: (حجاب اور جديد ريسرچ)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته